په پښتو ژبه کښې دَ عيسىٰ عليه السلام فلم.

په پښتو کښې دَ عيسىٰ عليه السلام فلم. تاسو ته دَ کتلو اؤ اؤريدلو دَ پاره پيش کوؤ

 

 

دَ عيسىٰ عليه السلام فلم په پښتو کښې په کال دوه زره نهه کښې ترجمه شوے دے چې بنياد يې په نولس سوه يوکم اتيا کښې په جوړ شوى فلم باندې دے، کوم چې انسپائريشنل فلمز واله جوړ کړے وو. نو تاسو دَ عيسىٰ عليه السلام فلم په پښتو ژبه کښې وګورئ، دې سره به تاسو دَ مالک عيسىٰ مسيح دې دنيا ته دَ راتلو دَ مقصد اؤ دَ خدمت په باره کښې نوره هم زده کړه وکړئ

دا فلم دوه ګينټې اؤ اووۀ مينټه دے، خو تاسو سره چې څومره وخت وى نو دَ هغې په مناسبت سره کتلے شئ اؤ نور فلم بيا بله ورځ وګورئ

کۀ تاسو ته په دې فلم کتلو کښې څۀ مشکلات وى، يا تاسو څۀ سوال لرئ، نو مهربانى وکړئ مونږ ته ووايئ، مونږ به په خوشحالئ سره ستاسو مدد کوؤ.