دَ تيطوس په نُوم دَ پولوس رسُول خط

اول باب

سلام

١ دا خط دَ پولوس دَ طرفه دے چه دَ خُدائے غُلام اَؤ دَ عيسىٰ مسيح رسُول دے.

زَۀ دَ دے دَ پاره مُقرر کړے شوے يم چه دَ خُدائے په غوره شوو کښے دَ ايمان دَ راوړلو وسيله جوړ شم اَؤ دَ ديندارئ پُوره رښتينوالى په هغوئ څرګند کړم. ٢ دَ هغه بُنياد دَ تل ژوندُون اُميد دے،اَؤ خُدائے چه هيڅ کله دروغ نۀ وائى،مُونږ سره دَ هغه ژوندُون وعده له ازل نه وکړه. ٣ اَؤ بيا خُدائے دَ خپل ټاکلى شوى وخت په مُطابق دَ خپل پيغام په وسيله هغه ښکاره کړو. دا پيغام ما ته سپارلے شو اَؤ زَۀ دَ خپل خلاصوُونکى خُدائے په حُکم دا آؤرم.

٤ دا خط زَۀ دَ تيطوس په نُوم ليکم چه ما سره په شريک ايمان کښے زما رښتينے زوئے دے.

دَ خُدائے پلار اَؤ زمُونږ دَ خلاصوُونکى مسيح عيسىٰ فضل اَؤ سلامتى دِ په تا وى.

دَ تيطوس کار په کريت کښے

٥ ما په کريت کښے تۀ دَ دے دَ پاره پريښے وے چه تۀ پاتے شوے کار پُوره کړے اَؤ زما دَ حُکم په مُطابق ښار په ښار داسے مشران مُقرر کړے، ٦ چه څوک بے اِلزامه اَؤ دَ يوے ښځے خاوندان وى،اَؤ بچى ئے ايمانداره اَؤ دَ بدچلنئ اَؤ دَ نافرمانئ دَ اِلزام نه پاک وى. ٧ ځکه چه دَ جماعت مشر دَ خُدائے دَ کار دَ مُختار کيدو په وجه دِ بے اِلزامه وى،چه هغه دِ نۀ خود غرضه،نۀ غُصه ناک،نۀ شرابى،نۀ جګړه مار،اَؤ نۀ دِ دَ ناجائزے ګټے حرصناک وى. ٨ بلکه هغه دِ ميلمه پالُونکے،نيک خواه،تقوىٰ دار،مُنصف مزاجه،پاک اَؤ صبرناک وى. ٩ کُوم کلام چه هغۀ ته ورزده کړے شوے دے،هغه دِ دَ دے لائق وى،چه خلق په هغۀ باور کولے شى. نو په کار دى چه مشر په دے کلام قايل وى چه هغه په صحيح تعليم ورکولو نصيحت هم کولے شى،اَؤ مُخالفان قائل کولے هم شى.

١٠ ځکه چه ډير خلق نافرمانه،بد زبانه اَؤ دوکه باز دى،خاص دَ نؤو ايمان راوړُونکو يهُوديانو په مينځ کښے. ١١ دَ دوئ خُلۀ بندول په کار دى ځکه چه دا خلق دَ ناجائزے ګټے دَ پاره ورانے خبرے ورزده کوى اَؤ دغه شان کورُونه اَؤ خيلخانے تباه کوى. ١٢ لکه چه په دوئ کښے يو پيغمبر دا وئيلى دى چه ”کريتيان هميشه دروغژن،وحشيان،ګيډه ور اَؤ لټان دى.“ ١٣ دا ګواهى رښتيا ده،نو هغوئ په دے ډير ملامته کوه دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ ايمان ټينګ شى. ١٤ اَؤ هغوئ دِ نۀ دَ يهُوديانو قيصو اَؤ دَ هغو سړو حُکمُونو ته غوږ ږدى،چه دَ حق نه ګُمراه دى. ١٥ دَ پاکو خلقو دَ پاره ټول څيزونه پاک دى،خو دَ ګُناه ګارو اَؤ بے اِيمانه خلقو دَ پاره هيڅ شے هم پاک نۀ دے بلکه دَ هغوئ عقل اَؤ ضمير دواړه پليت دى. ١٦ هغوئ دَ خُدائے دَ پيژندلو دعوىٰ کوى خو په عمل کښے دَ هغۀ نه اِنکار کوى،ځکه چه هغوئ مکروه اَؤ نافرمانه دى اَؤ دَ يو نيک کار قابل هم نۀ دى.