د روت کِتاب

څلورم باب

د بوعز روت سره وادۀ کول

۱نو بوعز د ښار په دروازه کښې د جرګې ځائ ته لاړو او هلته کښېناستو. بيا د اليمَلِک نزدې رِشته‌ دار، چې بوعز د هغۀ په باره کښې وئيلى وُو، راغلو، نو بوعز ورته آواز وکړو، ”زما ملګريه! دېخوا راشه، او دلته کښېنه.“ هغه ورَغلو او هلته کښېناستو. ۲بيا بوعز د ښار لس مشران راغونډ کړل او هغوئ ته يې هم ووئيل چې کښېنئ او هغوئ کښېناستل. ۳هغۀ رِشته‌ دار ته ووئيل، ”اوس نعومى د موآب نه واپس راغلې ده، هغه زمونږ د رِشته ‌دار اليمَلِک پټے خرڅول غواړى، ۴زما خيال دا دے چې تۀ د دې په باره کښې خبر شې. نو بيا، که دا اخستل غواړې، نو د دې ناستو کسانو په مخکښې ووايه، او که نۀ غواړې، نو هم ووايه، ځکه چې د دې اخستلو اول حق ستا دے او بيا زما.“ هغه سړى ووئيل، ”زۀ به دا واخلم.“ ۵بوعز ووئيل، ”ډېره ښۀ ده، که تۀ د نعومى نه پټے اخلې نو ورسره روت هغه موآبۍ کُنډه به هم اخلې، نو دا پټے به د مړى د کورنۍ په ميراث کښې راځى.“ ۶هغۀ جواب ورکړو، ”نو په دې وجه زۀ بيا داسى نۀ شم کولے زۀ خپل حق پرېږدم، که تۀ يې اخستل غواړې نو واخله. ځکه چې د دې مطلب دا دے چې دا به زما د بچو ميراث نۀ وى. نو هم تۀ يې واخله، زما نۀ دے په کار.“ ۷په هغه ورځو کښې، د اخستلو خرڅولو او د جائيداد بدلولو، دا رِواج وو چې خرڅوُونکى به خپله څپلۍ وويستله او اخستُونکى ته به يې ورکړله. په بنى اِسرائيلو کښې د دې مطلب دا وو چې خبره پخه شوه. ۸نو کله چې سړى بوعز ته ووئيل چې، ”تۀ پټے واخله،“ هغۀ خپله څپلۍ وويستله او بوعز له يې ورکړه. ۹نو بيا بوعز مشرانو او هلته نورو کسانو ته ووئيل، ”تاسو ټول ګواه اوسئ چې ما د نعومى نه ټول څيزُونه واخستل چې هغه د اليمَلِک او د هغۀ د زامنو کِليون او محلون دى. ۱۰او ورسره موآبۍ روت، د محلون ښځه، زما ښځه شوه. د دې په وجه به جائيداد د مړى په کورنۍ کښې پاتې شى، او دا ميراث به د هغۀ د کورنۍ نوم د هغۀ په خلقو او د هغۀ په کلى کښې ژوندې وساتى. تاسو نن د دې خبرې ګواهان يئ.“ ۱۱مشرانو او نورو کسانو ووئيل، ”او، مونږ ګواهان يُو. مالِک خُدائ دې ستا ښځه د راخِل او لِياه په شان کړى، چې هغوئ د يعقوب کور آباد کړو. تۀ په اِفرات کښې مالدار او په بيت‌لحم کښې مشهُور شې. ۱۲او د دې ځوانې ښځې نه چې مالِک خُدائ کوم بچى درکړى هغوئ دې ستا کورنۍ د فارص د کورنۍ په شان جوړه کړى، چې هغه د يهوداه او تمر زوئ وو.“

د حضرت داؤد نسب‌نامه

۱۳نو بوعز د روت سره وادۀ وکړو او کور ته يې بوتله. مالِک خُدائ هغه بختوره کړه، او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې وشو. ۱۴ښځو نعومى ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ شکر دے. چې هغۀ تا له نن نمسے درکړو. چې ستا خيال وساتى. دا هلک دې په بنى اِسرائيلو کښې مشهُور شى. ۱۵ستا اِنږور تا سره مينه کوى، هغې ستا دپاره د اوو زامنو نه ډېر څۀ کړى دى. اوس د هغې ماشوم پېدا شوے دے، هغه به تا له يو نوے ژوند درکړى او هغه به ستا په آخرى عُمر کښې خيال ساتى.“ ۱۶نو نعومى ماشوم واخستو، سينې ته يې جوښت کړو او د هغۀ خيال يې ساتلو. ۱۷د ګاونډ ښځو د ماشوم نوم عبيد کېښودو. هغوئ هر چا ته وئيل، ”د نعومى کره ماشوم شوے دے.“ عبيد د يَسى پلار شو، چې هغه د داؤد پلار وو. ۱۸‏-۲۲دا د فارص اولاد دے: حصرون زوئ د فارص وو، رام زوئ د حصرون، عميناداب زوئ د رام، نحسون زوئ د عميناداب، سلمون زوئ د نحسون، بوعز زوئ د سلمون، عبيد زوئ د بوعز، يَسى زوئ د عبيد او داؤد زوئ د يَسى وو.