د روت کِتاب

اول باب

د اليمُلک د کورنۍ موآب ته تلل

۱‏-۲ډېر پخوا، د هغې نه مخکښې چې قاضيانو په بنى اِسرائيلو حکومت کولو نو په هغه مُلک کښې قحط راغلو. يو سړے اليمُلک، چې افراتے وو، هغه د يهوداه په بيت‌لحم کښې اوسېدو، د خپلې ښځې نعومى او د دوو زامنو محلون او کِليون سره موآب ته د څۀ وخت دپاره لاړو. دوئ لا هلته اوسېدل ۳چې اليمَلِک مړ شو، نو نعومى د دوو زامنو سره يواځې پاتې شوه، ۴نو هغوئ د موآبۍ ښځو عرفه او روت سره ودونه وکړل. تقريباً لس کاله وروستو ۵محلون او کِليون هم مړۀ شول، او نعومى بېخى يواځې پاتې شوه، چې نۀ يې خاوند وو او نۀ زامن.

د نعومى او روت بيت‌لحم ته واپس راتلل

۶څۀ وخت وروستو نعومى خبر شوه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو ته د فصلونو نِعمت ورکړو، هغه د اِنږوريانو سره د موآب نه تللو ته تياره شوه. ۷دوئ يو ځائ يهوداه ته واپس روانې شوې، خو په لاره کښې ۸نعومى هغوئ ته ووئيل، ”تاسو کور ته واپس لاړې شئ او د خپلو مياندو سره اوسېږئ. مالِک خُدائ دې په تاسو مهربانه وى لکه څنګه چې تاسو په ما او زما په مړو زامنو مهربانه وئ. ۹او مالِک خُدائ دې وکړى چې تاسو دواړه بيا واده شئ او خپل کورونه آباد کړئ.“ نو نعومى هغوئ رخصتولو دپاره ښُکلې کړې. خو هغوئ په ژړا شوې ۱۰او هغوئ هغې ته ووئيل، ”نه، مونږ به ستا سره ستا مُلک ته ځُو.“ ۱۱نعومى په جواب کښې ورته ووئيل، ”زما لوڼو! تاسو واپس لاړې شئ، تاسو ما سره ولې تلل غواړۍ؟ په دې خيال چې زما به بيا زامن وشى او هغوئ به تاسو وادۀ کړى؟ ۱۲واپس خپلوکورونو ته لاړې شئ، زۀ ډېره بوډۍ او د بيا وادۀ کېدو نۀ يم. کۀ چرې زۀ داسې وګڼم چې تر اوسه څۀ اُميد شته، نو که نن شپه وادۀ هم شوم او زما زامن وشول، ۱۳تاسو به د هغوئ د غټېدو اِنتظار کوۍ څۀ؟ دا به تاسو د بل چا سره د ودېدو نه ايساروى څۀ؟ نه، زما لوڼو! تاسو ته پته ده چې دا نۀ شى کېدے. مالِک خُدائ زما مل نۀ دے، په تاسو زما زړۀ سوزى.“ ۱۴دوئ بيا په ژړا شوې. عرفه په مخه ښه وئيلو دپاره خواښې ښُکله کړه او واپس کور ته لاړه، خو روت د هغې لمن نيولې وه. ۱۵نو نعومى هغې ته ووئيل، ”اے روت، ستا يور خپلو خلقو او د هغوئ معبودانو له لاړه. هغې پسې واپس کور ته لاړه شه.“ ۱۶خو روت ورته ووئيل، ”ما د ځان نه مۀ شړه، ما ته مۀ وايه چې زۀ درنه ايساره شم، چې چرته ځې، هلته به ځم، چې چرته اوسې، هلته به اوسم. ستا خلق به زما خلق وى، او ستاسو خُدائ پاک به زما خُدائ پاک وى. ۱۷چې چرته مرې، هلته به مرم، چې چرته ښخېږې هلته به ښخېږم. مالِک خُدائ دې ما ته په قهر شى که د مرګ نه بغېر په بل څۀ ستا نه جدا شم.“ ۱۸کله چې نعومى ته پته ولګېده چې روت د تلو کلکه اراده کړې ده، نو هغې نور څۀ ورته ونۀ وئيل. ۱۹دوئ مزل کولو چې بيت‌لحم ته ورسيدې. د هغوئ په رسېدو، د ښار ټول خلق د هغوئ په ننداره شول، او ښځو ووئيل، ”دا په رښتيا نعومى ده؟“ ۲۰هغې ووئيل، ”ما ته نعومى مۀ وايئ، ما ته ماره وايئ، ځکه چې قادر خُدائ زما ژوند تريخ کړے دے. ۲۱زۀ بختوره لاړم، خو مالِک خُدائ تش لاس سپېره راولېږلم. ما ته ولې نعومى وايئ، چې قادر خُدائ زۀ غورزولې يم. او هغۀ په سختۍ کښې اچولې يم؟“ ۲۲نو داسې، نعومى د خپلې موآبۍ اِنږور روت سره د موآب نه واپس راغله. د اوربشو لَو شروع وو، چې دوئ بيت‌لحم ته ورسېدلې.