دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

اُووم باب

دَ وادۀ په باب کښے مِثال

۱زما ورُوڼو! تاسو نۀ پوهيږئ څۀ؟ زَۀ تاسو ته ځکه وايم چه څۀ نه څۀ په شريعت پوهيږئ چه سړے دَ شريعت تر هغے پابند دے تر څو چه هغه ژوندے وى. ۲دَ هغے نه پس دَ مِثال په طور يوه وادۀ شوے ښځه تر هغے دَ خپل خاوند پابنده ده تر څو چه هغه ژوندے وى، خو که دَ هغے خاوند مړ شى نو بيا هغه دَ وادۀ دَ شرعى پابندو نه خلاصه شى. ۳نو په دے وجه که هغه دَ خپل خاوند په ژوندانۀ دَ بل سړى سره لاړه شى نو هغه زِنا کوى، خو که چرے دَ هغے خاوند مړ شى نو هغه دَ شريعت په مُطابق آزاده ده، نو هغه که چرے بيا دَ بل سړى سره وادۀ وکړى نو زِنا کاره نۀ وى. ۴نو زما ورُوڼو! تاسو هم دَ شريعت نه په خپل مرګ آزاد شوى يئ ځکه تاسو دَ عيسىٰ دَ وجُود سره تړلى يئ اؤ اوس دَ هغۀ خپل شوى يئ چه هغه دَ مړو نه بيا ژوندے شوے دے، دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ خُدائے ښۀ خدمت وکړُو. ۵څۀ وخت چه مُونږ دَ خپل اِنسانى فطرت په مُطابق ژوند تيرولو نو زمُونږ دَ ګُناهُونو خواهشات دَ شريعت په وجه رابيداريدل چه نتيجه ئے مرګ ده. ۶خو اوس چه مُونږ دَ هغه څيزُونو دَ پاره مړۀ يُو دَ کُومو چه مُونږ پابندى کړے وه نو مُونږ دَ شريعت نه په دے شان آزاد يُو چه دَ خُدائے دَ رُوح په نوى شان خدمت وکړُو، نۀ په زوړ شان دَ ليکلى شوى شريعت په مُطابق.

دَ باطنى ګُناه مسئله

۷نو مُونږ به بيا څۀ ووايو؟ آيا شريعت ګُناه دے څۀ؟ يقيناً چه نه! خو که شريعت نۀ وے نو زَۀ به په ګُناه پوهه شوے نۀ وے، ولے چه ما به دا هيڅ کله هم نۀ وے پيژندلے چه لالچ څۀ شے وى، که چرے شريعت دا نۀ وے ويلے چه ”تاسو لالچ مه کوئ.“ ۸هم دَ دے حُکم په وسيله ګُناه ته داسے موقع په لاس ورغله چه په ما کښے ئے هر قِسم لالچ پيدا کړو. چه شريعت نۀ وى نو ګُناه مړه ده. ۹يو وخت داسے وو چه دَ شريعت په غير موجُودګئ کښے زَۀ ژوندے وم، خو هر کله چه حُکم راغے نو ګُناه ژوندئ شوه اَؤ زَۀ مړ شوم. ۱۰اَؤ کُوم حُکم چه زما دَ ژوند دَ پاره وو، زما دَ پاره مرګ شو. ۱۱ځکه چه ګُناه په شرعى حُکم کښے موقعه ومُوندله اَؤ زَۀ ئے وغُلولم اَؤ دَ شريعت په حُکمُونو ئے مړ کړم.

۱۲نو ځکه شريعت پاک دے اَؤ حُکم ئے هم پاک دے اَؤ اِنصاف اَؤ ښۀ دے. ۱۳نو بيا مُونږ دا وئيلے شُو، څۀ چه دا ښه څيز ګنى زما دَ پاره مرګ شو؟ نه، هيڅ کله نه! دا خو ګُناه وه چه زَۀ ئے دَ ښۀ څيز په وسيله ووژلم اَؤ هم په دے شان ګُناه خپل اصلى شکل ښکاره کړو. اَؤ دغه شان دَ حُکم په وسيله ګُناه دَ نور کله نه زياته بده شوه. ۱۴مُونږ پوهيږو چه شريعت رُوحانى دے خو زَۀ غير رُوحانى يم اَؤ په ګُناه خرڅ شوے يم. ۱۵زَۀ نۀ پوهيږم چه څۀ کُوم؟ څۀ چه زَۀ کول غواړم، هغه نۀ کوم، بلکه هغه کوم چه ترے نفرت لرم. ۱۶خو که چرے څۀ چه زَۀ کوم، هغه نۀ خوښوم، نو منم چه شريعت درست دے. ۱۷نو بيا دَ هغۀ کوُونکے زَۀ نۀ يم بلکه ګُناه ده چه په ما کښے موجُوده ده، هغه ئے کوى. ۱۸ځکه چه ما ته معلُومه ده چه زما په ذات کښے هيڅ نيکى نِشته، مطلب مے دَ خپل اِنسانى فطرت نه دے، ځکه چه زَۀ دَ نيکئ کولو خواهش لرم خو کولے ئے نۀ شم. ۱۹زَۀ چه څۀ نيکى کول غواړم، نۀ ئے کوم، خو چه زَۀ څۀ بد کول نۀ غواړم، هغه کوم. ۲۰اَؤ که څۀ چه زَۀ کول نۀ غواړم هغه کوم، نو ښکاره خبره ده چه کوُونکے ئے زَۀ نۀ يم بلکه هغه ګُناه ده چه په ما کښے ده.

۲۱نو بيا ما دا اُصول هغه وخت معلُوم کړو چه هر کله چه زَۀ نيکى کول غواړم نو صرف بدى کولے شم. ۲۲زَۀ په باطن کښے دَ خُدائے په شريعت خوشحاله يم. ۲۳خو زَۀ چه دَ خپل وجُود په اَندامُونو کښے يو بل شريعت وينم چه هغه زما دَ عقل دَ منلى شوى شريعت سره په جنګ دے اَؤ ما دَ ګُناه په هغه شريعت کښے قيدوى چه زما په اَندامُونو کښے دے. ۲۴هائے زَۀ څومره غم زپلے سړے يم! نو هغه څوک دے چه ما به دَ مرګ دَ وجُود نه راخلاص کړى؟ ۲۵زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائے شکر دے!

غرض دا چه زَۀ په باطن کښے دَ خُدائے دَ شريعت خدمت کوم خو په اِنسانى فطرت کښے دَ ګُناه دَ شريعت خدمت کوم.