دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

پنځم باب

دَ صادِق کولو اَنجام

۱نو اوس چه مُونږ دَ ايمان په وسيله صادِق کړے شوُو نو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائے سره صُلح لرُو. ۲دَ چا په وسيله چه مُونږ دَ خُدائے په فضل کښے ځائے مُوندلے دے اَؤ چرته چه مُونږ اوس هم ولاړ يُو، اَؤ خُدائے دَ لوئى په اُميد فخر کوُو چه دا به زمُونږ هم وى! ۳سربارى پرے دا مُونږ په خپلو موجُوده تکليفُونو هم فخر کوُو ځکه چه مُونږ ته دا معلُومه ده چه تکليفُونه په سړى کښے دَ زغم طاقت پيدا کوى. ۴اَؤ زغم دَ دے خبرے ثبوت راؤړى چه مُونږ په آزميښت کښے کامياب شوُو اَؤ هم دغه وجه ده چه مۇنږ ٱمید لرۇ ۵آؤ دا ٱمید تشه خوښ فهمی نه ده ځکه چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله چه مُونږ له راکړے شو، زمُونږ زړُونه دَ خُدائے دَ مينے نه ډک کړے شول.

۶ځکه چه په کُوم وخت چه مُونږ لا بے وسه وُو نو مسيح دَ بے دينو دَ پاره مړ شو. ۷دَ يو صادِق دَ پاره به په مُشکله څوک مړ شى. کيدے شى چه دَ يو ښۀ سړى دَ پاره څوک ځان مرګ ته حواله کړى. ۸خو خُدائے خپله مينه مُونږ ته داسے ښکاره کړه، کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ شو! ۹اَؤ اوس چه مُونږ دَ مسيح دَ مرګ په وسيله صادِق کړے شوُو نو بے شکه چه مُونږ به دَ هغۀ په وسيله دَ خُدائے دَ غضب نه هم بچ شُو. ۱۰ځکه چه سره دَ دے چه مُونږ دَ خُدائے دُښمنان وُو نو مونږ دَ هغۀ دَ زوئے دَ مرګ په وسيله ورسره پُخلا شوُو اؤ دَ دِے نه زيات دَ هغۀ دَ زوئے دَ ژوند په وسيله به بچ شُو! ۱۱خو يواځے دا نه، بلکه مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ په وسيله په خُدائے کښے خوشحالى کوُو ځکه چه دَ هغۀ په وسيله ورسره پُخلا شوى يُو.

آدم اَؤ مسيح

۱۲دَ يو سړى په وسيله ګُناه دُنيا ته راغله اَؤ دَ ګُناه په وسيله مرګ. اَؤ دغه شان مرګ په ټول اِنسانى نسل قبضه وکړله تر دے چه ټولو بنى آدمو ګُناه وکړله. ۱۳ګُناه دَ شريعت نه وړاندے دُنيا ته راغلے وه سره دَ دے چه دَ شريعت په غير موجُودګئ کښے دَ ګُناه حساب نۀ وو. ۱۴خو دَ آدم نه تر مُوسىٰ پورے مرګ په هغوئ هم قابض وو چه دَ آدم په شان داسے ګُناه ئے نۀ وه کړے چه دَ خُدائے حُکم ئے مات کړو. آدم دَ هغه سړى په مِثال دے چه راتلُونکے وو. ۱۵خو دَ خُدائے فضل دَ آدم دَ ګُناهُونو په مُقابله کښے بے اندازے وو ځکه چه که دَ يو سړى ګُناه په دومره ډيرو خلقو باندے مرګ نازلوو نو دَ خُدائے فضل اَؤ دَ هغۀ بخښنه چه دَ يو سړى، يعنے عيسىٰ مسيح په وسيله شوے ده، په ډيرو خلقو خامخا په اِفراط سره نازل شو. ۱۶اَؤ بيا دا چه دَ خُدائے فضل دَ يو سړى دَ ګُناه سره تلل نۀ دى په کار ځکه چه دَ يو سړى په ګُناه دَ مرګ فتوىٰ کيږى، خو دَ خُدائے بخښنه دا ده چه هغه په خپل فضل دَ ډيرو ګُناهُونو نه دَ آزاديدو فيصله کوى. ۱۷که چرے دَ يو سړى په ګُناه دَ مرګ بادشاهى شوه نو دَ خُدائے فضل به دَ دے په مُقابله کښے ډير زيات وى اَؤ دَ هغۀ دَ صداقت بخښنه به ژوندُون وى، دَ هغه يو سړى په وسيله بادشاهى کوى چه عيسىٰ مسيح دے.

۱۸نو بيا دا چه دَ يو سړى دَ ګُناه په وجه ټول خلق مُجرمان شول نو دَ يو سړى دَ صداقت په وجه به ټولو خلقو له خلاصُون اَؤ ژوندُون ورکړى. ۱۹ځکه چه دَ يو سړى په نافرمانئ ډير ګُناه ګار شول نو هم دغه شان دَ يو سړى په فرمانبردارئ به ډير صادِق کړے شى. ۲۰نو ځکه شريعت راغے چه ګُناه زياته شى. خو چرته چه ګُناه زياته شوه هلته فضل هم ډير زيات شو. ۲۱ځکه څنګه چه ګُناه دَ مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه، دغه شان دَ خُدائے فضل هم دَ صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چه دَ تل ژوندُون ته مُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله بيائى.