دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

څلورم باب

دَ اِبراهيم په حقله مِثال

۱نو بيا مُونږ دَ اِبراهيم په حقله څۀ ووايُو؟ چه زمُونږ نيکۀ په جسمانى طور څۀ ومُوندل؟ ۲که چرے اِبراهيم په خپلو کارُونو صادِق وو نو بيا ئے فخر په ځائے دے، خو دَ خُدائے په نِزد نه. ۳ځکه صحيفے څۀ وائى چه : 

”اِبراهيم په خُدائے ايمان راؤړو

اَؤ هغه ايمان دَ هغۀ په صداقت حساب شو.“

۴نو اوس که يو سړے څۀ کار وکړى نو دَ هغۀ مزدُورى دَ هغۀ بخښنه نۀ ده، نو دا خو دَ هغۀ حق دے. ۵خو که څوک بغير دَ عمل نه تش په هغۀ ايمان ولرى څوک چه بے دينه صادِقوى نو بے شکه چه دَ هغۀ ايمان په صداقت حساب دے. ۶هم دغه شان داؤد دَ هغه سړى دَ خوشحالئ ذکر کوى څوک چه خُدائے بے دَ عمل نه صادِق بولى. ۷هغه وائى چه : 

”بختور دى هغوئ چه بے شرعے کارُونه ئے

معاف شول اَؤ په ګُناهونو ئے پړده واچولے شوه!

۸بختور دے هغه سړے دَ چا ګُناهُونه

چه خُدائے په حساب کښے رانۀ وستل!“

۹آيا دا خوشحالى تش دَ سُنت شوو دَ پاره ده، يا دا دَ ناسُنتو دَ پاره هم ده؟ مُونږ وايو چه فکر وکړئ چه ”دَ اِبراهيم ايمان په صداقت حساب شو.“ ۱۰نو دا په کُومو حالاتو کښے داسے حساب شو؟ آيا هغه په هغه وخت سُنت کړے شوے وو که نه؟ هغه خو په هغه وخت لا سُنت کړے شوے نۀ وو، ۱۱بلکه هغۀ ته وروستو دَ سنت دَ نخښے جوړولو حق ورکړے شو چه دا دَ هغۀ دَ هغه ايمان دَ صداقت مُهر وو چه هغه لا ناسُنته وو. نتيجه دا ده چه هغه دَ هغو ټولو ناسُنتو هم آبا دے چه دَ ايمان په وسيله صادِق ګڼلے شى. ۱۲اَؤ ورسره دَ هغو سُنت شوو هم آبا دے چه نه يواځے سُنت شوى دى، بلکه چه زمُونږ دَ آبا اِبراهيم غوندے ايمان ولرى، يعنے هغه ايمان چه هغه لا سُنت شوے نۀ وو، چه لرلو ئے.

دَ خُدائے دَ اِبراهيم سره لوظ

۱۳خُدائے دَ اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ دَ اَؤلاد سره دَ دُنيا دَ وارث کيدو لوظ دَ شريعت په وسيله ونۀ کړو بلکه دَ صداقت په بُنياد ئے وکړو چه په ايمان حاصليږى. ۱۴ځکه چه که تش په شريعت قائم خلق وارثان دى نو بيا ايمان بے ځايه دے اَؤ لوظ بے اثره. ۱۵چرته چه شريعت وى هلته سزا هم وى، خو چرته چه شريعت نِشته نو هلته دَ شريعت ماتول هم نِشته.

۱۶نو خُدائے دَ خپل فضل په مُطابق دا لوظ ځکه وکړو چه اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ فائده دَ اِبراهيم ټول نسل ته دَ بخښنے په طور ورسى، يواځے دَ هغوئ دَ پاره نه چه په شريعت قائم دى، بلکه دَ هغوئ دَ پاره هم چه دَ اِبراهيم په شان ايمان لرى ځکه چه هغه زمُونږ دَ ټولو پلار دے. ۱۷لکه چه صحيفے وائى چه :  ”ما تۀ دَ ډيرو قومُونو پلار ګرزولے يئے.“ چُونکه دا لوظ خُدائے کړے دے ځکه دا رښتينے دے، يعنے هغه خُدائے په چا چه دَ اِبراهيم ايمان وو، هغه په يو حُکم مړى بيا ژوندى کوى اَؤ نِشت شته کوى. ۱۸بيا هغۀ په نااُميدئ کښے اُميد ولرلو، نو دَ هغۀ ايمان داسے وو چه هغه پرے دَ ډيرو قومُونو پلار شو، دَ هغه کلام په سبب چه هغۀ ته وئيلے شوے وو چه :  ”ستا اَؤلاد به دَ ستورو په شان ډير وى.“ ۱۹اَؤ دَ ايمان دَ څۀ کمزورئ نه بغير هغۀ دَ خپل وجُود لکه دَ مړى په شان کمزورئ ته فکر ونۀ کړو ځکه چه هغه خوا اَؤ شا دَ سلو کالو بُوډا وو اَؤ ساره هم دَ زيږيدو لائقه نۀ وه. ۲۰خو بيا هم هغه دَ خُدائے په لوظ شکمن نۀ شو بلکه په ايمان کښے مظبُوط شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ۲۱اَؤ دا ئے پُوره يقين وو چه خُدائے خپل کړے لوظ پُوره کولے شى. ۲۲اَؤ ځکه دا ايمان اِبراهيم ته ”په صداقت حساب شو“ ۲۳دا خبرے يواځے دَ اِبراهيم دَ پاره نۀ وے ليکلے شوے چه ”په صداقت هغۀ ته حساب شوے“ ۲۴بلکه زمُونږ دَ پاره هم وے چه دا به زمُونږ په باب کښے هم دغسے حسابيږى، يعنے زمُونږ چه په هغه خُدائے ايمان دے چه زمُونږ مالِک عيسىٰ ئے له مړو نه بيا ژوندے کړو، ۲۵هغه څوک چه زمُونږ په قصُورُونو قُربان شو اَؤ زمُونږ دَ صادِق کولو دَ پاره بيا ژوندے کړے شو.