دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

څوارلسم باب

په بل ورور اِلزام مه لګوه

۱دَ کمزورى ايمان خاوندان دَ ځان سره شامل کړئ خو دَ دے دَ پاره نه چه تاسو ورسره دَ هغۀ دَ خيالاتو بحث کوئ. ۲دَ يو خو دا عقيده ده چه دَ هر څيز خوړل روا دى اَؤ کمزورے ايمان لرُونکى تشه سبزى خورى. ۳دَ هر قِسم خوړُونکے دِ هغه چا ته سپک ونۀ ګورى څوک چه نۀ خورى، اَؤ څوک چه نۀ خورى هغه دِ په خوړُونکى اِلزام ونۀ لګوى ځکه چه خُدائے هغه قبوُل کړے دے. ۴تۀ څوک يئے چه دَ بل چا په نوکر اِلزام لګوے؟ دَ هغۀ قائم پاتے کيدل يا پريوتل دَ هغۀ دَ مالِک سره تعلق لرى، بلکه هغه به قائم کړے شى ځکه چه خُدائے دَ هغۀ په قائم کولو قادر دے.

۵څوک خو داسے دے چه يوه ورځ په نورو ورځو افضله ګڼى اَؤ څوک ټولے ورځے يو برابر، خو هر سړے دِ په خپل زړۀ کښے پخه عقيده لرى. ۶څوک چه يوه ورځ منى، هغه هم دَ خُدائے شکر کوى اَؤ هغه چه هر څۀ خورى، هغه ئے دَ خُدائے دَ پاره خورى ځکه چه هغه دَ خُدائے شکر کوى. اَؤ څوک چه څۀ نۀ خورى هغه ئے هم دَ خُدائے دَ پاره نۀ خورى اَؤ دَ خُدائے شکر کوى. ۷ځکه چه په مُونږ کښے نۀ خو څوک دَ خپل ځان دَ پاره ژوندے دے اَؤ نۀ دَ ځان دَ پاره مړ کيږى. ۸که چرے مُونږ ژوندى يُو، هم دَ مالِک دَ پاره ژوندى يُو اَؤ که مرُو نو هم دَ مالِک دَ پاره مرُو، نو که مُونږ ژوندى يُو اَؤ که مرُو خو دَ مالِک يُو. ۹ځکه چه مسيح دَ هم دے دَ پاره مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو، چه هغه دِ دَ مړو اَؤ ژوندو دواړو مالِک وى ۱۰خو تۀ ولے په بل عيسائى ورور اِلزام لګوے؟ اَؤ تۀ ولے بل عيسائى ورور ته سپک ګورے؟ مُونږ خو به ټول دَ خُدائے دَ عدالت دَ تخت په وړاندے ودريږُو. ۱۱ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه : 

”مالِک وائى چه باور وکړئ چه

هر يو به زما په مخکښے په سجده شى،

اَؤ هره ژبه به اِقرار وکړى چه زَۀ خُدائے يم.“

۱۲ځکه چه له مُونږ نه هر يو به خُدائے ته حساب ورکوى.

بل ورور له تيندک مه ورکوه

۱۳نو په کار دى چه آينده دَ پاره مُونږ دِ په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. اَؤ تاسو دا اِراده وکړئ چه هيڅوک به دَ ورور په وړاندے هغه څيز نۀ ږدى کُوم چه دَ هغۀ دَ تيندک خوړلو يا راغورزيدو سبب کيږى. ۱۴ما ته معلُومه ده اَؤ په مالِک عيسىٰ زما ايمان دے چه هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چه څوک ئے حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے. ۱۵که چرے ستا ورور ته ستا دَ خوراک نه تکليف رسى نو بيا تۀ دَ محبت په لاره تلل نۀ کوے. دَ کُوم سړى دَ پاره چه مسيح مړ شو، تۀ هغه په خپل خوراک مه خرابوه! ۱۶چا ته موقعه مه ورکوه چه هغه څيز چه ستا دَ پاره ښۀ دے، ورته بد ووائى. ۱۷ځکه چه دَ خُدائے بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکه په صداقت، په صُلح اَؤ په هغه خوشحالئ ده چه دَ رُوحُ القُدس دَ طرفه وى. ۱۸اَؤ څوک چه په دے شان دَ مسيح خدمت کوى، هغه دَ خُدائے نازولے اَؤ په خلقو کښے مقبُول دے.

۱۹نو بيا دِ مُونږ دَ هغو خبرو طالبان شُو په کُومو چه صُلح اَؤ تړُون ترقى مُومى. ۲۰دَ خوراک دَ پاره دَ خُدائے کار مه ورانوئ. هر څيز پاک خو دے، خو دَ هغه سړى دَ پاره ښۀ نۀ دے چه په خوړلو ئے تيندک خورى. ۲۱که ستا دَ غوښے په خوړلو اَؤ دَ شرابو په څښلو اَؤ څۀ داسے بل څۀ کار نه، ستا ورور تيندک خورى نو دا ښه ده چه تۀ دَ دے څيزُونو نه ځان وساتے.

۲۲په داسے څيزُونو کښے څۀ چه ستا عقيده وى، هغه دَ خُدائے اَؤ په خپل مينځ کښے وساته. بختور دے هغه څوک چه دَ هغه څيز په وجه کُوم چه هغه روا ګڼى خپل ځان مُجرم کوى نه! ۲۳خو څوک چه په کُوم څيز کښے شک لرى، که چرے هغه وخورى نو هغه پرے مُجرم کيږى، ځکه چه که هغه دا عقيده نه لرى چه هغۀ ته داسے کول په کار دى اَؤ که مُونږ په يقين سره يو کار ته ښۀ نۀ شُو وئيلے نو دَ هغۀ کول ګُناه ده.