دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دولسم باب

په مسيح کښے نوے ژوندُون

۱دَ دے دَ پاره زما ورُوڼو! زَۀ دَ خُدائے رحمتُونه تاسو ته دريادوم اَؤ درته خواست کوم چه خپل ځانُونه هغۀ ته دَ داسے ژوندئ قُربانئ دَ پاره وړاندے کړئ چه هغۀ ته قبُوله اَؤ مُناسب وى، اَؤ ستاسو عبادت دِ دَ زړۀ اَؤ پوهے دواړو له رُويه معقُول وى ۲خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

۳دَ هغه فضل دَ مخه کُوم چه ما ته راکړے شوے دے، زَۀ په تاسو کښے هر چا ته دا وايم چه څرنګه چه ځان ګڼل په کار دى، دَ هغے نه زيات څوک ونۀ ګڼئ بلکه دا چه څرنګ چه خُدائے هر چا ته دَ يوے اندازے په مُطابق ايمان ورکړے دے، هغه دِ هم خپل ځان هغومره وګڼى. ۴لکه څرنګ چه زمُونږ په وجُود کښے ډير اَندامُونه دى اَؤ دَ ټولو اَندامُونو کار يو شان نۀ دے، ۵دغه شان مُونږ هم ډير يُو اَؤ په خپلو کښے دَ يو بل اَندامُونه يُو اَؤ په مسيح کښے لکه يو وجُود شوى يُو. ۶اَؤ دَ هغه رحم په مُطابق چه په مُونږ شوے دے، مُونږ ته قِسماقِسم نعمتُونه حاصل دى، ځکه چه چا ته چه دَ خُدائے دَ کلام آورولو نعمت ورکړے شوے وى نو هغه دِ دَ خپل ايمان په اندازه کلام آؤروى. ۷که چرے خدمت ورکړے شوے وى نو په خدمت کښے دِ لګيا وى، که اُستاذ وى نو په تعليم کښے دِ مشغُول وى، ۸اَؤ که ناصح وى نو نصيحت دِ کوى، خيرات تقسيم کوُونکے دِ سخاوت کوى اَؤ رهنما دِ پُوره په سرګرمئ رهنمائى کوى، رحم کُوونکے دِ ښۀ په خوشحالئ رحم کوى.

دَ مسيح دَ ژوندُون اصُول

۹مينه دِ بے ريا وى. دَ بدئ نه نفرت کوئ اَؤ دَ نيکئ سره ځان ونغاړئ. ۱۰اَؤ لکه دَ ورُوڼو دَ يو بل سره محبت کوئ اَؤ دَ عزت له رُويه يو بل ته ښۀ ګورئ. ۱۱په کار کښے سُستى مه کوئ، رُوحانى جوش ژوندے ساتئ اَؤ دَ خُدائے خدمت کوئ. ۱۲په اُميد کښے خوشحاله، په مُصيبت کښے صابر اَؤ په دُعا کښے مشغُول اوسئ. ۱۳دَ پاکانو په حاجتُونو کښے مدد کوئ اَؤ دَ مُسافرانو خيال ساتئ.

۱۴چه تاسو تنګوى دَ هغوئ خير غواړئ، برکت ئے غواړئ، بد ورته مه وايئ. ۱۵دَ خوشحالو سره خوشحالى کوئ، دَ ژړيدُونکو سره ژړا کوئ. ۱۶پخپلو کښے په يو زړۀ اوسئ، لوئے لوئے خيالُونه مه زغلوئ اَؤ دَ خوارانو خيال ساتئ اَؤ خپل ځان هوښيار مه بولئ.

۱۷دَ بدئ په بدله کښے دَ چا سره بدى مه کوئ. کُومے خبرے چه دَ هر چا په نظر کښے ښے دى، هم هغه کوئ. ۱۸تر څو چه درنه کيدے شى نو دَ خپلے خوا نه دَ هر چا سره صُلح ساتئ. ۱۹اَئے زما غزيزانو! خپل بدل مه آخلئ بلکه خُدائے ته موقع ورکړئ، ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه :  ”خدائے فرمائى چه بدل آخستل زما کار دے، بدل به زۀ آخلم.“ ۲۰تر دِے چه :  ”که دُښمن دِ وږے وى نو هغۀ له هم ډوډئ ورکړه اَؤ که تږے وى نو اوبۀ ورله ورکړه، ځکه چه ستا په داسے کولو به اور پرے بل شى.“ ۲۱دَ بدئ نه مغلُوب کيږه مه بلکه دَ نيکئ په وسيله په بدئ غالب شه.