دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس له طرف نه، چه دَ مسيح عيسىٰ غُلام اَؤ بللے شوے رسُول دے چه دَ خُدائے دَ زيرى دَ خورولو دَ پاره مُقرر کړے شوے دے.

۲دا زيرے خُدائے دَ مخکښے نه په مُقدسو صحيفو کښے دَ خپلو نبيانو په وسيله لوظ کړے دے ۳دَ هغۀ دَ زوئے، زمونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په حقله، چه په اِنسانى طور دَ داؤد په نسل کښے پيدا شو، ۴خو دَ قدوسيت دَ رُوح په مُطابق له مړو نه دَ بيا ژوندى کيدو په وسيله هغه په قُدرت سره دَ خُدائے زوئے اِظهار شو، يعنے زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح. ۵اَؤ دَ هغۀ په وسيله مُونږ ته دا فضل اَؤ رسالت بخښلے شوے دے چه دَ هغۀ په نامه ټولو غيرو قومُونو ته بلنه ورکړُو چه ايمان راؤړى اَؤ تابعدار شى. ۶اَؤ په هغو کښے تاسو هم عيسىٰ مسيح وبللئ.

۷دَ هغه ټولو دَ رُوم اوسيدُونکو پاکانو ته چه دَ خُدائے محبُوبان دى اَؤ بللے شوى دى،

زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتيا دِ تاسو سره وى.

دَ پولوس رُوم ته دَ تللو شوق

۸پس له سلام نه زَۀ دَ عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خپل خُدائے شکر ستاسو ټولو دَ پاره ادا کوم ځکه چه په ټوله دُنيا کښے خلق ستاسو دَ ايمان ذکر کوى. ۹دَ هغه خُدائے دَ چا چه زَۀ دَ خپل زړۀ سره خدمت کوم په دے جوړ چه دَ هغۀ دَ زوئے زيرے خوروم، هغه خُدائے زما ګواه دے چه زَۀ څومره په باربار تاسو يادوم، ۱۰اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے دا سوال کوم چه دَ هغۀ په مرضئ دِ زَۀ دَ دے جوګه شم چه تاسو ووينم. ۱۱ځکه چه زَۀ ستاسو دَ ليدو آرزومند يم اَؤ دا غواړم چه تاسو ته څۀ رُوحانى نِعمت درکړم چه تاسو پرے قوى اَؤ مظبُوط شئ. ۱۲اَؤ يا دا چه زَۀ دِ تاسو سره پاتے شم چه ستاسو ايمان ما زړۀ ور کړى اَؤ زما ايمان تاسو.

۱۳خو اَئے زما ورُوڼو! چه تاسو په دے پوهه شئ چه ما ډير ځله دَ راتلو کوشِش کړے دے خو تر اوسه کامياب شوے نۀ يم، تش په دے اُميد چه په تاسو کښے څۀ فصل حاصل کړم لکه چه مے دَ دُنيا په نورو غيرو قومُونو کښے حاصل کړے دے. ۱۴زَۀ دَ مذهب اَؤ دَ غير مذهب خلقو، دَ عالمانو اَؤ دَ عاميانو، دَ هر چا ذمه وار اَؤ اِحسان مند يم. ۱۵اَؤ ځکه دا غواړم چه تاسو ته چه په رُوم کښے يئ، زيرے دررسوم.

دَ زيرى قُوت

۱۶زَۀ له زيرى نه نۀ شرميږم ولے چه دَ هر چا دَ پاره چه ايمان راؤړي دا دَ خلاصُون دَ پاره دَ خُدائے قُوت دے، وړُومبے دَ يهُوديانو دَ پاره بيا دَ غير يهُوديانو دَ پاره. ۱۷ځکه چه هم دلته دَ خُدائے هغه صداقت څرګنديږى چه دَ ايمان نه شُروع کيږى اَؤ په ايمان تر سره کيږى لکه چه صحيفے وائى : 

”دَ چا چه دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے سره

رښتينى رشته قائمه وى، هغه به ژوندے پاتے شى.“

دَ بنى آدمو جُرم

۱۸دَ خُدائے غضب له آسمان نه په هغه خلقو نازليږى څوک چه حق په بے انصافئ پټوى اَؤ ټولے بے دينئ اَؤ ناراستئ کوى. ۱۹ځکه چه هر هغه څۀ چه دَ خُدائے په حقله خلقو ته معلُوم وى، هغه دَ هغوئ دَ سترګو په وړاندے دى ځکه چه خُدائے په خپله هغوئ ته ښکاره کړى دى. ۲۰ولے چه دَ هغۀ پټ صفتُونه لکه دَ هغۀ دائمى قُوت اَؤ اُلوهيت، دَ وخته راسے دَ کله نه چه خُدائے دا دُنيا پيدا کړے ده، په هغه څيزُونو کښے څرګندوى چه هغۀ پيدا کړى دى. هغوئ ئے وينى نو ځکه دَ هغوئ دَ دے عمل دَ پاره هيڅ عُذر نِشته. ۲۱هغوئ خُدائے پيژندلو خو بيا هم دَ خُدائے دَ تمجيد نه ئے اِنکار کاوو اَؤ شکر ګذار کيدل نه، بلکه دَ هغوئ ټول خيالات باطل شول اَؤ دَ هغوئ بے لارے کړى شوى زړُونه په تورتم کښے غورزولى شول. ۲۲هغوئ دَ خپلے هوښيارتيا لافے کولے خو هغوئ دَ ځان نه په خپله ناپوهه ساز کړى وُو، ۲۳اَؤ دَ يو دائمى خُدائے دَ جلال په ځائے ئے هغه دَ فانى اِنسان، دَ مارغانو، ښوئيدُونکى چينجو اَؤ دَ څاروو په تصور کښے بدل کړو.

۲۴هم په دے وجه خُدائے دَ دوئ دَ زړُونو دَ خواهشاتو په مُطابق هغوئ په ناپاکئ کښے پريښودل دَ دے دَ پاره چه دَ دوئ جسمُونه يو تر بله سپک کړے شى. ۲۵ځکه چه هغوئ دَ خُدائے حقيقت په دروغو بدل کړو اَؤ دَ مخلُوق عبادت اَؤ خدمت ئے دَ خالِق په ځائے وکړو، چه تل تر تله دَ حمد لايق دے! آمين.

۲۶نو ځکه خُدائے هغوئ سپکو شهوتُونو ته پريښودل. دَ هغوئ ښځو دَ فطرى جنسى عمل په ځائے غير فطرى جنسى عمل خپل کړو. ۲۷اَؤ دَ هغوئ سړو هم دغه شان دَ ښځو سره دَ فطرى جنسى عمل په ځائے دَ يو بل سره بدکارى راواخسته اَؤ سړو دَ سړو سره بدکارى وکړله، اَؤ اَنجام ئے دا چه په خپله ئے دَ دے ګُمراهئ بدله اَؤ سزا ومُوندله

۲۸اَؤ لکه څنګه چه هغوئ دَ خُدائے پيژندل خوښ نۀ کړل نو هغۀ هم دوئ خپلو باطل خيالاتو ته پريښودل چه هم په دغسے ناکردو آخته وى. ۲۹اَؤ دغه شان دوئ دَ هر قِسم بے اِنصافئ، بدئ، لالچ اَؤ بدو خواهشاتو نه ډک شول اَؤ دوئ دَ حسد، قتل، جګړے، ټګئ اَؤ بُغض نه ډک دى. دوئ غيبت کوُونکى ۳۰اَؤ سازشيان دى، دَ خُدائے سپک ګڼُونکى، بد سره، مغرُور اَؤ لوئى مار دى. دوئ ورانئ جوړوى اَؤ دَ مور پلار عزت نۀ کوى، ۳۱بے ضميره اَؤ بے لوظه دى، نۀ ئے مينه شته اَؤ نۀ رحم کوى. ۳۲دَ خُدائے په دے اَمر هغوئ ښۀ خبر دى چه هغه څوک چه داسے عمل کوى، هغوئ دَ مرګ لايق دى خو بيا هم هغوئ داسے کوى. نۀ يواځے دا بلکه هغوئ په داسے کوُونکو شاباشے هم وائى.