دَ يوحنا مُکاشفات

نهم باب

۱بيا هغه پينځمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ ما يو ستورے وليدو چه دَ آسمان نه مزکے ته راپريوتے وو اَؤ هغه ستورى ته دَ عالمِ ارواح کُنجيانے ورکړے شوے وے. ۲دَ دے سره هغۀ عالم ارواح پرانستلو اَؤ دَ هغه کندے نه دَ لوئے بټئ په شان لُوګے راوختلو اَؤ دَ عالمِ ارواح لُوګى نمر اَؤ باد تور کړل. ۳بيا دَ لُوګى نه په مزکه ملخان راغلل اَؤ هغوئ ته دَ مزکے دَ لړمانو په شان اِختيار ورکړے شو. ۴هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چه واښو، ونو، اَؤ بُوټو ته هيڅ نُقصان ونۀ رسوئ خو بس هغه کسانو ته ټک ورکړئ دَ چا په تندى چه دَ خُدائے مُهر نۀ وو لګيدلے. ۵هغوئ ته دَ وژلو اِختيار نه، خو تش لکه دَ لړم دَ لشے تر پنځو مياشتو پورے دَ عذابولو اِختيار ورکړے وو. ۶په دے دوران کښے به دا کسان په زارو مرګ وغواړى خو دوئ به ئے ونۀ مُومى، هغوئ به دَ مرګ خواهش لرى خو مرګ به ترے تښتى. ۷دا ملخان جنګ ته دَ تيار کړو اَسونو په شان ليدلے شول اَؤ په سرُونو ئے دَ سرو زرو په شان تاجُونه وُو اَؤ دَ هغوئ مخُونه دَ اِنسان په شان وُو. ۸اَؤ ويښتۀ ئے دَ ښځو په شان اَؤ دَ هغوئ غاښُونه دَ مزرو دَ غاښُونو په شان وُو. ۹اَؤ دَ اوسپنے په شان زغرے ئے اغوستے وے اَؤ دَ هغوئ دَ وزرو آواز دَ آسُونو اَؤ بګيانو په شان وو کُومے چه دَ جنګ ميدان ته ځى. ۱۰دَ هغوئ لکئ دَ لړمانو په شان وے چه په کښے لَشے وے اَؤ دَ هغوئ په لکو کښے دَ بنى آدمو دَ عذابولو تر پنځو مياشتو طاقت وو. ۱۱اَؤ دَ دوئ بادشاه دَ عالمِ ارواح فرښته وه چه په عبرانئ کښے دَ هغے نُوم ابدون، اَؤ په يُونانئ ژبه کښے اپوليون دے، يعنے تباه کوُونکے.

۱۲اوس اولنے اَفسوس تير شو خو دوه نور لا راتلُونکى دى.

۱۳بيا هغه شپږمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ ما يو آواز واؤريدو کُوم چه دَ خُدائے په وړاندے ولاړ دَ سرو زرو په قُربان ګاه دَ څلورو ښکرُونو دَ مينځ نه راووتو. ۱۴هغۀ شپږمے فرښتے ته ووئيل چه دَ چا سُرنا وه چه ”دَ لوئے فرات درياب دَ غاړے نه هغه تړلے څلور فرښتے آزادے کړه.“ ۱۵نو هغه څلور فرښتے آزادے کړے شوے چه دَ دريمے برخے بنى آدمو دَ مړ کولو دَ پاره دَ دے کال، دَ دے مياشتے، دَ دے ورځے اَؤ دَ دے ساعت دَ پاره تيارے کړے شوے وے. ۱۶اَؤ ما دَ هغوئ دَ رسالو دَ سوارو شمار شل کروړه واؤريدو. ۱۷دغسے ما هغه آسُونه اَؤ دَ هغوئ سوارۀ په رويا وليدل، هغوئ دَ اور په شان زليدُونکى سرے، آسمانى رنګے اَؤ دَ ګُوګړو په شان زيړے زغرے ئے آغوستے وے. اَؤ دَ آسُونو سرُونه ئے دَ مزرو دَ سرُونو په شان وُو اَؤ دَ خُلے نه ئے اور، لُوګے اَؤ ګُوګړ راوتل. ۱۸دا درے آفتُونه لکه اور، لُوګے اَؤ ګُوګړ چه دَ هغوئ دَ خُلے نه راوتل، په هغو ئے دريمه حِصه بنى آدم مړۀ کړل. ۱۹دَ آسُونو طاقت په خُلۀ اَؤ په لکو کښے هم وو ځکه چه لکئ ئے دَ مارانو په شان وے چه سرُونه ئے وُو اَؤ په هغو ئے خلق عذابول.

۲۰باقى پاتے شوے خلق چه په دے آفتُونو کښے مړۀ شوى نۀ وُو دَ خپلو عملُونو نه توبه ونۀ ويسته اَؤ نۀ ئے دَ شيطانانو اَؤ دَ سرو زرو، سپينو زرو، دَ کوټو، دَ کاڼو اَؤ دَ لرګو نه دَ جوړ شوى بُتانو دَ عبادت کولو نه توبه ويستله، کُوم بُتان چه کتلے نۀ شى، نۀ آؤريدلے شى اَؤ نۀ خوزيدلے شى. ۲۱اَؤ نۀ هغوئ دَ خپلو قتلُونو، دَ خپلے جادُوګرئ، خپلے حرامکارئ، اَؤ نۀ ئے دَ خپلو ډاکو نه توبه وويستله.