دَ يوحنا مُکاشفات

اُووم باب

په يو لک څلور څلويښتو زرو بنى اِسرائيلو مُهر لګيدل

۱دَ دے نه پس ما څلور فرښتے دَ مزکے په څلورو ګوټُونو ولاړے وليدلے اَؤ څلور واړه بادُونه ئے ځکه راټينګ کړى وُو چه په سمندر، مزکه يا په يوه وُنه هم باد ونۀ لګى. ۲بيا ما بله فرښته له نمرخاتۀ نه په راختو وليده چه دَ رب الحئ مُهر ورسره وو اَؤ هغه څلورو فرښتو ته ئے په زوره وئيل، چه چا ته په مزکه اَؤ سمندر دَ نقصان ورکولو اِختيار ورکړے شوے وو، ۳”تر هغے سمندر، مزکے اَؤ ونو ته نقصان مه رسوئ تر څو چه مُونږ دَ خُدائے مُهر دَ هغۀ دَ خادمانو په تندو نۀ وى لګولے.“ ۴اَؤ ما چه دَ هغوئ شمار واؤريدو چا ته چه مُهرُونه لګولى شوى وُو اَؤ دَ اِسرائيل دَ ټولو خيلُونو نه په يو لک څلور څلويښت زرو مُهر ولګولے شو. ۵دولس زره له يهُوداه دَ خيل نه، دولس زره دَ روبين له خيل نه، دولس زره له ګاډ له خيل نه، ۶دولس زره دَ اشير له خيل نه، دولس زره دَ نفتالى له خيل نه، دولس زره دَ منشه له خيل نه، ۷دولس زره دَ شمعُون له خيل نه، دولس زره دَ ليوى له خيل نه، دولس زره دَ يساکار له خيل نه، ۸دولس زره دَ زبُولون له خيل نه، دولس زره دَ يُوسف له خيل نه اَؤ دولس زره دَ بنيامين له خيل نه وُو.

دَ ټولو قومُونو لويه ګڼه

۹اَؤ له دے نه پس ما دَ خلقو لويه ګڼه وليده چه بيشماره وه، دا دَ ټولو قومُونو، ټولو خيلُونو اَؤ دَ مُختلفو ژبو دَ ويُونکو خلقو جمع دَ تخت اَؤ دَ ګډُورى دَ وړاندے ولاړه وه. اَؤ هغوئ سپينے جامے آغُوستے وے اَؤ دَ کجُورو څانګے ئے په لاسُونو کښے نيولے وے. ۱۰اَؤ په زوره ئے دا چغے وهلے چه ”خلاصُون زمُونږ دَ خُدائے دے چه په تخت ناست دے، اَؤ دَ ګډُورى.“ ۱۱اَؤ دَ تخت نه چاپيره چه څومره فرښتے ولاړے وے اَؤ مشران اَؤ څلور حيوانان اَؤ ټولے فرښتے دَ تخت په وړاندے پړمخے پريوتل اَؤ دَ خُدائے عبادت ئے وکړو ۱۲چه چغے ئے وهلے چه ”آمين! برکت، لوئى، حِکمت، شکر ګذارى، عزت، قُدرت اَؤ زور دِ تل تر تله زمُونږ دَ خُدائے وى! آمين.“

۱۳بيا په مشرانو کښے يو ما ته مخ راواړولو اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”دا خلق چه سپينے جامے ئے آغوستے دى، څوک دى اَؤ دَ کُومے راغلى دى؟“

۱۴ما جواب ورکړو چه ”زما مالِکه! تۀ خبر ئے، نۀ چه زَۀ.“

بيا هغۀ ما ته ووئيل چه ”دا هغه کسان دى چه دَ لوئے تنګسيا نه راغلى دى، هغوئ خپلے جامے دَ ګډُورى په وينو وينځلے اَؤ سپينے کړے دى. ۱۵ځکه خو دوئ دَ خُدائے دَ تخت دَ وړاندے ولاړ دى اَؤ دَ خُدائے په کور کښے شپه اَؤ ورځ دَ هغۀ په عبادت کښے لګيا دى، اَؤ هغه چه په تخت ناست دے، به دَ دوئ سره اوسيږى. ۱۶دوئ به بيا هيڅ کله نۀ وږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى اَؤ نۀ به تيزه ګرمى تکليف وررسوى. ۱۷ځکه چه کُوم ګډُورے چه دَ تخت په مينځ کښے دے، هغه به دَ دوئ شپُونکے وى اَؤ دوئ به دَ ژوند دَ اوبو چينو ته بيائى، اَؤ خُدائے به دَ دوئ دَ سترګو نه ټولے اوښکے پاکے کړى.“