دَ يوحنا مُکاشفات

شپږم باب

مُهرُونه

۱بيا ما وليدل چه هغه ګډُورى په اُوو مُهرُونو کښے يو مُهر مات کړو اَؤ ما دَ څلورو حيوانانو نه په يوه کښے دَ تندر په شان دا آواز واؤريدو چه ”راشه!“ ۲اَؤ ما وکتل چه هلته يو سپين آس وو اَؤ دَ سوارۀ سره ئے لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو اَؤ هغه په آس سور لاړو چه فتح بيا مُومى.

۳هر کله چه ګډورى دويم مُهر مات کړو نو ما واؤريدل چه دويم حيوان وائى چه ”راشه!“ ۴اَؤ يو بل اس راغے چه تک سُور وو اَؤ دَ هغۀ سوارۀ ته دا اِختيار ورکړے شو چه دَ مزکے نه امن يوسى اَؤ چه سړى يو بل وژنى، اَؤ هغۀ ته يوه لويه تُوره ورکړے شوه.

۵کله چه ګډُورى دريم مُهر مات کړو نو ما دَ دريم حيوان دا آواز واؤريدو چه ”راشه!“ نو زَۀ څۀ ګورم چه يو تور آس راغے اَؤ دَ هغۀ دَ سوارۀ په لاس کښے يو تله وه. ۶اَؤ ما دَ څلورو حيوانانو دَ مينځه يو آواز واؤريدو چه وئيل ئے چه ”دَ ټولے ورځے مزدُورى دَ درے پاوه غنمو په سر اَؤ دَ ټولے ورځے مزدورى دَ نهه پاوه وربشے په ډوډئ، خو دَ ښونانو تيلو اَؤ شرابو ته نقصان مه رسوئ.“

۷کله چه ګډُورى څلورم مُهر مات کړو نو ما دَ څلورم حيوان دا آواز واؤريدو چه ”راشه!“ ۸اَؤ زَۀ څۀ ګورم چه زيړ آس وو اَؤ دَ سوارۀ نُوم ئے مرګ وو اَؤ عالمِ ارواح ورپسے جُخت راروان وو. هغوئ ته دَ څلورمے برخے مزکے اِختيار ورکړے شوے وو چه په جنګ، په قحط، په وبا اَؤ په ځنګلى ځناورو خلق مړۀ کړى.

۹هر کله چه ګډُورى پينځم مُهر مات کړو نو ما دَ قُربان ګاه دَ لاندے دَ هغو خلقو رُوحُونه وکتل چه دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ خپلے ګواهئ په وجه قتل کړى شوى وُو. ۱۰هغوئ په زوره چغه کړه چه ”مالِکه! پاکه اَؤ رښتُونى خُدايه! تر څو به فيصله ونۀ کړے اَؤ دَ مزکے دَ اوسيدُونکو نه به زمُونږ دَ وينے بدل وانۀ خلے؟“ ۱۱هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه اَؤ ورته ووئيلے شول چه ”لږ شان تر هغے صبر وکړئ چه ستاسو ټول ورُوڼه اَؤ په خدمت کښے ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“ ۱۲بيا ما وکتل چه ګډُورى شپږم مُهر مات کړو اَؤ يوه سخته زلزله راغله اَؤ نمر دَ جنازے دَ ټاټ په شان تور شو اَؤ سپوږمئ لکه دَ وينو سره شوه. ۱۳اَؤ ستورى له آسمان نه په مزکه داسے راپريوتل لکه چه دَ اِينځر نه دَ سيلئ په وجه کچه ميوه راپريوزى. ۱۴اَؤ آسمان داسے فنا شو لکه کتاب چه ټپ کړے شى اَؤ هر غر اَؤ هره جزيره دَ خپله ځايه وخوزيده. ۱۵نو بيا دَ مزکے بادشاهانو، سردارانو، جرنيلانو، شته منو، طاقتورو، غُلامانو اَؤ آزادو ټولو خلقو په غارُونو اَؤ دَ غرُونو په ګټانو کښے خپل ځانُونه پټ کړل. ۱۶اَؤ هغوئ غرُونو اَؤ ګټانو ته چغے کړے چه ”په مُونږ راپريوزئ اَؤ مُونږ په تخت دَ پاسه ناست دَ مخے نه اَؤ دَ ګډُورى دَ غضب نه پټ کړئ! ۱۷ځکه چه دَ هغوئ دَ غضب لويه ورځ راغلے ده اَؤ څوک ورته ټينګيدے شى؟“