دَ يوحنا مُکاشفات

پنځم باب

کتاب اَؤ ګډورے

١ څوک چه په تخت ناست وُو ما دَ هغۀ په ښى لاس کښے يو کتاب وليدو چه دَننه اَؤ بهر ليک پرے وُو اَؤ اُووۀ مُهرُونه پرے لګيدلى وُو. ٢ ما يوه طاقتوره فرښته وليده چه په چغو ئے وئيل چه”څوک دَ دے قابل دے چه کتاب پرانزى اَؤ مُهرُونه ئے مات کړى؟“ ٣ خو هيڅوک هم نۀ وُو،نۀ په آسمان کښے،نۀ په مزکه اَؤ نۀ دَ زمکے دَ لاندے وُو چه کتاب ئے خلاص کړے وے اَؤ يا ئے دننه کتلے وے. ٤ زما اوښکے بهيدلے ځکه چه هيڅوک هم دَ دے لائق نۀ وُو چه دا کتاب ئے پرانستلے شو يا چه ئے ورته کتلے شو. ٥ خو په مشرانو کښے يو راته ووئيل چه”ژاړه مه ځکه چه دَ يهوداه دَ خيل زمرے چه دَ داؤد دَ اصل نه دے،هغه بريالے شوے دے چه کتاب پرانزى اَؤ اُووۀ مُهرُونه ئے مات کړى. ٦ بيا ما دَ تخت په مينځ کښے،دَ څلورو حيوانانو اَؤ دَ مشرانو په دائره کښے لکه يو حلال شوے ګډورے ولاړ وليدو اَؤ دَ هغۀ اُووۀ ښکرُونه اَؤ اُووۀ ئے سترګے وے چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحونه دى چه ټولے دُنيا ته ليږلى شوى دى. ٧ اَؤ ګډُورے ورغے اَؤ په تخت ناست دَ ښى لاس نه ئے هغه کتاب واخستو. ٨ کله چه هغۀ واخستو نو څلور حيوانان اَؤ څليريشت مشران دَ هغه ګډُورى په وړاندے په سجده شول،اَؤ دَ هر يو مشر سره يو ستار وُو اَؤ ورسره دَ خوشبوئ نه ډک دَ سرو زرو جامُونه وُو چه دَ پاکانو دُعاګانے دى. ٩ اَؤ هغوئ يوه نوے سندره وئيله چه:

”تۀ دَ دے لائق ئے چه کتاب واخلے اَؤ مُهرُونه ئے مات کړے ځکه چه تۀ حلال کړے شوے اَؤ په خپله وينه دے دَ خُدائے دَ پاره له هر خيل،له هرے ژبے اَؤ له هر قوم اَؤ اُمت خلق په بيعه واخستل. ١٠ اَؤ له هغوئ نه تا دَ کاهنانو بادشاهى جوړه کړه چه زمُونږ دَ خُدائے خدمت وکړى اَؤ هغوئ به په مزکه بادشاهى کوى.“

١١ بيا چه ما وکتل نو دَ بے شماره فرښتو آوازُونه مے واؤريدل چه هغه دَ تخت اَؤ دَ حيوانانو اَؤ دَ مشرانو نه چاپيره وے اَؤ دَ هغوئ شمار په زرګُونو اَؤ لکُونو کښے وُو، ١٢ اَؤ هغوئ په زوره چغے وهلے چه:

”هغه ګډُورے چه حلال کړے شو،دَ دے لائق دے چه ټول قُدرت،دولت،حِکمت،لوئى،عزت،شان اَؤ تعريف ومُومى!“

١٣ اَؤ بيا ما واؤريدل چه ټول مخلُوقات چه په آسمان کښے،په مزکه باندے،دَ مزکے دَ لاندے يا په سمندر کښے دى،هغوئ ټولو چغے وهلے چه:

”دَ هغه چا څوک چه په تخت ناست دے اؤ ګډُورى ته شُکر،عزت،شان اَؤ قُدرت دِ تل تر تله وى!“

١٤ اَؤ دا څلورو حيوانانو”آمين!“ پرے ووے اَؤ مشران دَ عبادت دَ پاره په سجده پريوتل.