دَ يوحنا مُکاشفات

څلورم باب

دَ اِلهى عِبادت

۱دَ دے نه پس ما وکتل اَؤ څۀ ګورم چه په آسمان کښے يو پرانستے ور دے.

اَؤ ما دَ مخکښے په شان لکه دَ سُرنا آواز واؤريدو چه ما ته ئے وئيل، ”دلته راوخيژه، زَۀ به تا ته دا وښايم چه دَ دے نه پس به خامخا کيږى.“ ۲سمدستى ما دَ رُوحُ القُدس په وسيله رويا وليده چه په آسمان کښے يو تخت وو اَؤ په تخت يو کس ناست وو ۳چه دَ زبرجد اَؤ عقيق په شان پړقيدو، اَؤ دَ تخت نه چاپيره دَ بُوډئ ټال وو چه دَ زمرُدو په شان پړقيدو. ۴اَؤ دَ تخت نه ګير چاپيره څلريشت نور تختُونه وُو اَؤ په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چه سپينے جامے ئے آغوستے وے اَؤ دَ سرو زرو تاجُونه ئے په سر وُو. ۵اَؤ دَ تخت نه دَ بريښنا رڼا اَؤ دَ تندر آوازُونه راختل اَؤ دَ تخت نه وړاندے اُووۀ مشعلُونه بليدل چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحونه دى. ۶اَؤ وړاندے ئے دَ شيشے سمندر چه دَ بلور په شان ښکاريدو.

اَؤ دَ تخت نه چاپيره څلور حيونان وُو چه وړاندے وروستو ئے سترګے وے. ۷اول حيوان دَ زمرى په شان وو، دويم دَ غوائى په شان، دريم دَ بنى آدم څيره لرله اَؤ څلورم لکه دَ الوتُونکى عُقاب په شان وو. ۸دے څلورو حيوانانو چه هر يو شپږ وزرے لرلے اَؤ هر طرف ته ئے سترګے وے، شپه اَؤ ورځ بغير دَ دمے ئے دا ثنا وئيله : 

”قدُوس! قدُوس! قدُوس! رب القادر دَ ټولو،

هغه چه وو، چه دے، اَؤ چه راتلُونکے دے.“

۹اَؤ هر کله چه حيوانان دَ هغۀ چه په تخت ناست دے اَؤ تل تر تله ژوندے دے، لوئى، عزت اَؤ شکر ګذارى وکړى، ۱۰نو هغه څليريشت مشران هم چه په تخت ناست دى، هغۀ ته په سجده پريوزى اَؤ عبادت ئے کوى چه تل تر تله ژوندے دے، اَؤ هغوئ خپل تاجُونه دَ تخت دَ وړاندے کيږدى اَؤ په چغو شى : 

۱۱”اَئے زمُونږ مالِکه خُدايه! تۀ دَ عزت، لوئى اَؤ قُدرت مالِک يئے ځکه چه تا هر څۀ پيدا کړل اَؤ دا ستا په مرضئ پيدا شول اَؤ په وجُود کښے راغلل.“