دَ يوحنا مُکاشفات

دوه ويشتم باب

۱بيا فرښتے ما ته دَ ژوند دَ اوبو درياب وښودلو چه دَ بلور په شان پړقيدو اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډُورى دَ تخت نه ۲دَ ښار دَ سړک په مينځ کښے رابهيدلو. دَ درياب په دواړو غاړو دَ ژوندُون يوه ونه وه چه دولس ځله ميوه ئے نيوله، دَ کال دَ هرے مياشتے دَ پاره يوه. اَؤ دَ ونو پاڼے به دَ قومُونو دَ روغولو دَ پاره وے. ۳اَؤ په هغه ښار کښے به داسے هيڅ څيز مُوندلے نۀ شى چه خُدائے پرے لعنت کړے وى.

اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډورى تخت به هلته وى اَؤ دَ هغۀ خادمان به دَ هغۀ عبادت کوى. ۴هغوئ به هغه مخامخ وينى اَؤ دَ هغۀ نُوم به ئے په تندو ليکلے وى. ۵هلته به چرے شپه نۀ وى اَؤ نۀ به هغوئ ته دَ ډيوے يا دَ نمر حاجت وى ځکه چه مالِک خُدائے به دَ هغوئ رڼا وى، اَؤ هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.

دَ عيسىٰ راتلل

۶بيا فرښتے ما ته ووئيل چه ”دا خبرے دَ اِعتبار لائقے اَؤ رښتيا دى. مالک خُدائے چه خپل رُوح نبيانو له ورکوى، هغۀ خپله فرښته راوليږله چه دَ هغۀ خادمانو ته هغه څۀ وښايئ چه زر کيدُونکى دى.“ ۷اَؤ ”ياد لرئ چه زَۀ زر درځم! بختور دے هغه چه دَ دے کتاب دَ پيشن ګوئى خبرے منى.“

۸اَؤ ما يوحنا، دا ټول وليدل اَؤ آؤريدل اَؤ کله چه ما دا واؤريدل اَؤ وليدل نو زَۀ دَ هغے فرښتے په پښو کښے په سجده پريوتلم چا چه ما ته دا ښکاره کړى وُو. ۹خو هغے ما ته ووئيل، ”نه، داسے مه کوه! زَۀ خو ستا اَؤ ستا دَ ورُوڼو نبيانو اَؤ څوک چه دَ دے کتاب خبرے منى، په شان يو خادم يم. خُدائے ته سجده کوه!“ ۱۰بيا هغے ما ته ووئيل چه ”دَ پيشن ګوئى خبرے په دے کتاب کښے پټے مه ساته ځکه چه دَ هغو دَ پُوره کيدو وخت نزدے دے. ۱۱اَؤ څوک چه بدکاران دى، پريږده چه بدکارُونه کوى، اَؤ څوک چه پليت دى، په خپلے پليتئ کښے دَ آخته وى. څوک چه رښتينے وى هغه دِ په خپله رښتينئ کښے پاتے شى اَؤ څوک چه پاک وى هم دِ پاک پاتے شى.“

۱۲”هو! ګورئ! زَۀ عيسىٰ زر درځم اَؤ خپل اَجر دَ ځان سره راوړم چه هر يو له دَ هغۀ دَ عمل په مُطابق اَجر ورکړم. ۱۳الفه اوميګه زَۀ يم، الاول اَؤ الاخر، ازل اَؤ خاتمه.“

۱۴بختور دى هغه خلق چه خپلے جامے صفا وينځى، هغوئ به دَ ژوندُون دَ ونے حق ومُومى اَؤ ښار ته به په دروازو ورننوزى. ۱۵خو بهر به پليتان، جادُوګران اَؤ حرامکاران، قاتلان اَؤ بُت پرستان اَؤ ټول هغه څوک چه دروغ خوښوى اَؤ جوړوى پاتے شى.

۱۶”ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته در وليږله چه جماعتُونو له ګواهى ورکړى چه زَۀ دَ داؤد دَ څانګے اَؤ نسل نه يم اَؤ دَ صباووُن پړقيدُونکى ستورے.“

۱۷رُوحُ القُدس اَؤ ناوے وائى چه ”راشه!“

اَؤ هر آؤريدُونکے دِ هم وائى چه ”راشه!“

اَؤ څوک چه تږے وى، هغه دِ راشى، اَؤ څوک چه ئے غواړى، دَ ژوندُون له اوبو نه دِ ويړيا واخلى.

۱۸زَۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم چه دَ دے کتاب دَ پيشن ګويو کلام دے آؤرى، که څوک دَ ځانه څۀ په کښے زيات کړى نو خُدائے به هغۀ ته په دے کتاب کښے بيان شوى آفتُونه زيات کړى. ۱۹که څوک دَ پيشن ګويو دَ دے کتاب نه څۀ کمے وکړى نو خُدائے به دَ هغۀ دَ ژوند په ونه اَؤ دَ مُقدس ښار نه دَ هغۀ حِصه واخلى چه په دے کتاب کښے ئے بيان شوے دے.

۲۰اَؤ څوک چه دَ دے خبرو شهادت ورکوى هغه وائى چه ”هو، زَۀ زر درځم!“

آمين، مالِک عيسىٰ راشه!

۲۱دَ مالِک عيسىٰ فضل دِ په تاسو ټولو وى، آمين.