دَ يوحنا مُکاشفات

يوويشتم باب

نوے آسمان اَؤ نوے مزکه

۱بيا ما يو نوے آسمان اَؤ يوه نوے مزکه وليده ځکه چه وړُومبنے آسمان اَؤ وړُومبنئ مزکه غائب شوى وُو اَؤ سمندر هم نۀ وو. ۲اَؤ ما پاک ښار، يعنے نوے بيتُ المُقدس وليدلو چه دَ خُدائے له طرفه له آسمان نه راکُوزيدو، اَؤ دا داسے تيار کړے شوے وو لکه چه ناوے دَ خپل خاوند دَ پاره ښکلے تياره کړے شوے وى. ۳ما له تخت نه يو اُوچت آواز واؤريدو چه دا ئے وئيل چه ”ګورئ! اوس خُدائے دَ بنى آدمو په مينځ کښے استوګنه کوى، هغه به دَ هغوئ سره اوسيږى اَؤ هغوئ به دَ هغۀ اُمت وى اَؤ خُدائے به په خپله دَ هغوئ سره وى. ۴هغه به دَ هغوئ دَ سترګو ټولے اوښکے وچے کړى، هلته به نۀ مرګ، نۀ ويره، نۀ ژړا اَؤ نۀ دړد وى ځکه چه وړُومبى څيزُونه تير شوى دى.“

۵بيا څوک چه په تخت ناست وو، هغۀ ووئيل چه ”وګورئ! زَۀ ټول څيزُونه نوى کوم!“ اَؤ هغۀ ما ته ووئيل چه ”دا وليکه ځکه چه دا ټولے خبرے دَ اِعتبار لائقے اَؤ رښتيا دى.“ ۶نو ما ته ئے ووئيل چه ”وشو! الفه اَؤ اوميګه زَۀ يم، الاول اَؤ الاخر زَۀ يم. هر څوک چه تږے وى زَۀ به هغۀ ته دَ ژوندُون دَ اوبو له چينو نه دَ څښلو حق ويړيا ورکړم. ۷هر څوک چه غالب شى هغه به دَ دے وارث شى، زَۀ به دَ هغۀ خُدائے يم اَؤ هغه به زما زوئے وى. ۸خو دَ ويريدُونکو، بے ايمانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادُوګرانو، بُت پرستانو اَؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے دَ ګُوګړو اور بليږى، اَؤ دا دويم مرګ دے.“

نوے بيتُ المُقدس

۹بيا په هغه اُوو فرښتو کښے چه دَ اُوو آخرى آفتُونو ډک جامُونه ورسره وُو، يوه ما له راغله اَؤ وئے وئيل چه ”راځه! اَؤ زَۀ به تا ته ناوے وښايم، يعنے دَ ګډُورى ښځه به درته وښايم.“ ۱۰زَۀ دَ رويا په حالت کښے وم اَؤ فرښتے زَۀ يو لوئے اُوچت غر ته بوتلم اَؤ دَ بيتُ المُقدس پاک ښار ئے راته وښئيلو چه دَ خُدائے له طرفه له آسمان نه راکُوزيدو. ۱۱هغه دَ خُدائے په جلال روښانه وو، دَ هغۀ پړق دَ قيمتى جواهراتو په شان لکه دَ زبرجدو صفا اَؤ دَ بلور په شان وو. ۱۲دَ هغۀ يو لوئے اُوچت ديوال وو چه په کښے دولس دروازے وے اَؤ په هغو کښے دولس فرښتے وے، اَؤ په دروازو دَ بنى اِسرائيلو دَ دولسو خيلُونو نُومونه ليکلى شوى وُو. ۱۳نمرخاته ته درے دروازے وے، قطب ته درے، سهيل ته درے اَؤ نمر پريواتۀ ته درے دروازے وے. ۱۴دَ ښار دَ ديوال په بُنياد کښے دولس کاڼى وُو اَؤ په هغوئ دَ ګډُورى دَ دولسو رسُولانو نومُونه وُو. ۱۵کُومے فرښتے چه ما سره خبرے وکړلے، دَ هغے سره دَ سرو زرو يو ګز وو چه پرے دَ ښار هغه ديوالُونه اَؤ دروازے ناپ کړى. ۱۶اَؤ ښار په مربع شکل جوړ وو اَؤ څومره چه اُوږد وو هغه هومره پلن وو، اَؤ هغۀ په ګز دَ هغۀ اُوږدوالے، پلنوالے اَؤ اُوچتوالے چه يو برابر وُو، دوه نيم زره کيلوميټره وو، ناپ کړل. ۱۷دَ هغه ديوال شپيته ميټره اُوچت وو، دا اِنسانى پيمانه وه چه فرښتے استعمالوله. ۱۸ديوال دَ زبرجدو نه جوړ وو اَؤ ښار په خپله دَ سُوچه سرو زرو نه جوړ شوے وو اَؤ دَ صفا شيشے په شان پړقيدو. ۱۹دَ ښار دَ ديوال بُنيادُونه په قسما قسم قيمتى کاڼو ډولئ کړى شوى وُو چه اول دَ بُنياد کاڼے دَ زبرجدو وو، دويم دَ نيلم، دريم دَ شب چراغ، څلورم دَ زمرُد، ۲۰پينځم دَ سليمانى، شپږم دَ عقيقو، اُووم دَ سنګ يشب، اَتم دَ فيروزے، نهم دَ طوپاز، لسم دَ يمانى، يوولسم دَ سنګ سُنبلى اَؤ دولسم دَ ياقُوتو وو. ۲۱اَؤ هغه دولس دروازے دَ دولسو مرغلرو وے، هره دروازه دَ يوے مرغلرے نه جوړه وه. دَ ښار کُوڅے دَ صفا شيشے په شان دَ سُوچه سرو زرو وے.

۲۲ما په ښار کښے دَ خُدائے کور ونۀ ليدو ځکه چه مالِک قادر مُطلق خُدائے اَؤ ګډُورے دَ هغه ښار دَ خُدائے کور دے. ۲۳اَؤ ښار ته دَ نمر يا دَ سپوږمئ دَ ځليدو حاجت نِشته ځکه چه دا دَ خُدائے په نُور روښانه دے اَؤ دَ هغۀ ډيوه ګډورے دے. ۲۴دَ دے په رڼا به قومُونه ګرزى اَؤ دَۀ ته به دَ دُنيا بادشاهان خپلے لوئى راؤړى. ۲۵دَ ښار دروازے به ټوله ورځ پرانستے وى اَؤ هلته به شپه چرے نۀ وى. ۲۶دَ قومُونو دولت اَؤ لوئى به دَۀ ته راؤړے شى. ۲۷خو هيڅ ناپاک څيز به ورننوتے نۀ شى اَؤ نۀ پليت اَؤ نۀ دروغژن، خو صرف هغه دَ چا نُومُونه چه دَ ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى.