دَ يوحنا مُکاشفات

اتلسم باب

دَ بابل بربادى

۱له دے نه پس ما يوه بله فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليدله اَؤ دَ هغے لوئے اِختيار وو اَؤ مزکه دَ هغے په جلال رڼا شوه. ۲بيا هغے په اُوچت آواز چغه کړه، ”پريوت! لوئے بابل پريوتو! هغه دَ شيطانانو کور، دَ ټولو ناپاکو روحُونو اډه، اَؤ دَ کرک ناکو اَؤ مُردارو مارغانو کور دے. ۳ځکه چه ټولو قومُونو دَ هغے دَ بدکارئ شراب څښلى دى، دَ دُنيا بادشاهانو دَ هغے سره بدکارى کړے ده، اَؤ دَ دُنيا سوداګرانو دَ هغے دَ مستئ په سبب دولت راغونډ کړو.“

۴بيا ما له آسمان نه يو بل آواز واؤريدو چه وئيل ئے :  ”اَئے زما خلقو! له دے نه رابهر شئ چه دَ دے په ګُناهُونو کښے شريک نۀ شئ اَؤ چه دَ هغے په آفتُونو کښے شامل نۀ شئ. ۵ځکه چه دَ هغے ګُناهُونه تر آسمانه رسيدلى دى اَؤ خُدائے دَ هغے بدے چارے هيرے کړے نۀ دى. ۶هغے ته دَ خپلو کړو بدله ورکړئ، هغے چه کُوم کارُونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، اَؤ هغے چه په کُومے پيالئ کښے ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ. ۷هغے چه هر څومره لوئى اَؤ مستى وکړه هغه هومره ورته عذاب اَؤ وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښے وائى چه زَۀ دَ تخت مالِکه يم، زَۀ به دَ کونډو په شان ويرُونه نۀ کوم. ۸په دے وجه به په هغے په يوه ورځ کښے آفتُونه راشى يعنے، مرګ، قحط، ويره، اَؤ په اور به هم وسوزولے شى ځکه چه مالِک خُدائے زورَور دے چه ئے دَ دے فيصله واؤروله.“

۹دَ مزکے بادشاهانو چه دَ هغے سره بدکارى وکړه اَؤ دَ هغے په مستئ کښے ګډ شول، هر کله چه هغوئ دَ دے دَ سوزيدلو لُوګے ووينى نو هغوئ به پرے ژړا اَؤ وير وکړى. ۱۰هغوئ به لرے ولاړ وى اَؤ دَ هغے په عذاب به دَ ويرے دا وائى چه ”اَفسوس! اَفسوس په لوئے ښار دَ بابل! په زورَور ښار! چه تۀ په يوه ګينټه کښے برباد شوے!“

۱۱دَ دُنيا سوداګران به هم په بابل وير اَؤ ژړا کوى ځکه چه بيا به هيڅوک هم دَ هغوئ نوره سودا وانۀ خلى. ۱۲دَ سرو زرو، دَ سپينو زرو، قيمتى کاڼو، دَ مرغلرو، مهينے لټے، ارغوانى کپړے، دَ ريښمو قرمزى کپړے، دَ هر قسم دَ عُودو لرګى، دَ هاتى غاښُونه، دَ هر قِسم لوښى، دَ قيمتى لرګى هر قسم لوښى، دَ زيړو، دَ اوسپنو اَؤ دَ مرمرو، ۱۳دَ دار چينى، مسالے، خُوشبوئ عطر، لوبان، مے، تيل، ميده، غنم، اَؤ څاروى، ګډے، آسُونه، ګاډى، غُلامان اَؤ دَ بنى آدمو ځانُونه. ۱۴هغوئ به وائى چه ”کُومے ميوے ته چه ستا زړۀ وو، هغه له تا نه تلے ده، ټول دولت اَؤ کِشش ورک دے اَؤ بيا به ئے هيچرے ونۀ مُومے!“ ۱۵اَؤ دَ دے ټولو سوداګانو سوداګران چه ئے دَ دے په سبب دولتُونه وګټل، هغوئ به دَ هغے دَ عذاب له ويرے لرے ولاړ وى، ژړا اَؤ وير به کوى، ۱۶اَؤ وائى به چه ”اَفسوس! اَفسوس! په لوئے ښار چه دَ مهينے لټے اَؤ ارغوانى اَؤ قرمزى جامے به ئے آغوستلے اَؤ په سرو زرو قيمتى کاڼو اَؤ مرغلرو به ئے ځان ښکلے کړے وو. ۱۷اَفسوس! چه په يوه ګينټه کښے دولت برباد لاړو!“

بيا ټول دَ سمندرى جهاز کپتانان، سمندرى مُسافِران اَؤ ماڼګيان اَؤ هغه څوک چه په سمندرى ګټے خپله ګُزاره کوى، لرے ودريدل، ۱۸اَؤ چه دَ هغے سوزيدونکى لوګے ئے وليدو نو چغے ئے کړے، ”دَ دے لوئے ښار په شان بل چرته داسے ښار نۀ وو!“ ۱۹اَؤ هغوئ په خپلو سرُونو خاؤرے ونوستلے، وير اَؤ ژړا ئے کوله اَؤ دا ئے وئيل چه ”اَفسوس! اَفسوس! په هغه لوئے ښار چه دَ چا په دولت دَ سمندرى جهازُونو مالِکان مالدار شول، چه په يوه ګينټه کښے برباد شو!“

۲۰اَئے آسمانه! اَئے پاکانو، رسُولانو اَؤ نبيانو! پرے خوشحالئ کوئ، په دے وجه چه خُدائے په هغه فيصله وکړله څۀ چه هغوئ په تاسو کړے وه.

۲۱اَؤ بيا يوے قوتناکے فرښتے دَ ژرندے دَ يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو اَؤ سمندر ته ئے ورګُذار کړو اَؤ وئے وئيل چه ”دغه شان به دَ بابل لوئے ښار ونړولے شى اَؤ بيا به ئے هيڅوک ونه وينى. ۲۲اَؤ بيا به هيچرے په تا کښے دَ ستار، سندرغاړے، شپيلئ اَؤ دَ سُرنا آوازُونه وانۀ وريدے شى، اَؤ دَ يو کسب کسب ګر به هم په تا کښے ونۀ ليدے شى، اَؤ بيا به په تا کښے دَ ژرندے غرا وانۀ وريدے شى. ۲۳اَؤ نور به په تا کښے دَ ډيوے رڼا ونۀ ليدے شى اَؤ په تا کښے به بيا دَ زلمى اَؤ دَ ناوے خبرے وانۀ وريدے شى. يو وخت وو چه ستا سوداګران دَ دُنيا زورَور وُو اَؤ تا په خپل جادُو ټول قومُونه وغلول.“

۲۴دَ نبيانو دَ پاکانو اَؤ دَ هغه ټولو خلقو وينه په هغے کښے ومُوندلے شوه چه په مزکه وژلى شوى وُو.