دَ يوحنا مُکاشفات

شپاړسم باب

دَ خُدائے دَ قهر جامُونه

۱بيا ما دَ خُدائے له کور نه يو اُوچت آواز واؤريدو چه هغه اُوو فرښتو ته ئے وئيل چه ”لاړے شئ اَؤ دَ خُدائے دَ قهر اُووۀ جامُونه په مزکه توئ کړئ.“

۲نو اوله فرښته لاړه اَؤ په مزکه ئے خپل جام توئے کړو اَؤ دَ ناسور خوراکى دانے په هغه خلقو ښکاره شوے چه دَ ځنګلى ځناور نخښه ئے لرله اَؤ هغه بُت ته ئے سجده کړے وه.

۳اَؤ دويمے فرښتے خپل جام په سمندر کښے توئے کړو اَؤ دَ هغۀ اوبۀ دَ مړى دَ وينے په شان شوے اَؤ په سمندر کښے هر زنده سړے مړ شو.

۴اَؤ دريمے فرښتے خپل جام په دريابُونو اَؤ په چينو کښے توئے کړو اَؤ وينے شول. ۵بيا ما واؤريدل چه دَ اوبو فرښتے ووئيل چه ”اَئے قُدوسه خدايه! تۀ چه يئے اَؤ وے، تۀ په خپل عدالت کښے صادِق يئے. ۶ځکه چه هغوئ دَ پاکانو اَؤ ستا دَ نبيانو وينے توئے کړے دى اَؤ تا هغوئ ته دَ څښلو دَ پاره وينے ورکړے، هغوئ دَ دے لايق دى.“ ۷اَؤ ما دَ قُربانګاه چغه واؤريده، هو مالِکه خُدايه! تۀ په ټولو قادر يئے، ستا ټولے فيصلے رښتينے اَؤ په حقه دى.

۸اَؤ څلورمے فرښتے خپل جام په نمر توئے کړو اَؤ دا اِختيار ورله ورکړے شو چه په خپلو شُغلو خلق وسيزى. ۹اَؤ هغوئ بد بد وسوزيدل خو هغوئ دَ خُدائے په نُوم کُفر ووئيل چه دَ دے آفتُونو دَ نازلولو اِختيار لرى، اَؤ هغوئ دَ توبه ايستلو نه اِنکارى شول اَؤ نۀ ئے دَ هغۀ ثنا ووئيله.

۱۰اَؤ پينځمے فرښتے دَ ځنګلى ځناور په تخت خپل جام توئے کړو اَؤ دَ هغۀ په بادشاهئ کښے تيارۀ شوه. اَؤ خلقو دَ دړد نه خپلے ژبے چيچلے، ۱۱خو هغوئ دَ خپل دړد اَؤ دَ ناسُور په وجه آسمانى خُدائے ته کُفر ووے، اَؤ څۀ چه هغوئ کړى وُو، له هغے نه ئے توبه ونۀ کړله.

۱۲اَؤ شپږمے فرښتے خپل جام دَ فرات په لوئے درياب کښے توئے کړو اَؤ دَ هغۀ اوبۀ وچے شوے چه دَ نمر خاتۀ دَ بادشاهانو دَ پاره لار تياره شى. ۱۳بيا ما وليدل چه دَ اژدها دَ ځنګلى ځناور اَؤ دَ دروغژن نبى دَ خُلے نه دَ چيندخانو په شان درے ناپاک رُوحُونه راووتل. ۱۴دا ناپاک رُوحُونه وُو چه مُعجزے ښئى، هغوئ دَ دے دَ پاره ځى چه دَ دُنيا ټول بادشاهان دَ خُدائے القادر دَ لوئے ورځے دَ جنګ دَ پاره راجمع کړى.

۱۵”ګورئ، دَ غل په شان درځم! بختور دے هغه چه بيدار وى اَؤ جامے ئے آغوستے وى ځکه چه هغه به بربنډ نۀ شى اَؤ خلق به دَ هغۀ شرم ونۀ وينى!“

۱۶نو هغوئ بادشاهان هغه ځائے ته راجمع کړل چه په عبرانئ کښے ورته ارمِګدون وائى.

۱۷بيا اُوومے فرښتے خپل جام په باد توئے کړو اَؤ دَ خُدائے دکور له تخت نه يو اُوچت آواز راغے چه هغۀ وئيل چه ”دا وشوه!“ ۱۸له دے نه پس دَ بريښنا شُغلے اَؤ دَ تندر ګړزا اَؤ يوه دومره سخته زلزله راغله چه دَ بنى آدم دَ پيدايښت راسے چرے هم نۀ وه راغلے. ۱۹اَؤ هغه لوئے ښار په درے ځايه تقسيم شو اَؤ دَ دُنيا ښارُونه ونړيدل، اَؤ خُدائے ته لوئے بابل راياد شو بلکه دَ خپل غضب اَؤ قهر دَ شرابو نه ډکه پياله ئے هغۀ له ورکړه. ۲۰هره يوه جزيره غايبه شوه اَؤ يو غر هم ليدے نۀ شو. ۲۱اَؤ په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کيلو وزن برابر ږلئ ووريدله اَؤ هغوئ دَ ږلئ په آفت خُدائے ته کُفر ووئيل ځکه چه هغه آفت ډير سخت وو.