دَ يوحنا مُکاشفات

پنځلسم باب

فرښتے دَ آخرى آفتونو سره

۱بيا ما په آسمان کښے يوه لويه اَؤ عجيبه نخښه وليدله، اُووۀ فرښتے وے چه ورسره له تولو نه آخرى اُووۀ آفتُونه وُو، په دے آفتُونو دَ خُدائے قهر ختم شو.

۲ما وليدل چه دَ شيشے دَ سمندر په شان چه اور په کښے ګډ شوے وو، اَؤ دَ شيشے دَ سمندر سره هغه خلق چه په ځنګلى ځناور اَؤ دَ هغۀ دَ بُت اَؤ دَ هغۀ دَ نُوم په شمار غالب شوى وُو. دَ هغوئ په لاس کښے هغه ستارُونه وُو چه خُدائے ورله ورکړى وُو. ۳هغوئ دَ خُدائے دَ غُلام مُوسىٰ اَؤ ګډُورى حمدُونه داسے وئيل : 

”اَئے مالِکه قادر مُطلق خُدايه! ستا کارُونه لوئے اَؤ عجيبه دى اَؤ ستا لارے دَ حق اَؤ رښتيا دى، اَئے دَ قومُونو بادشاه! ۴څوک به ويره ونۀ کړى اَؤ ستا دَ نُوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چه تۀ يواځے پاک يئے. ټول قومُونه به راشى اَؤ ستا په وړاندے به سجده وکړى ځکه چه دا صفا ښکاره شوى دى چه ستا ټولے فيصلے دَ صداقت دى.“

۵اَؤ له دے نه پس ما وليدل چه په آسمان کښے دَ شهادت دَ خيمے پاک ځائے پرانستے شو، ۶اَؤ دَ هغے نه اُووۀ فرښتے دَ اُوو آفتُونو سره راووتلے اَؤ هغوئ مهينے جامے آغوستے وے چه صفا اَؤ ځلقيدُونکے وے اَؤ په سينو ئے دَ سرو زرو سينه بندُونه وُو. ۷بيا په څلورو حيوانانو کښے يو هغه اُوو فرښتو ته اُووۀ دَ سرو زرو جامُونه ورکړل چه دَ خُدائے دَ قهر نه ډک وُو، دَ هغه خُدائے چه تل تر تله به ژوندے وى. ۸اَؤ دَ خُدائے کور دَ خُدائے دَ جلال اَؤ قُدرت له لُوګى نه ډک شو اَؤ تر هغے هيڅوک ورننوتے نۀ شو تر څو چه دَ اُوو فرښتو اُووۀ آفتُونه پُوره شوى نۀ وُو.