دَ يوحنا مُکاشفات

ديارلسم باب

دوه ځنګلى ځناور

۱بيا ما له سمندر نه يو ځنګلى ځناور په راوتو وليدو. دَ هغۀ لس ښکرُونه اَؤ اُووۀ سرُونه وُو، اَؤ دَ هغۀ په ښکرُونو لس تاجُونه وُو اَؤ په هر سر ئے دَ کُفر يو نُوم وو. ۲ما چه کُوم ځنګلى ځناور وليدو، هغه دَ پړانګ په شان وو خو دَ هغۀ پښے دَ ميلُو په شان وے اَؤ خُلۀ ئے دَ مزرى په شان وه. اژدها هغۀ له خپل طاقت، بادشاهى اَؤ لوئے اِختيار ورکړو. ۳دَ هغۀ يو سر دَ مرګى يو ګُذار خوړلے وو خو هغه دَ مرګى پرهر ئے جوړ شوے وو اَؤ ټوله دُنيا په هغه ځناور پسے په حيرانتيا لاړه. ۴سړو هغه اژدها ته سجده وکړه ځکه چه هغۀ خپل اِختيار ځنګلى ځناور ته ورسپارلے وو، هغوئ ځناور ته هم سجده وکړه اَؤ دا ئے ووئيل چه ”څوک دَ دے ځناور په شان دے، اَؤ څوک ورسره جنګيدلے شى؟“

۵ځنګلى ځناور ته دا اِختيار ورکړے شو چه غټے غټے اَؤ دَ کُفر خبرے وکړى، اَؤ تر دوه څلويښتو مياشتو پورے دَ حُکومت واک ورکړے شو. ۶هغۀ په خُدائے پورے دَ کُفر خبرے وکړلے اَؤ دَ خُدائے نُوم اَؤ دَ هغۀ دَ آستوګنے ځائے اَؤ آسمانى مخلُوق ته ئے کنځل شروع کړل. ۷هغۀ ته دا هم اِختيار ورکړے شو چه دَ پاکانو سره جنګ وکړى اَؤ پرے غالب شى، اَؤ په ټولو خيلُونو اَؤ خلقو، ژبو اَؤ قومُونو اِختيار ورکړے شو. ۸اَؤ په مزکه ټول اوسيدُونکى به هغۀ ته سجده وکړى بے له هغو نه دَ چا نومُونه چه هغه حلال شوى ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے له ازل نه ليکلى دى.

۹څوک چه آؤريدے شى هغه دِ واؤرى. ۱۰چا ته چه قيديدل وى هغه به قيد شى، چا ته چه په تُوره قتل کيدل وى نو هغه به په تُوره قتل شى. په دے کښے دَ پاکانو زغم اَؤ ايمان په کار دے.

۱۱بيا ما يو بل ځنګلى ځناور وليدو چه له مزکے نه راووتو، هغۀ دَ ګډُورى په شان دوه ښکرُونه لرل خو دَ اژدها په شان ئے خبرے کولے. ۱۲هغه دَ اولنى ځنګلى ځناور ټول اِختيار دَ هغۀ په مخ کښے چلوى اَؤ هغه به مزکه اَؤ دَ هغے اوسيدُونکى مجبُور کړى چه هغوئ اول ځنګلى ځناور ته سجده وکړى چه دَ چا دَ مرګى پرهر چه جوړ شوے وو. ۱۳اَؤ هغۀ لوئے مُعجزے کولے تر دے چه دَ خلقو په وړاندے دَ آسمان نه مزکے ته اور وروى. ۱۴اَؤ هغۀ له دا اِختيار ورکړے شو چه دَ هغه ځنګلى ځناور په وړاندے مُعجزے وکړى اَؤ دَ مزکے اوسيدُونکى وغلوى اَؤ هغوئ دے ته تيار کړى چه دَ هغه ځنګلى ځناور په شان يو بُت جوړ کړى چه دَ تُورے ګُذار ئے خوړلے وو خو بيا هم ژوندے وو. ۱۵اَؤ هغۀ له دا اِختيار هم ورکړے شو چه دَ اولنى ځنګلى ځناور په بُت کښے ساه واچوى چه خبرے هم وکړى اَؤ هغه ټول کسان چه ورته سجده نۀ کوى، مړۀ کړى. ۱۶اَؤ دا چه هغه په لويو وړو، شته منو اَؤ غريبانو، غُلامانو اَؤ آزادو په ښى لاس يا په تندى يوه نخښه ولګوى. ۱۷اَؤ هيچا ته تر هغے دَ څۀ آخستلو يا خرڅولو اِجازت نۀ وى تر څو چه دَ دے ځنګلى ځناور نخښه، نُوم يا دَ نُوم شمار پرے نۀ وى.

۱۸دغه دَ حکمت کُنجى ده اَؤ هر هغه څوک چه پوهه لرى هغه دِ دَ ځناور دَ نُوم شمار کړى، دا شمار دَ يو سړى دے اَؤ دَ هغۀ دَ شمار حساب شپږ سوه شپږ شپيتۀ دے.