دَ يوحنا مُکاشفات

يوولسم باب

دوه ګواهان

۱ما ته دَ ګز په شان يوه اُوږده لښته راکړے شوه اَؤ راته ئے ووئيل چه ”اوس پورته شه اَؤ دَ خُدائے کور اَؤ قُربان ګاه کچ کړه اَؤ دَ عبادت کوُونکو تعداد شمار کړه. ۲خو دَ خُدائے دَ کور بهرنے غولے مه کچ کوه ځکه چه هغه غيرو قومُونو له ورکړے شوے دے اَؤ هغوئ به دا پاک ښار تر دوؤ څلويښتو مياشتو پورے پايمال کړى. ۳اَؤ زَۀ به خپل دوه ګواهان دَ ټاټ جامے آغوستے دَ پيشن ګوئى دَ پاره مقرر کړم اَؤ دوئ به تر دولس سوه شپيتۀ ورځو پورے نبوت کوى.“

۴دا هغه دوه دَ ښونۀ ونے اَؤ دوه ډيوټُونه دى کُوم چه دَ مزکے دَ مالِک دَ وړاندے ولاړ دى. ۵که څوک دوئ ته نُقصان رسول غواړى نو دَ دوئ دَ خُلے نه اور راوريږى اَؤ دَ دوئ دُښمنان به ونغړى اَؤ دغه شان به هغه هر څوک چه دوئ ته نقصان رسول غواړى، مړۀ شى. ۶دوئ اِختيار لرى چه آسمان بند کړى چه بيا دَ دوئ دَ نبوت په دور کښے باران ونۀ شى، اَؤ دوئ هم اِختيار لرى چه له اوبو نه وينے جوړے کړى اَؤ په مزکه دَ خپلے مرضئ په مُطابق آفتُونه راولى.

۷اَؤ چه دوئ خپله ګواهى پُوره کړى نو دَ عالم ارواح نه به ځنګلى ځناور راوزى اَؤ دَ دوئ سره به جنګ ونښلوى اَؤ غالب به شى اَؤ مړۀ به ئے کړى. ۸اَؤ دَ هغوئ لاشُونه به دَ لوئے ښار په کُوڅو کښے پراتۀ وى، چرته چه دَ هغوئ مالِک هم په سولئ شوے وو، چه دَ مِثال په طور ورته صدوم اَؤ مصر وئيلے شى. ۹تر درے نيمو ورځو پورے به خلق، دَ هر خيل، دَ هرے ژبے اَؤ دَ هر قوم دَ دوئ لاشُونو ته ګورى اَؤ دَ دوئ دَ لاشُونو دَ ښخولو اِجازت به ورنۀ کړى. ۱۰دَ مزکے ټول خلق به ورته په سترګو کښے خاندى اَؤ خوشحالئ به کوى اَؤ يو بل ته به ډالئ ورکوى ځکه چه دغو دوو نبيانو دَ مزکے ټول خلق عذابول. ۱۱خو دَ درے نيمو ورځو نه پس خُدائے په هغوئ کښے دَ ژوندُون رُوح واچولو اَؤ هغوئ په خپلو پښو ودريدل اَؤ چا چه دا وليدل، هغه ټول ويريدل. ۱۲بيا دوئ يو اُوچت آواز له آسمان نه واؤريدو چه وئيل ئے چه ”دلته راشئ!“ اَؤ هغوئ په وريځو کښے آسمان ته لاړل اَؤ دُښمنانو هغوئ ته کتل. ۱۳هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، دَ ښار لسمه حصه راوغورزيدله اَؤ اُووۀ زره کسان په دے زلزله کښے هلاک شول اَؤ نورو په ويره کښے دَ آسمانى خُدائے ثنا وئيله.

۱۴دويم اَفسوس تير شو خو دريم زر راتلُونکے دے.

اُوومه سُرنا

۱۵بيا اُوومے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ په آسمان کښے په زوره دا چغے واؤريدے شوے چه :  ”دَ دُنيا بادشاهى زمُونږ دَ رب اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح ده اَؤ هغه به تل تر تله حُکومت کوى!“ ۱۶اَؤ هغه څليريشت مشران چه دَ خُدائے دَ وړاندے په خپلو تختُونو ناست وُو، هغوئ پړمخے په سجده پريوتل اَؤ دَ خُدائے دا ثنا ئے ووئيله چه : 

۱۷”اَئے ربه خُدايه! القادره! مُونږ ستا شکر کوُو، تۀ چه ئے اَؤ چه وے، ځکه چه تا خپل لوئے طاقت اَؤ بادشاهى په لاس کښے واخيسته. ۱۸قومُونه په قهر شول ځکه چه ستا دَ قهر وخت راغلے دے، دَ مړو دَ عدالت کولو وخت راغلے دے، ستا دَ خادمانو نبيانو دَ اَجر وخت راغلے دے، اَؤ ستا دَ پاکانو اَؤ دَ هغه ټولو لويو اَؤ وړو وخت چا چه ستا دَ نُوم عزت کولو. اَؤ دَ هغو دَ تباه کيدلو وخت راغلے دے چه ئے مزکه تباه کوى.“

۱۹په آسمان کښے دَ خُدائے کور پرانستے شو اَؤ په هغۀ کښے دَ هغۀ دَ وعدے صندُوق ښکاره شو، نو بيا دَ بريښنا شُغلے، دَ تندر ګړزا، زلزله اَؤ دَ ږلئ طُوفان راغے.