دَ يوحنا مُکاشفات

لسم باب

فرښته اَؤ ورکوټے کتاب

۱بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليده چه په وريځ کښے ئے خپل ځان نغښتے وو اَؤ چه دَ بُوډئ ټال ئے په سر وو، څيره ئے دَ نمر په شان ځليده اَؤ پښے ئے دَ اور دَ ستنو په شان وے. ۲اَؤ دَ هغے په لاس کښے يو ورکوټے پرانستلے کتاب وو. هغے ښئ پښه په سمندر کيښودله اَؤ ګسه پښه ئے په مزکه کيښودله. ۳بيا هغے دَ مزرى دَ غړمبا په شان يوه لويه چغه وويستله اَؤ کله چه هغے چغے کړلے نو اُووۀ تندرُونه وګړزيدل. ۴ما دَ هغو اُوو تندرُونو دَ آوازُونو نه پس ليکل خو ما دَ آسمان نه دا آواز واؤريدو چه ”دا پټ وساته، هر څۀ چه اُوو تندرُونو وئيلى دى، دا مه ليکه.“

۵بيا هغه فرښته چه ما په سمندر اَؤ مزکه ولاړه ليدلے وه هغے خپل ښئ لاس آسمان ته اُوچت کړو. ۶اَؤ په هغه چا ئے قسم وخوړلو چه تل تر تله ژوندے دے اَؤ په آسمان، مزکه، سمندر اَؤ په دوئ کښے ئے هر څۀ پيدا کړى دى چه ”اوس نور ډيل نۀ دے په کار! ۷خو هر کله چه دَ اُوومے فرښتے دَ سُرنا غږولو وخت راځى نو دَ خُدائے پټ مطلب لکه څنګه چه هغۀ خپلو خادمانو نبيانو ته زيرے ورکړے دے، به پُوره شى.“

۸هغه آواز چه ما له آسمان آؤريدلے وو، ما سره بيا په خبرو شو اَؤ وئے وئيل چه ”لاړ شه اَؤ په سمندر اَؤ په مزکه ولاړے فرښتے دَ لاسه هغه پرانستلے کتاب واخله.“

۹نو بيا زَۀ هغے فرښتے ته لاړلم اَؤ ورته مے ووئيل چه ما له هغه پرانستلے ورکوټے کتاب راکړه. نو هغے ووئيل چه ”واخله اَؤ وئے خوره، دا به ستا خيټه ترخه کړى سره دَ دے چه ستا په خُلۀ کښے به ئے خوند لکه دَ شاتو خوږ وى.“

۱۰نو ما هغه ورکوټے پرانستلے کتاب دَ فرښتے دَ لاسه واخستو اَؤ ومے خوړلو اَؤ په خُلۀ ئے لکه دَ شاتو خوند راکړو خو چه مے تير کړو نو زما خيټه ئے ترخه کړه. ۱۱بيا هغوئ ما ته ووئيل چه ”ضرورى دى چه بيا په ډيرو خلقو اَؤ قومُونو اَؤ ژبو اَؤ بادشاهانو ته پيشن ګوئى وکړے.“