د زبور کِتاب

نهم زبور

د سرود مشر دپاره د حضرت داود يو نظم چې په یو قسم ساز کښې د هغهٔ د زوئ د مرګ په حقله وغږولے شو

د خُدائ د اِنصاف دپاره شکر ګذارى

۱زهٔ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،

زهٔ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم.

۲زۀ به يم خوشحاله او ستا له سببه خوشحالى کوم،

اے خُدائ تعالىٰ زهٔ به په سندرو کښې ستا د نوم ثناء صِفت کوم.

۳زما دشمنان چې کله وتښتيدل،

هغوئ تيندکونه وخوړل او ستا په وړاندې تباه شول.

۴تا زما په حق کښې وکړه فېصله،

ناست يې په خپل تخت په اِنصاف خپل عدالت کوې.

۵بدعمله تباه کړی دی تا، قومونه رټلی دی تا،

د تل دپاره دې نام و نشان ورله ختم کړے دے.

۶بې کچه تباهى دې د دشمن ښارونه نابود کړی دی،

نام و نشان د هغوئ دې ختم کړے دے.

۷خو د تل دپاره مالِک خُدائ به بادشاهى کوی،

قائم کړے يې خپل تخت دے او اِنصاف به کوی.

۸او هغه اِنصاف سره په دنيا عدالت کوی،

هغه به په قومونو په اِنصاف سره حکومت وکړی.

۹د مظلومانو دپاره مالِک د امان ځائ دے،

په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے.

۱۰څوک چی دې نوم پېژنى په تا توکل کوی،

مالِکه خُدایه، څوک چې دې لټون کوی تا يواځې نهٔ دی پریښی.

۱۱په سندرو کښې د هغه مالِک خُدائ ثنا صفت کوى،

څوک چې په صيون کښې په تخت ناست دے،

قومونو ته بيان کړئ هغۀ چې څۀ کړى دی.

۱۲هغه به قاتلانو نه بدل اخلی،

د مظلومانو نه بې خبره نهٔ دے

او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بې خبره دے.

۱۳رحم په ما وکړه، ای مالِکه خُدایه،

ګوره دشمنانو ډیر تنګ کړے یم،

ما د مرګ د خولې نه را آزاد کړه.

۱۴د صيون په دروازو به ستا صِفت او د خلاصُون خوشحالى وکړم

نو داسې به زۀ ستا د ثناء صِفت اِعلان وکړم.

۱۵قومونه کومه کنده چې وباسى نو په خپله ورګزار به شی،

په پټ خور کړى دام کښې خپله راګېر به شی.

۱۶مالِک خُدائ پېژندلے شی، په خپل اِنصاف سره،

خو اوس راګېر دی بدعمله خپل کردار سره.

۱۷ځى به لاندې قبر ته ټول بد کاران،

چې هير کړے يې مالِک خُدائ دے هغه ټول قومونه به وى ورروان.

۱۸حاجت لرونکې به د تل دپاره هيرولے نۀ شی،

دا مظلومان خلق به نا اميده پاتې نۀ شی.

۱۹پاڅه، اے مالِکه خُدایه، بنيادم چې سرکشى ونۀ کړی،

د قومونو دې عدالت ستا د وړاندې وشی.

۲۰تهٔ مالِکه خُدایه يره باندې هغوئ وويرَوه،

قومونه تهٔ په دې پوهه وه چې هغوئ فانې دی.