د زبور کِتاب

اوم زبور

د حضرت داود یو نظم، کوم چې هغهٔ د بنې آمين قبيلې کوش په حقله مالِک خُدائ ته وئيلے وو

د اِنصاف دپاره دعا

۱اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تهٔ زما پناه یې،

د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دی،

۲ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى ټوټې به مې کړی،

هيڅ څوک به مې نۀ وى چې د هغوئ نه ما بچ کړی.

۳اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه،

کۀ ما د اِنصاف نه کار اخستے نۀ وى،

۴کۀ ما د خپل دوست سره بد کړې وی

کۀ نا حقه مې دشمن باندې حمله کړې وی،

۵نو بيا دې دشمن راپسې شی ما دې ووهی.

ما دې پرېږدی بې عِزتئ سره په خاورو کښې.

۶اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه،

زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه،

راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله.

۷راغونډ کړه ټول قومونه خپل ځان ته،

د خپل عرش نه په هغو‎ئ بادشاهی وکړه.

۸مالِک خُدائ په خپله د قومونو عدالت کوى.

تهٔ زما د صداقت اعلان وکړه، زهٔ بې ګناه یم، اے لویه خُدایه.

۹ختم کړه ظُلمونه د ظالِم ختم کړه،

آباد کړه صادِقان صادِقه خُدايه،

د زړۀ منصُوبې او فکرونه تۀ معلوموې.

۱۰هغه خُدائ تعالىٰ خو زما ډال دے،

بچ کوونکے چې د زړونو صادِقانو دے.

۱۱خُدائ پاک صادِق اِنصاف دار دے،

بد کارو ته هره ورځ په قهر وی.

۱۲کۀ څوک چرى په خپله توبه نهٔ کړی،

خُدائ به خپله تُوره ورته تېره کړی،

نو ليندې ته به لاس پورته کړی.

۱۳کړی هغه به تياره وسله تباه کوونکی،

او وُلی به خپل غشى بلېدونکى.

۱۴څنګه د بدو منصُوبې جوړوى، بدعمله خلق ګوره

د مصيبت نه هغوئ ډک وى او فریب کاره.

۱۵هغوئ د بل د غورزيدو دپاره ډوبه کنده تياروی

په هم دې کنده کښې به په خپله ورغورزیږی.

۱۶کوم مصيبت چې جوړوى هغوئ په خپله په کښې ګېر شی،

هغه ظُلمونه د هغوئ په خپل سر انبار شی.

۱۷شکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوُونکے دے

وایم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صفت.