د زبور کِتاب

شپږم زبور

د سرود مشر دپاره د اتهٔ تاره رباب ساز سره د حضرت داود یو زبور

د تکليف په وخت دعا

۱اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې

ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.

۲رحم په ما وکړه زهٔ کمزورے یم مالِکه خُدایه،

شفا راکړه هډُوکی مې ماتيږی مالِکه خُدايه.

۳په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وی

اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وی؟

۴اے مالِکه خُدايه ما خلاص کړه ما ته راوګرځه،

ما بچ کړه د خپلې لويې مينې سره.

۵څوک نۀ يادوى تا چې کله مړۀ شى.

څوک دے چې ستا ثناء صِفت يې په قبر کښې کړے دے؟

۶ستړے يم ډېر په ژړيدو سره،

بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړيدو سره،

او بالښت مې لوند شی په اوښکو سره.

۷سترګې مې کمزورې شوې خفګان سره،

سترګو مې کار پریښے دے دشمنئ سره.

۸ځئ زما نه ځئ ټول بدعمله رانه لاړ شئ،

زما ژړا مالِک خُدائ اورېدلې ده.

۹د رحم دپاره سوال مې اورېدلے دے، مالِک خُدائ،

دعا زما یې قبوله کړې ده مالِک خُدائ.

۱۰يرېږى به، شرمېږى به، زما ټول دشمنان،

راواپس به کړی هغوئ په ناګهانه بې‌عِزتۍ سره.