د زبور کِتاب

پينځم زبور

د سرود مشر دپاره د شپيلۍ ساز سره د حضرت داود یو زبور

د حفاظت دعا

۱اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه،

زما اسويلو ته توجو وکړه.

۲زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره،

زۀ تا ته سوال کومه زما خُدایه، زما بادشاه.

۳زما واوره سحر کښې زهٔ تا ته آواز کوم،

هر سحرکښې زۀ تا ته درخواست کوم

مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.

۴يو تۀ هغه خُدائ يې چې په بدو نهٔ خوشحاليږى،

بد کرداره به تا سره نهٔ اوسيږی.

۵ستا په وړاندې مغرور خو ودرېدے نۀ شی،

کوې کرکه د هغوئ نه چې بدکاره شی.

۶تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغجن وی،

مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوی.

۷ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته،

ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.

۸اے مالِکه خُدایه، په سبب زما د دشمنانو،

په خپل صداقت سره دې زما رهنمائی وکړه،

خپله نیغه لار دې ما ته راوښایه.

۹په خولهٔ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دی.

او په ژبه دروغ وائى او غړئ يې کولاو قبر دے.

۱۰اے پاکه خُدایه هغوئ ګناه ګار حساب کړه،

هغوئ په خپلو دامونو کښې راګیر کړه.

د ډيرو ګناهونو په وجه دوئ د خپل ځان نه وشړه،

ځکه چې هغوئ ستا خلاف سرکشی کړې ده.

۱۱خو څوک چې ستا پناه واخلى هغوئ دې خوشحالى کوی،

وائی سندرې تل تر تله بې غمۍ سره

وى دې ستا امان کښې ستا امان دې وى هغوئ باندې

هغوئ دې خوشحال وى چې ستا نوم سره مینه لری.

۱۲اے مالِکه خُدايه، تهٔ په خپله نيکانو ته برکت ورکوې،

تهٔ د خپل رحم ډال هغوئ نه چاپېره وی.