د زبور کِتاب

دويم زبور

۱قومونه ولې سرکشى کوی

ولې بېکاره منصُوبې جوړوی؟

۲بادشاهانو د دنيا د جنګ دپاره تيارے کړے دے،

حُکمرانانو يو اتفاق جوړ کړے دے،

او د مالِک خُدائ او د هغهٔ د غوره شوې خلاف راپورته شوی دی.

۳”راځئ زنځيرونه به مات کړُو،

د خُدائ د غلامۍ رسۍ به وغورزوُو.“

۴مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى،

کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.

۵نو بيا يې هغه په خپله غصه کښې رټى

او په خپل قهر او غضب سره يې يروی.

۶مالِک خُدائ وايى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر،

ما دے په صِيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“

۷زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم،

”تهٔ زما زوئ يې او نن زۀ ستا پلار شوم.

۸زما وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه،

زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دنيا ټول جائيدادونه.

۹د خاورين لوښى په شان به يې تهٔ ډکرې کړې،

هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“

۱۰اے حُکمرانانو هوښيار شئ،

اے د دنيا بادشاهانو خبردار شئ.

۱۱د يرې سره د مالِک خُدائ خدمت کوئ،

او په رپیدو سره د هغهٔ خوشحالی کوئ.

۱۲د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ،

نو هغه زر غصه کیږی، او ناڅاپه به تباه شئ،

هغه به بختور شی څوک چې د هغۀ پناه کښې راشی.