د زبور کِتاب

لسم زبور

د عدالت دپاره دعا

۱اے مالِکه خُدایه، تهٔ زما نه ولې، لرې ودرېږې؟

په وخت د مصيبت کښې تهٔ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟

۲په خپل غرور کښې بدکاران غريبانان خپل ځان ته پرزوى،

دوئ په خپله په خپلو بد چلونو کښې راګیر کړه.

۳د خپل نفس لافې کوی دا بدکاران،

په مالِک خُدائ لعنت کوی او د هغهٔ نه انکار کوی لالچيان.

۴خپل غرور کښې بدکاران طلب نهٔ کوی د خُدائ پاک،

په خپلو ټولو سوچونو کښې هیڅ پرواه نهٔ کړی د خُدائ پاک.

۵تل کاميابه وى هغوئ په دشمنانو پورې خاندى،

ستا قانون نۀ منی دا مغروران.

۶ځان سره دوئ وائی چې، ”هيڅ به مو نهٔ کړی په لړزان،

ټول عمر زهٔ به يم خوشحاله او د سختو به یم په امان.“

۷خولهٔ يې دروغجنه، کنځل ماره، دوکه بازه ده،

د هغهٔ ژبه غوڅونکې، تباه کونکې ده.

۸پروت د کلو خوا کښې پټ په پټه اِنتظار کوی،

وژنى بې ګناه ګورى د ورايه پرې ګذار کوی.

۹لکه زمری پټ په پرده کښې اِنتظار کوی،

نيسى غريبان پروت دے په پټه اِنتظار کوی،

رايې کاږى او په جال کښې يې راګېروی.

۱۰نو مظلومان په کښې چخڼې شی،

او د ظالِم د زور سره رالاندې شی.

۱۱بدکار د خپل ځان سره دا وائی چې، ”د خُدائ پاک هېر شوی دی،

چې هيڅ نۀ وينى، سترګې يې پټې کړی دی.“

۱۲اے مالِکه خُدايه، راپاڅه، او بدکارانو ته سزا ورکړه.

پاکه خُدایه مظلومان مه هيروه.

۱۳خُدائ ولې سپکوی دغه بدکاران؟

خپل ځان سره وائی چې، ”نهٔ شته تپوسونه،“ وائى دغه بدکاران.

۱۴خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان ولیدلو،

او تهٔ په خپله دا وينې او عدالت کوې.

تا ته ځان سپارلے دے بې وسه مظلومانو،

مل يې تهٔ او حفاظت کوې د بې پلارانو.

۱۵لاسونه مات کړه د بدکاره بدعمله اِنسان،

هغوئ له داسې بدله ورکړه چې يو ظالِم هم پاتې نۀ شی.

۱۶د مالِک خُدائ بادشاهى به تل تر تله وی،

د هغهٔ د دنيا نه به غېرقومونه هلاک شى.

۱۷اے مالِکه خُدایه، تا په خپله سوال زاری د مظلومانو واوریدله،

تهٔ هغوئ ډاډه کوې او سوالونه یې اورې،

۱۸تهٔ د بې پلاره مظلومانو محافظ يې،

نو فانې اِنسان به دوئ په دې دنيا کښې ویرولے نهٔ شی.