دَ فيليمون په نُوم دَ پولوس رسُول خط

اول باب

سلام

١ دَ پولوس له طرفه چه دَ مسيح عيسىٰ له خاطره په قيد کښے دے اَؤ دَ ورور تيموتيوس له طرفه،خپل ګران اَؤ ملګرى فيليمون ته، ٢ اَؤ خور افيه اَؤ خپل ملګرى اَؤ دَ مسيح سپاهى ارخيپوس اَؤ دَ فيليمون دَ کور دَ جماعت په نُوم،

٣ زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح دَ طرفه دِ فضل اَؤ سلامتى تاسو ته حاصله وى.

دَ فيليمون مينه اَؤ ايمان

٤ زَۀ هميشه دَ خپل خُدائے شُکر کوم اَؤ تا په خپلو دُعاګانو کښے يادوم، ٥ ځکه چه ما ستا دَ هغه مينے اَؤ ايمان په حال آؤريدو چه تۀ ئے دَ ټولو پاکانو اَؤ عيسىٰ مسيح سره لرے، ٦ دَ دے دَ پاره چه ستا دَ ايمان شراکت زمُونږ دَ هر خوئ په پيژندو کښے دَ مسيح دَ پاره اثر ولرى. ٧ ځکه چه اَئے وروره! ما ته ستا په مينه ډيره خوشحالى اَؤ تسلى شوے ده ځکه چه ستا په سبب دَ پاکانو زړُونه تازه شوى دى.

پولوس دَ اونيسيموس دَ پاره سفارش کوى.

٨ نو اګر که زَۀ په مسيح کښے ښۀ زړۀ ور يم چه تا ته دِ مُناسب حُکم درکړم، ٩ خو ما ته دا زياته غوره ښکارى چه زَۀ بوډا پولوس بلکه په دے وخت کښے دَ مسيح عيسىٰ له خاطره چه په قيد کښے يم، ١٠ دَ مينے په سبب درته دا سوال کوم چه دَ خپل زوئے اونيسيموس په حقله،څوک چه دَ قيد په حالت کښے په رُوحانى طور زما نه پيدا شو،درته دا خواست کوم. ١١ اول خو هغه ستا دَ څۀ کار نۀ وُو،ولے اوس ستا اَؤ زما دواړو دَ کار دے.

١٢ نو ما په خپله هغه،يعنے زما دَ سترګو تور،تا ته دراستولے دے. ١٣ هغه خو ما ځان سره پاتے کول غوښتۀ دَ دے دَ پاره چه ستا له طرفه زما خدمت وکړى،چه دَ زيرى دَ خاطره په دے قيد کښے يم. ١٤ خو ستا دَ مرضئ نه بغير ما هيڅ دسے کار کول ونۀ غوښتل،دَ دے دَ پاره چه ستا نيک کار دَ مجبورئ په وجه نه،بلکه دَ خوشحالئ سره وى.

١٥ ځکه چه کيدے شى چه اونيسيموس ستا نه دَ دے دَ پاره لږ وخت له جُدا شوے وى چه بيا تل دَ تا سره وى. ١٦ خو اوس ئے دَ غُلام په شان نه،بلکه دَ غُلام نه غوره،يعنے دَ يو خوږ ورور په شان چه هغه په ما ډير ګران دے،ځکه چه هغه غُلام هم اَؤ په مالِک کښے ورور هم دے،نو ځکه په تا دِ هم ډير زيات ګران وى.

١٧ نو کۀ تۀ ما خپل شريک ګڼے نو دئے داسے قبُول کړه لکه ما،١٨ اَؤ که دَۀ چرے ستا څۀ نُقصان کړے وى اَؤ يا پرے ستا څۀ پور وى نو هغه ما پسے وليکه. ١٩ زَۀ پولوس درته دا په خپل لاس ليکم چه په خپله به ئے ادا کړم،اَؤ دَ دے وينا هيڅ جاجت نِشته چه زما چه په تا څۀ پور دے هغه هم تۀ ئے. ٢٠ اَئے وروره! دَ مالِک دَ خاطره په ما مهربانى وکړه اَؤ په مسيح کښے دَ يو ورور په حيثيت په دے کار کښے ما خوشحاله کړه.

٢١ تا ته په ليکلو زما باور دے چه تۀ به زما درخواست پُوره کړے،بلکه دَ هغے نه هم زيات. ٢٢ دَ دے نه علاوه زما دَ ايساريدو دَ پاره يوه کوټه تياره کړئ ځکه چه زما اُميد دے چه ستاسو خلقو دَ دُعاګانو په جواب کښے خُدائے به مے برى کړى اَؤ تاسو ته به مے در ورسوى.

آخرى سلامُونه

٢٣ اِپفراس چه دَ مسيح له خاطره ما سره قيدى دے تا ته سلام وائى،٢٤ اَؤ مرقوس،اريسترخوس،ديماس اَؤ لُوقا هم چه په کار کښے ما سره ملګرى دى.

٢٥ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ ستاسو ټولو سره وى.