د شمېر کِتاب

پنځم باب

ناپاکه خلق

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جُذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى اؤ هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى. ۳نر يا ښځه چې ناپاکه وى نو هغوئ بهر ولېږه، چې خېمې پليتې نۀ کړى، چرته چې زۀ د خپلو خلقو په مېنځ کښې اوسېږم.“ ۴بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل اؤ داسې خلق يې د خېمو نه بهر کړل.

د جُرم په وجه جُرمانه کېدل

۵بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل چې، ۶”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې يو نر يا ښځه د چا خِلاف جُرم وکړى نو هغه د مالِک خُدائ نافرمانى کوى نو هغه کس به قصُوروار وى، ۷هغه دې خامخا د خپلې ګُناه اِقرار وکړى اؤ چې د چا خِلاف يې جُرم کړے وى نو هغه کس له دې پُوره تاوان ورکړى اؤ شل فى‌صده دې زيات هم ورکړى. ۸کۀ د مظلُوم کس نزدې خپلوان نۀ وى چې د جُرم تاوان ورته مِلاؤ شى، نو د جُرم تاوان به د مالِک خُدائ په نُوم اِمام له ورکړے شى، د دې سره به د مُجرم د کفارې د پاره يو ګډ هم وى. ۹بنى اِسرائيل چې هره يوه خاص برخه مالِک خُدائ ته پېش کوى نو هغه به د اِمام وى. ۱۰هر يو اِمام هغه ټولې نذرانې د ځان د پاره ساتلے شى چې کُومې ورکړے شوى وى.

يو شکمن خاوند

۱۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته حُکم وکړو ۱۲چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى :  کۀ يو سړے شکمن شى چې خپلې ښځې ورسره بې وفائى کړې ده اؤ د بل سړى سره يې زنا کړې ده اؤ د خپل ځان بې عِزتى يې کړې ده، خو کۀ د خاوند يقين پوخ نۀ وى، او کېدے شى چې د هغۀ ښځې دا خبره پټه ساتلې وى، ګواه هم نۀ وى اؤ په دې کار پورې نيولے شوې هم نۀ وى، يا داسې وشى چې يو خاوند په خپله ښځه باندې هسې شکمن شى، کۀ هغې بې وفائى هم نۀ وى کړې. ۱۵په داسې دواړو حالتُونو کښې سړے به خپله ښځه اِمام له بوځى. هغه به يو کيلو د اوربشو اوړۀ هم يوسى، خو هغه به په دې باندې د زيتُونو تېل نۀ اچوى اؤ نۀ به ورباندې خوشبوئى اچوى، ځکه چې دا نذرانه د شکمن خاوند د طرف نه ده، دا د دې د پاره پېش کېږى چې حقيقت څرګند شى. ۱۶اِمام به هغه ښځه وړاندې راولى اؤ د مالِک خُدائ د قُربان‌ګاه په مخکښې به يې ودروى. ۱۷هغه به په کنډول کښې څۀ مُقدسې اوبۀ واچوى اؤ د مالِک خُدائ د حضُور مُقدسې خېمې د دربار نه به لږه خاوره واخلى اؤ په اوبو کښې به يې واچوى چې ترخې شى. ۱۸بيا به هغه د ښځې وېښتۀ خوارۀ کړى اؤ د اوړو نذرانه به د هغې په لاس کښې کېږدى. اِمام به هغه جام په خپلو لاسُونو کښې ونيسى چې ترخې اوبۀ په کښې دى. دا د دې د پاره چې په هغه کس باندې لعنت راولى چې کُوم ګُناهګار وى. ۱۹بيا به اِمام هغه ښځه دې ته راضى کړى چې داسې قسم وخورى :  ”کۀ تا زنا کړې نۀ وى، نو چې دا اوبۀ کُوم لعنت راولى نو هغه به تا ته نُقصان نۀ رسوى. ۲۰خو کۀ تا زنا کړې وى، ۲۱نو مالِک خُدائ دې ستا نُوم ستا په خلقو کښې لعنتى کړى. تا دې شنډه کړى اؤ ستا خېټه دې وپړسوى. ۲۲دا اوبۀ به ستا خېټې ته ننوځى اؤ ستا خېټه دې وپړسوى اؤ تا دې شنډه کړى.“ نو ښځه به په جواب کښې داسې ووائى، ”آمين! هم داسې دې وشى.“ ۲۳بيا به اِمام دا لعنت په يو کاغذ باندې وليکى اؤ دا ليکل به د ترخو اوبو په جام کښې ووينځى. ۲۴د هغې نه مخکښې چې په ښځه باندې دا اوبۀ وڅښى، چې په هغې باندې سخت درد راولى، ۲۵اِمام به د ښځې د لاسُونو نه د اوړو د شک نذرانه واخلى، مالِک خُدائ ته وقف کولو د پاره به يې پورته کړى اؤ په قُربان‌ګاه باندې به يې پېش کړى. ۲۶بيا به اِمام د دې نه يو مُوټے واخلى، دا به د نذرانې د يوې نښې په شان وى اؤ په قُربان‌ګاه باندې به يې وسوزوى. په آخِر کښې به هغه په ښځه باندې اوبۀ وڅښوى. ۲۷کۀ هغې زنا کړې وى، نو اوبۀ به په هغې باندې سخت درد راولى، د هغې خېټه به وپړسېږى اؤ هغه به شنډه شى. د هغې نُوم به په خپلو خلقو کښې لعنتى شى. ۲۸خو کۀ هغه بې‌ګُناه وى، نو نُقصان به ورته نۀ رسېږى اؤ د هغې به بچى پېدا شى. ۲۹دا قانُون د داسې واقعو د پاره دے کۀ چرى يو سړے غېرت وکړى اؤ شکمن شى چې د هغۀ ښځې زنا کړې ده. ښځه به د مالِک خُدائ په حضُور کښې د قُربان‌ګاه په مخکښې ودرولے شى اؤ اِمام به دا رسم ادا کړى. ۳۱خاوند به د ګُناه نه خلاص وى، خو کۀ ښځه ګُناهګاره وى، نو هغې ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاؤ شى.