د شمېر کِتاب

پنځه دېرشم باب

د ليويانو د پاره ښارونه

۱د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانُونو کښې مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کُوم ميراث هغوئ ته مِلاؤ شوے دے د هغې نه به څۀ ښارونه د اوسېدو د پاره اؤ د ښارُونو نه ګېر‌چاپېره د څران زمکه خامخا ليويانو له ورکوى. ۳دا ښارونه به د ليويانو وى اؤ هلته به اوسېږى. د څران زمکه به د هغوئ د څاروو اؤ نورو ځناورو د پاره وى. ۴د څران زمکه به د ښار دېوالُونو نه بهر پينځۀ سوه ګزه په هر طرف خوره وى، ۵چې هغه علاقه څلور واړو طرفُونو ته تقريباً زر ګزه وى اؤ ښار يې په مېنځ کښې وى. ۶تاسو به ليويانو له د پناه د پاره شپږ ښارونه ورکوئ کۀ چرې يو سړے يو کس په غلطۍ سره ووژنى نو هلته به تښتى. د دې نه علاوه، هغوئ له دوه څلوېښت ښارونه ورکړئ ۷د څران د زمکې سره، د هغوئ به ټول اتۀ څلوېښت ښارونه وى. ۸په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارُونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړُوکوالى په اندازه معلُوم کړے شى.“

د پناه ښارونه

د ګردان کِتاب ۱۹ :  ۱‏-۱۳، د يشوَع کِتاب ۲۰ :  ۱‏-۹

۹مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۱۰”بنى اِسرائيلو ته ووايه :  کله چې تاسو د اُردن سيند نه پورې غاړه واوړئ اؤ د کنعان وطن ته ورننوځئ، ۱۱نو تاسو به د پناه ښارونه خوښ کړئ چې يو سړے په غلطۍ سره څوک مړ کړى نو چې هلته تښتېدلے شى. ۱۲هلته به د مړى د خپلوانو نه په حِفاظت کښې وى څوک چې بدل اخستل غواړى. چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به تر هغه پورې نۀ شى وژلے چې جرګې ته پېش شوے نۀ وى. ۱۳شپږ ښارونه خوښ کړئ، ۱۴چې درې د اُردن دې غاړى ته وى اؤ درې د کنعان په وطن کښې وى. ۱۵دا ځايُونه به د بنى اِسرائيلو اؤ د مُسافرو د پاره د پناه ښارونه وى چې هغوئ د پردى وطن وى يا په مستقله توګه اوسېدُونکى وى. هر څوک چې په غلطۍ سره څوک ووژنى نو هغه به دې ښارُونو ته تښتېدے شى. ۱۶خو، کۀ څوک د وسلحې، کاڼى، يا د لرګى سره څوک ووژنى، نو هغه قاتِل دے ووژلے به شى. ۱۹دا به د مړ شوى کس د نزدې خپلوانو ذِمه وارى وى چې قاتِل مړ کړى. چې کله يې هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى. ۲۰کۀ څوک د چا سره کينه لرى اؤ د هغۀ د مرګ منصُوبه جوړوى، په څۀ يې وولى اؤ يا ديکه ورکړى نو دا يې د قصده وژنى ۲۱يا يې په سُوک ووهى، نو هغه د قتل مُجرم دے اؤ هغه به وژلے شى. د مړى نزدې خپلوانو دا ذِمه وارى ده چې قاتِل مړ کړى. هغوئ يې چې کله هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى. ۲۲خو کۀ يو کس په غلطۍ سره څوک ووژنى چې د هغۀ سره يې کينه نۀ وى، کۀ په څۀ يې وولى اؤ يا يې ديکه ورکړى، ۲۳يا چې د چا خيال نۀ وى اؤ يو کاڼے وولى او څوک ورباندې مړ شى اګرچې هغۀ له يې د تکليف رسولو اِراده نۀ وى اؤ دُښمن يې هم نۀ وى، ۲۴نو په داسې حالاتو کښې به جرګه د هغه کس په حق کښې فېصله کوى د چا نه چې مړے شوے وى، نۀ چې د هغه مړ کس د خپلوان په حق کښې چې بدل اخستل غواړى. ۲۵جرګه به د مړى د خپلوان نه هغه کس بچ کوى چې په غلطۍ سره د قتل مُجرم وى اؤ هغوئ به هغه واپس د پناه ښار ته بوځى کُوم ته چې تښتېدلے وى. هغه به هلته تر هغه پورې ايسارېږى چې مشر اِمام مړ نۀ وى. ۲۶چې کُوم کس په غلطۍ سره د قتل مُجرم وى کۀ هغه د پناه د ښار نه لاړ شى کُوم له چې ورتښتېدلے وى ۲۷اؤ د مړى خپلوان هغه پېدا کړى اؤ وې وژنى، نو د دې بدل اخستلو په وجه هغه ګُناهګار نۀ دے. ۲۸کُوم کس چې په غلطۍ سره د قتل کولو مُجرم وى هغه به خامخا د پناه په ښار کښې تر هغه وخت پورې پاتې کېږى چې تر کُومې پورې مشر اِمام مړ نۀ وى، خو د هغې نه پس هغه واپس کور ته تلے شى. ۲۹دا قانُون به ستاسو اؤ ستاسو د اولاد د پاره وى چې په هر ځائ کښې اوسېږئ. ۳۰چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به صِرف په هغه وخت مُجرم ګڼلے شى اؤ مړ کولے به شى چې په هغۀ باندې دوه کسان يا دوؤ نه زيات ګواهان ګواهى ورکړى، د يو کس ګواهى د قتل د اِلزام ثابِتولو د پاره کافى نۀ ده. ۳۱قاتِل به خامخا وژلے شى. هغه د دې سزا نه په دې نۀ شى خلاصېدلے چې د صُلحې پېسې ورکړى. ۳۲کۀ څوک د پناه ښار ته تښتېدلے وى، نو هغه دې ته مۀ پرېږدئ چې د مشر اِمام د مرګ نه مخکښې د صُلحې پېسې ورکړى د دې د پاره چې کور ته واپس راشى. ۳۳هغه وطن مه پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه وطن پليتول دى اؤ چې په کُومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکېږى چا چې وينه توئ کړې وى. ۳۴هغه وطن مۀ پليتوئ چرته چې تاسو اوسېږئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم اؤ د بنى اِسرائيلو په مېنځ کښې اوسېږم.“