د شمېر کِتاب

دري دېرشم باب

د بنى اِسرائيلو د مِصر نه موآب ته سفر

۱بنى اِسرائيلو د لښکرو په شکل کښې په دې مرحلو کښې سفر وکړو اؤ د مُوسىٰ اؤ هارُون په مشرۍ کښې د مِصر نه لاړل. ۲د مالِک خُدائ په حُکم باندې، مُوسىٰ به هر ځل د هغه ځائ نُوم ليکلو چرته به چې هغوئ خېمې لګولې. ۳د کال د وړومبۍ مياشتې په پينځلسمه ورځ باندې بنى اِسرائيل د مِصر نه لاړل، دا د اول ځل د فسحې اختر پسې ورځ وه. هغوئ د رعمسيس ښار نه زړۀ ور لاړل چې ټولو مِصريانو ورته کتل، ۴چې چا خپل مشران زامن ښخول چې مالِک خُدائ وژلى وُو. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د خُدايانو سره اِنصاف کړے وو. ۵بنى اِسرائيل د رعمسيس ښار نه لاړل اؤ په سُکات کښې يې خېمې ولګولې. ۶بيا هغوئ په ايتام کښې خېمې ولګولې چې د صحرا په غاړه دے. ۷د هغه ځائ نه هغوئ فيها‌حيروت ته واپس شول، چې د بعل صفون نَمرخاتۀ په طرف دے اؤ مجدل ته نزدې يې خېمې ولګولې. ۸هغوئ د فيها‌حيروت نه لاړل، د سيند نه پورې وتل اؤ د شُور صحرا ته وردننه شول، د دريو ورځو مزل نه پس هغوئ په ماره کښې خېمې ولګولې. ۹د هغې ځائ نه هغوئ ايليم ته لاړل، چرته چې هغوئ خېمې ولګولې، ځکه چې هلته د اوبو دولس چېنې وې اؤ د کهجُورو اؤيا ونې وې. ۱۰هغوئ د ايليم نه لاړل اؤ سُور درياب ته نزدې يې خېمې ولګولې. ۱۱بيا هغوئ د سينا په بيابان کښې خېمې ولګولې. ۱۲بيا هغوئ د سينا بيابان نه لاړل اؤ په دفقه کښې يې خېمې ولګولې، ۱۳د دفقه نه الوش ته لاړل. ۱۴هغوئ د الوش نه خېمې اُوچتې کړې اؤ په رفيديم کښې يې ولګولې، چرته چې د خلقو د پاره د څښلو اوبۀ نۀ وې. ۱۵د رفيديم نه واخله تر د حُور غرۀ پورې هغوئ په دې ځايُونو کښې خېمې ولګولې :  د سينا په بيابان کښې، قبروت هتاوه، حصيروت، رتمه، رمون فارص، لبنه، رِسه، قهيلاته، د شافر په غرۀ کښې، حراده، مقهيلوت، تاحت، تِره، متقه، حشمونه، مسيروت، بنى‌يعقان، حور‌الجدجاد، يطبات، عبرونه، عصيون جابر، د سينا بيابان (چې قادِش دے) اؤ د حُور غر، چې د ادوم په لاره دے. ۳۸د مالِک خُدائ په حُکم باندې، هارُون اِمام د حُور غرۀ ته وختلو. د يو سل درويشتو کالو په عُمر کښې چې بنى اِسرائيل د مِصر نه راوتلى وُو د هغې په څلوېښتم کال د پينځمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغه مړ شو. ۴۰په جنُوبى کنعان کښې د عراد بادشاه خبر شو چې بنى اِسرائيل راروان دى. ۴۱د حُور غرۀ نه واخله تر د موآب مېدانُونو پورې بنى اِسرائيلو په دې ځايُونو کښې خېمې ولګولې :  صلمونه، فونون، اوبوت، د موآب په علاقه کښې عى عباريم، ديبُون جاد، علمون دبلاتايم، د نبُو غرۀ ته نزدې د عباريم غرُونه اؤ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانُونو کښې، د بيت يشېموت اؤ د کيکرو وادۍ په مېنځ کښې.

د کنعان د فتح کولو د پاره د مالِک خُدائ حُکم

۵۰د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانُونو کښې مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل ۵۱چې بنى اِسرائيلو ته ووايه :  ”کله چې تاسو د اُردن نه د کنعان وطن ته واوړئ، ۵۲تاسو د هغه وطن ټول اوسېدُونکى وشړئ. د هغوئ ټولې مجسمې اؤ بُتان مات کړئ اؤ د هغوئ ټولې لوړې عِبادت‌خانې ورانې کړئ. ۵۳هغه وطن قبضه کړئ اؤ په هغې کښې اوسېږئ، ځکه چې زۀ هغه تاسو له درکوم. ۵۴هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو اؤ قومُونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قوم له ډېره زمکه ورکړئ اؤ وړُوکى قوم له لږه زمکه ورکړئ. ۵۵خو کۀ تاسو د هغه وطن اوسېدُونکى ونۀ شړل، نو هغوئ به ستاسو د پاره داسې وى لکه چې په سترګو کښې تېرۀ خسڼے اؤ د لارې خنډ وى، چرته چې تاسو اوسېږئ نو هلته به هغوئ تاسو له تکليف درکوى. ۵۶کۀ تاسو هغوئ ونۀ شړل، نو زۀ به تاسو تباه کړم، لکه څنګه چې ما د هغوئ د تباه کولو منصُوبه جوړه کړې ده.“