د شمېر کِتاب

دوه دېرشم باب

د اُردن نَمرخاتۀ طرف ته قبيلې

د ګردان کِتاب ۳ :  ۱۲‏-۲۲

۱د روبين اؤ جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يصر اؤ جِلعاد زمکه د څاروو د پاره ښۀ وه، ۲نو هغوئ مُوسىٰ، اِلعازر اؤ د قوم نورو مشرانو له لاړل اؤ ورته يې ووئيل، ۳”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کُوم وطن نيولو کښې مدد کړے وو په هغې کښې دا ښارونه وُو :  عطاروت، ديبُون، يصر، نمراه، حسبون، العاليه، سبماه، نبُو اؤ بعون. دا زمکه د څاروو د پاره ښۀ ده اؤ مُونږ سره ډېر څاروى دى. ۵کۀ تاسو خوشه وى نو مُونږ له دا زمکه راکړئ چې زمُونږ ميراث شى، مُونږ ستاسو خِدمت‌ګار يُو اؤ مُونږ مۀ مجبُوروئ چې لاړ شُو اؤ د اُردن سيند نه پورې غاړه اوسېږُو.“ ۶مُوسىٰ ورته ووئيل، ”ستاسو ورُوڼه اِسرائيليان جنګ له روان دى اؤ تاسو دلته ايسارېږئ څۀ؟ ۷تاسو د بنى اِسرائيلو زړُونه ولې راماتوئ چې د اُردن سيند نه پورې شى اؤ هغه وطن ته ننوځى چې کُوم مالِک خُدائ ورکړے دے؟ ۸دغه شان ستاسو پلار‌نيکۀ هم کړى وُو کله چې ما هغوئ د قادِش برنيع نه ولېږل چې هغه وطن وګورى. ۹هغوئ د اشکول وادۍ پورې لاړل اؤ هغه وطن يې وليدو، خو چې کله هغوئ راواپس شول، نو هغوئ د بنى اِسرائيلو اِراده بدله کړه چې هغه وطن ته ورننه نۀ وځى کُوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو. ۱۰مالِک خُدائ په هغه ورځ په قهر وو اؤ يو لوظ يې وکړو :  ۱۱دوئ زما په لاره روان نۀ دى، نو زۀ قسم کوم چې کُوم خلق د مِصر نه راوتلى دى هغه يو سړے به هم هغه وطن ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى چې د کُوم وطن لوظ ما د اِبراهيم، اِسحاق اؤ د يعقُوب سره کړے وو. ۱۲خو د صرفد يفُنه زوئ کاليب قنيزى اؤ د نون زوئ يشوَع د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ پسې روان وُو. ۱۳مالِک خُدائ اِسرائيليانو ته په قهر وو اؤ څلوېښت کاله يې په بيابان کښې سرګردانه کړى وُو تر دې پورې چې هغه ټول نسل مړ شو چا چې مالِک خُدائ ناراضا کړے وو. ۱۴اؤ اوس تاسو د خپل پلار‌نيکۀ په ځائ يو نوې بد‌کاره نسل راغلے يئ چې د مالِک خُدائ سخت قهر په اِسرائيليانو باندې بيا راولئ. ۱۵د روبين اؤ جاد خلقو کۀ تاسو د هغۀ د لارې نه واوړئ، نو هغه به يو ځل بيا دا ټول خلق په بيابان کښې پرېږدى اؤ تاسو به د هغوئ د تباهۍ ذِمه وار يئ.“ ۱۶هغوئ مُوسىٰ ته نزدې ورغلل اؤ ورته يې ووئيل، ”اول، مُونږ له اِجازت راکړه چې دلته د خپلو ګډو د پاره شپول جوړ کړُو اؤ د خپلو ښځو اؤ ماشُومانو د پاره ښارونه جوړ کړُو. ۱۷بيا به مُونږ دې ته تيار يُو چې د خپلو بنى اِسرائيلو سره جنګ ته لاړ شُو اؤ حمله وکړُو تر دې پورې چې هغه وطن ته يې بوځُو چې کُوم به د هغوئ وى. نو په هغه دوران کښې به زمُونږ ښځې اؤ ماشُومان په هغه پَخو ښارُونو کښې اوسېږى، دا ښارونه به د هغه وطن د خلقو نه د حِفاظت د پاره وى. ۱۸مُونږ به تر هغه وخت پورې خپلو کورُونو ته نۀ راوپس کېږُو چې نورو ټولو بنى اِسرائيلو ته هغه وطن په ميراث کښې حواله شوے نۀ وى. ۱۹مُونږ به د اُردن هغه غاړې نه د هغوئ هيڅ جائيداد هم نۀ اخلُو، ځکه چې مُونږ ته خپله حِصه دلته د اُردن نَمرخاتۀ طرف ته مِلاؤ شوې ده.“ ۲۰مُوسىٰ ورته ووئيل، ”کۀ تاسو هم دغه شان کوئ چې څنګه وايئ، نو دلته د مالِک خُدائ په حضُور کښې د جنګ د پاره تلو ته تيار شئ. ۲۱ستاسو د جنګ ټول سړى به د اُردن نه پورې وځى اؤ د مالِک خُدائ د حُکم لاندې به زمُونږ په دُښمن حمله وکړى تر څو چې مالِک خُدائ هغوئ له شکست ورکړى ۲۲اؤ هغه وطن ونيسى. بيا تاسو راواپس کېدے شئ، ځکه چې تاسو به د مالِک خُدائ اؤ د خپلو بنى اِسرائيلو سره ذِمه وارى پُوره کړې وى. نو د مالِک خُدائ په نظر کښې دا وطن ستاسو دے. ۲۳خو کۀ تاسو خپله وعده پُوره نۀ کړه، نو زۀ تاسو خبروم چې تاسو به د مالِک خُدائ خِلاف ګُناه وکړئ. چې دا غلطى ونۀ کړئ، ګنى تاسو ته به د خپلو بدو سزا مِلاؤ شى. ۲۴خپل ښارونه جوړ کړئ اؤ د خپلو ګډو د پاره شپول جوړ کړئ، خو چې کُومه وعده مو کړې وى هم هغه شان وکړئ!“ ۲۵د جاد اؤ د روبين سړو ووئيل، ”صاحِبه! مُونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه تۀ حُکم کوې. ۲۶زمُونږ ښځې اؤ ماشُومان اؤ زمُونږ څاروى اؤ ګډې به دلته د جِلعاد په ښار کښې پاتې شى. ۲۷خو د مالِک خُدائ د حُکم لاندې مُونږ ټول تيار يُو چې جنګ له لاړ شُو. مُونږ به د اُردن نه پورې واوړُو اؤ جنګ به وکړُو، هم هغه شان چې څنګه تا ووئيل.“ ۲۸نو مُوسىٰ اِلعازر، يشوَع اؤ د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو له دا حُکم ورکړو :  ۲۹”کۀ د جاد اؤ روبين سړى د اُردن نه پورې شى چې هغوئ د مالِک خُدائ په حُکم باندې جنګ ته تيار دى اؤ کۀ د هغوئ په مدد سره هغه وطن فتح کړى، نو بيا هغوئ له د جِلعاد زمکه په ميراث کښې ورکړئ. ۳۰خو کۀ هغوئ د اُردن نه پورې نۀ وځى اؤ ستاسو سره جنګ له لاړ شى، نو هغوئ ته به د زمکې خپله حِصه د کنعان په وطن کښې ملاوېږى، لکه څنګه چې تاسو ته ملاوېږى.“ ۳۱د جاد اؤ روبين کسانو ورته ووئيل، ”صاحِبه! مُونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے. ۳۲د هغۀ د حُکم لاندې به مُونږ د کنعان وطن ته ورواوړُو اؤ جنګ ته به لاړ شُو، خو زمونږ ميراث به د اُردن هم دې غاړى ته وى.“ ۳۳نو مُوسىٰ د جاد اؤ روبين اؤ د منشه نيمې قبيلې ته د امورى بادشاه سيحون اؤ د بسن بادشاه عوج ټوله علاقه په حواله کړه، چې په کښې ښارونه اؤ ګېر‌چاپېره وطن هم وو. ۳۴د جاد قبيلې د ديبُون، عطاروت اؤ د عرو عير پاخۀ ښارونه بيا جوړ کړل. ۳۵ورسره د عطروت شوفان، يصر، يجبهه، ۳۶د بيت نمراه اؤ د بيت هاران ښارونه هم جوړ کړل. د هغې ګير چاپيره يې دېوالونه جوړ کړل او د خپلو رمو د ساتلو دپاره يې ځايونه هم جوړ کړل. ۳۷د روبين قبيلې دا ښارونه بيا جوړ کړل :  حسبون، العاليه، قريتايم، ۳۸نبُو، بعل معون، (دا نُومونه وروستو بدل کړے شول) اؤ سبماه. هغوئ چې کُوم ښارونه بيا جوړ کړل نو نوى نومُونه ورباندې کېښودل. ۳۹د منشه زوئ ماکير ډلې د جِلعاد په وطن حمله وکړه اؤ هغه يې ونيولو اؤ هلته چې کُوم اموريان وُو هغه يې ترې نه وشړل. ۴۰نو مُوسىٰ د ماکير ډلې له جِلعاد ورکړو اؤ هغوئ هلته اوسېدل. ۴۱د منشه قبيلې، يائير حمله وکړه اؤ څۀ کلى يې ونيول اؤ د ”يائير کلى“ نُوم يې ورباندې کېښودو. ۴۲نوبح حمله وکړه اؤ د قنات ښار اؤ د دې کلى يې ونيول اؤ خپل نُوم ”نوبح“ يې پرې کېښودو.