د شمېر کِتاب

يودېرشم باب

د ميديانيانو خِلاف جنګ

۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲”د بنى اِسرائيلو سره چې ميديانيانو څۀ کړى وُو د هغې بدل ترې نه واخله. کله چې تۀ دا وکړى نو مړ به شې.“ ۳نو مُوسىٰ خلقو ته ووئيل، ”د جنګ د پاره تيار شئ، چې تاسو په ميديانيانو حمله وکړئ اؤ د هغوئ نه د مالِک خُدائ بدله واخلئ. ۴د اِسرائيليانو د هرې قبيلې نه زر کسان د جنګ د پاره ولېږئ.“ ۵نو د هرې قبيلې نه زر زر سړى خوښ کړے شول، دولس زره سړو د جنګ د پاره ملا وتړله. ۶مُوسىٰ هغوئ د اِلعازر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ ته ولېږل، هغۀ د مُقدسو سامانُونو اؤ د بيګلو ذِمه وارى واخستله چې د اِشارو د پاره غږولے شول. ۷هغوئ په ميديانيانو باندې حمله وکړه، هم هغه شان چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو اؤ ټول سړى يې ووژل، ۸سره د پينځو ميديانيانو بادشاهانو چې دا وُو :  ايوى، رِقم، صور، حُور اؤ اربع. هغوئ د بعور زوئ بلعام هم ووژلو. ۹بنى اِسرائيلو د ميديانيانو ښځې اؤ ماشُومان ونيول، د هغوئ څاروى اؤ رَمې يې بوتلې، ټول مال يې ورله لُوټ کړو، ۱۰اؤ د هغوئ ټول ښارونه اؤ خېمې يې وسوزولې. ۱۱هغوئ ترې نه هغه ټول مالِ غنيمت يوړو چې کُوم يې نيولے وو، په دې کښې قېديان اؤ ځناور هم وُو، ۱۲اؤ مُوسىٰ، اِلعازر اؤ د بنى اِسرائيلو ټول قوم له يې راوړل، چې هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانُونو کښې وُو.

د لښکر راوپس کېدل

۱۳مُوسىٰ، اِلعازر اؤ د قوم ټول مشران لاړل چې د کېمپ نه بهر د لښکر سره مِلاؤ شى. ۱۴مُوسىٰ هغه آفسرانو ته سخت غُصه وو، چې د سلګُونو اؤ زرګُونو مشران وُو اؤ د جنګ نه راوپس شوى وُو. ۱۵مُوسىٰ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو دا ټولې ښځې ولې ژوندئ پرېښودلې دى؟ ۱۶ياد ساتئ چې زناناؤ د بلعام په نصيحت عمل وکړو اؤ په فعور کښې يې خلق د مالِک خُدائ نافرمانه کړل، او د دوئ په وجه د مالِک خُدائ په خلقو باندې وبا راغله، ۱۷نو اوس هغه هر يو هلک اؤ ښځه ووژنئ چا چې زنا کړې وى، ۱۸خو د ځان د پاره هغه ټولې جينکۍ اؤ ښځې ژوندئ پرېږدئ چې هيڅ کله يې زنا نۀ وى کړى. ۱۹نو ستاسو هر يو کس چې څوک يې وژلے وى يا د يو مړى سره لګېدلے وى نو هغه به اووۀ ورځې د خېمو نه بهر ايسارېږى. په دريمه اؤ په اوومه ورځ به خپل ځانُونه اؤ هغه ښځې پاکې کړئ چې کُومې مو نيولې دى. ۲۰تاسو به خپلې ټولې کپړې اؤ څرمنې، د چېلو ټولې وړۍ اؤ د لرګى نه جوړ شوے هر څيز پاک کړئ.“ ۲۱اِلعازر اِمام هغه سړو ته ووئيل کُوم چې د جنګ نه راواپس شوى وُو، ”دا هغه اصُول دى چې مالِک خُدائ يې مُوسىٰ ته حُکم کړے وو. ۲۲کُوم څيز چې نۀ سوزېږى، لکه سرۀ زر، سپين زر، زېړ، اوسپنه، قلائى، يا سيکه، نو د پاکوالى د پاره به د اور نه تېرولے شى. نور ټول څيزُونه به د پاکوالى د اوبو په ذريعه پاکولے شى. ۲۴په اوومه ورځ به تاسو خامخا خپلې جامې وينځئ، بيا به تاسو پاک شئ اؤ خېمو ته به ننوتلے شئ.“

د مالِ غنيمت تقسيمېدل

۲۵مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲۶”تۀ اؤ اِلعازر د قوم د نورو مشرانو سره، هغه ټول څيزُونه وشمېرئ چې کُوم نيولے شوى دى، سره د قيديانو اؤ ځناورو. ۲۷څۀ څيز چې نيولے شوے وى هغه په دوه برابرو حِصو کښې تقسيم کړئ، يوه حِصه به د هغو کسانو د پاره وى چې جنګ له تلى وى اؤ يوه حِصه به د نور قوم وى. ۲۸د هغو کسانو د حِصې نه چې جنګ ته تلى وى، د هرو پينځو سوو قيديانو نه، څاروو نه، خرو، ګډو اؤ د چېلو نه يوه برخه د مالِک خُدائ د پاره جُدا کړئ. ۲۹دا اِلعازر اِمام له د مالِک خُدائ د پاره د خاص نذرانې په توګه ورکړئ. ۳۰کُومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړې شوى وى د هغې نه، د هرو پنځوسو قيديانو نه، څاروو نه، خرو، ګډو اؤ د چېلو نه يوه برخه واخلئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذِمه وار دى.“ ۳۱مُوسىٰ اؤ اِلعازر هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۳۲دا هغه څۀ دى چې جنګ له تلو کسانو قبضه کړى وُو، د دې نه علاوه يې څۀ د خپلو ځانُونو د پاره هم پرېښى وُو :  شپږ لاکهه اؤ پينځه اؤيا زره ګډې اؤ چېلۍ، دوه اؤيا زره څاروى، يو شپېتۀ زره خرۀ اؤ دوه دېرش زره پېغلې چې هيڅ کله يې زنا نۀ وى کړې. ۳۶کُوم کسان چې جنګ له تلى وُو د هغوئ نيمه حِصه درې لاکهه اووۀ دېرش زره اؤ پينځۀ سوه ګډې اؤ چېلۍ وې، د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې شپږ سوه اؤ پينځۀ اؤيا وُو، شپږ دېرش زره څاروى د هغه کسانو د پاره چې جنګ له تلى وُو چې د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې دوه اؤيا وُو، دېرش زره اؤ پينځۀ سوه خرۀ د جنګ والا کسانو د پاره وُو، د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې يو شپېتۀ وُو، اؤ شپاړس زره پېغلې د هغه کسانو د پاره وې چې جنګ له تلى وُو، چې د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې دوه دېرش وُو. ۴۱نو مُوسىٰ اِلعازر له دا برخه د مالِک خُدائ د پاره د خاص برخې په توګه ورکړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۴۲د قوم حِصه هم هغه هومره وه چې څومره د هغه کسانو وه چې جنګ له تلى وُو :  درې لاکهه اووۀ دېرش زره اؤ پينځۀ سوه ګډې اؤ چېلۍ، شپږ دېرش زره څاروى، دېرش زره اؤ پينځه سوه خرۀ اؤ شپاړس زره پېغلې. ۴۷د دې حِصې نه مُوسىٰ د هر يو پنځوسو قيديانو اؤ ځناورو نه يو يو واخستلو اؤ چې څنګه مالِک خُدائ وئيلى وُو هم هغه شان يې دا ليويانو له ورکړل چې هغوئ د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذِمه وار وُو. ۴۸بيا هغه آفسران مُوسىٰ له لاړل کُومو چې د لښکر مشرى کړې وه ۴۹اؤ مُوسىٰ ته يې ووئيل، ”صاحِبه! مُونږ د جنګ والا کسان وشمېرل کُوم چې زمُونږ د مشرۍ لاندې وُو اؤ يو سړے هم په کښې کم نۀ دے. ۵۰نو مُونږ د سرو زرو کالى، بنګړى، کَړى، ګوتمې، والۍ اؤ هارُونه راوړُو چې مُونږ هر يو کس اخستى دى. اؤ مُونږ يې مالِک خُدائ ته د خپل ژوند په کفاره کښې پېش کړُو، چې هغه مو بچ کړى.“ ۵۱مُوسىٰ اؤ اِلعازر ترې نه هغه ټول سرۀ زر اؤ کالى واخستل. ۵۲د آفسرانو پېش کړے شوې برخه تقريباً دوه سوه کيلو وه. ۵۳چې کُوم کسان آفسران نۀ وُو هغوئ هغه لُوټ شوے مال د ځان د پاره کېښودو. ۵۴نو مُوسىٰ اؤ اِلعازر اِمام هغه سرۀ زر خېمې ته يوړل، چې د بنى اِسرائيلو د يادګېرنې د پاره د مالِک خُدائ په حضُور کښې پراتۀ وى.