د شمېر کِتاب

پنځويشتم باب

بنى اِسرائيل په فعور کښې

۱کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه. ۲ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ خُدايانو ته قُربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قُربانۍ وخوړلې اؤ د هغوئ د خُدائ عِبادت يې وکړو ۳چې د فعور بعل وو. نو مالِک خُدائ اِسرائيليانو ته په قهر شو. ۴اؤ مُوسىٰ ته يې ووئيل، ”د اِسرائيليانو ټول مشران بوځه اؤ د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غُصه د اِسرائيليانو نه سړه شى.“ ۵مُوسىٰ د بنى اِسرائيلى قاضيانو ته ووئيل، ”ستاسو هر يو کس به د خپلې قبيلې نه هر هغه سړے وژنئ څوک چې د فعور د بعل عِبادت کوُونکے جوړ شوے وى.“ ۶بيا يو بنى اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د مُوسىٰ اؤ د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضُور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو. ۷نو چې فينحاس، د اِلعازر زوئ اؤ د هارُون نمسى دا وليدل، هغه د ډلې نه پاڅېدو اؤ لاړو. هغۀ نېزه راواخستله، ۸اؤ په هغه سړى اؤ ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو اؤ نېزه يې د هغه سړى اؤ ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کُومې چې بنى اِسرائيل تباه کول، ۹خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو. ۱۰مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۱۱”فينحاس زوئ د اِلعازر چې د هارُون اِمام زوئ دے هغۀ زما غُصه د بنى اِسرائيلو د پاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل. ۱۲نو ورته ووايه چې زۀ د هغۀ سره د آمن تړون کوم چې د راتلُونکى ټولو وختُونو د پاره به وى. ۱۳هغه اؤ د هغۀ اولاد به د همېشه د پاره اِمامان مُقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو اؤ د بنى اِسرائيلو د ګُناه کفاره يې ادا کړه.“ ۱۴کُوم سړے چې د ميديانې ښځې سره وژلے شوے وو د هغۀ نُوم زِمرى وو، هغه د سلُو زوئ وو، چې د شمعُون په قبيلې کښې د يوې کورنۍ مشر وو. ۱۵د هغه ښځې نُوم کزبى وو. د هغې پلار صور، د ميديانې قبيلې د يوې ډلې مشر وو. ۱۶مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۱۷”په ميديانيانو حمله وکړه اؤ هغوئ تباه کړه، ۱۸د هغه بد عمل په وجه، چې په فعور کښې يې په دهوکه په تاسو باندې عِبادت وکړو اؤ د کزبى په وجه، چې هغه د وبا په وخت په فعور کښې وژلے شوې وه.“