د شمېر کِتاب

څليريشتم باب

۱نو بلعام ته دا پته ولګېده چې د مالِک خُدائ رضا دا وه چې اِسرائيليانو له برکت ورکړى، نو هغه فال کتلو له لانۀ ړو، لکه چې مخکښې تلے وو. هغه د صحرا په طرف روان شو ۲اؤ اِسرائيليان يې وليدل چې قبيله په قبيله يې خېمې لګولې وې. نو د خُدائ پاک رُوح په هغۀ باندې راغلو، ۳اؤ هغۀ دا پېغام ورکړو : 

”د بلعام د بعور د زوئ دا دے پېغام،

اؤ د دې سړى خبرې رېښتُونى دى،

۴د خُدائ پاک خبرې څوک اورى.

په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه

د قادر خُدائ پاک د طرف نه ما يوه رويا يعنى په ويښه خوب وليدو.

۵د اِسرائيليانو خېمې ښائسته دى،

۶د کهجُورو اُوږدو قطارُونو په شان

يا د سيند د غاړې د باغُونو په شان،

د مالِک خُدائ کَرلى عُود په شان

يا د اوبو په غاړه د دِيار په شان.

۷دا به په اوبو مَړې شى

اؤ د دې تُخم په اوبو مړو پټو کښې وکَره.

د هغوئ بادشاه به د اجاج نه لوئ وى،

اؤ د هغۀ بادشاهى به اُوچته وى.

۸خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راوويستل،

په هغوئ کښې د ځوان غوَيى په شان طاقت شته،

هغوئ خپل دُښمنان تباه کوى،

د هغوئ هډُوکى ماتوى اؤ په غشو باندې يې وولى.

۹دا قوم د طاقتور ازمرى په شان دے،

کله چې هغه ملاست وى، هيڅ څوک دا زړۀ نۀ شى کولې چې پايې‌څوى.

څوک چې اِسرائيليانو د پاره برکت وغواړى نو هغوئ به په خپله برکتناک شى،

اؤ څوک چې ورباندې لعنت ووائى نو هغوئ به په خپله لعنتيان شى.“

۱۰بلق د غُصې نه غاښُونه وچيچل اؤ بلعام ته يې ووئيل، ”ما تۀ د دې د پاره راغوښتلے يې چې زما په دُښمنانو باندې لعنت ووائې، خو ګوره! د لعنت په ځائ تا د هغوئ د پاره درې ځلې برکت غوښتلے دے. ۱۱نو ورک شه اؤ خپل کور ته لاړ شه! زما خيال دا وو چې اِنعام به درکړم، خو مالِک خُدائ دا اِنعام ستا په قسمت کښې نۀ دے ليکلے.“ ۱۲بلعام ورته په جواب کښې ووئيل، ”کُوم پېغام وړُونکى چې تا ما ته رالېږلى وُو ما هغوئ ته ووئيل چې ۱۳کۀ تۀ ما له ستا په محل کښې ټول سرۀ زر اؤ سپين زر هم راکړې، نو زۀ د ځان نه څۀ ښه يا بد نۀ شم کولے، څۀ چې ما ته مالِک خُدائ وائى نو زۀ به صِرف هغه کوم، زۀ د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى نۀ شم کولے.“

د بلعام آخرى پېغام

۱۴بلعام بلق ته ووئيل، ”اوس زۀ واپس خپلو خلقو له ځم، خو د تلو نه مخکښې زۀ تا له خبر درکوم چې په راتلُونکى وخت کښې به اِسرائيليان ستا د خلقو سره څۀ کوى.“ ۱۵بيا هغۀ دا پېغام ورکړو : 

”د بلعام د بعور د زوئ دا دے پېغام،

اؤ د دې سړى خبرې رېښتُونى دى،

۱۶څوک چې د خُدائ پاک خبرې اورى

اؤ هغه حِکمت اخلى چې د خُدائ تعالٰى نه راځى.

په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه

د قادر خُدائ پاک د طرف نه ما يوه رويا وليده.

۱۷زۀ راتلُونکے وخت وينم،

زۀ د اِسرائيليانو قوم وينم.

د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى.

دا ستورے به د اِسرائيليانو نه راشى.

هغه به د موآب مشران هلاک کړى

اؤ هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.

۱۸هغه به په ادوم کښې په خپلو دُښمنانو بريالے شى

اؤ د هغوئ وطن به قبضه کړى،

اؤ اِسرائيليان به مسلسل بريالى کېږى.

۱۹اِسرائيليان به هغوئ د خپو لاندې کړى

اؤ په ښار کښې چې څوک ژوندى پاتې وى نو هغه به تباه کړى.“

۲۰بيا بلعام په خپل رويا کښې عمالقيان وليدل اؤ دا پېغام يې ورکړو : 

”عمالقيان د ټولو نه زيات تکړه قوم دے،

خو په آخِر کښې به د همېشه د پاره ورک شى.“

۲۱هغۀ په خپل خيال کښې قينيان وليدل اؤ دا پېغام يې ورکړو : 

”ستاسو د اوسېدو ځائ ډېر پوخ دے،

داسې پوخ لکه چې د يو کور بُنياد يې په کاڼو ايښودے شوے وى،

۲۲خو تاسو قينيان به تباه شئ

کله چې اسوريان تاسو قېديان بوځى.“

۲۳بلعام دا پېغام ورکړو : 

”هغه څوک بچ کولے شى چې خُدائ پاک يې تباه کوى؟

۲۴سمندرى جهازُونه به د قبرص نه راشى،

هغوئ به اسُور اؤ عيبر فتح کړى،

خو په آخِر کښې به قبرص هم تباه شى.“

۲۵بيا بلعام روان شو اؤ واپس کور ته لاړو اؤ بلق هم په خپله مخه لاړو.