د شمېر کِتاب

درويشتم باب

۱بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته زما د پاره اووۀ قُربان‌ګاه جوړې کړه اؤ ما له اووۀ غوَيى اؤ اووۀ ګډان راوله.“

۲بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه بلعام وئيلى وُو، هغۀ اؤ بلعام يو غوَيے اؤ يو ګډ په هره يو قُربان‌ګاه باندې پېش کړل. ۳بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدُونکې نذرانې سره ايسار شه اؤ زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګندېږى اؤ کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو، ۴اؤ خُدائ پاک هغۀ ته راڅرګند شو. بلعام ورته ووئيل، ”ما اووۀ قُربان‌ګاه جوړې کړې دى اؤ يو غوَيے اؤ يو ګډ مې په هره يوه باندې پېش کړل.“ ۵مالِک خُدائ بلعام ته د وئيلو د پاره خبرې وښودلې اؤ واپس يې بلق ته ولېږلو چې هغۀ ته د هغۀ پېغام ورسوى. ۶نو هغه واپس لاړو اؤ وې ليدل چې بلق د خپلې سوزېدُونکې نذرانې سره ولاړ وو اؤ د موآب ټول مشران ورسره وُو. ۷بلعام دا پېغام ورکړو : 

”د موآب بادشاه زۀ راوستلے يم

د شام نه، د نَمرخاتۀ غرُونو نه.

هغۀ ووئيل چې، راشه اؤ زما د پاره ووايه.

په اِسرائيليانو باندې لعنت ووايه.

۸زۀ پرې څنګه لعنت وايم چې هغوئ خُدائ پاک نۀ وى لعنتى کړى،

چې مالِک خُدائ په څۀ اِلزام نۀ وى لګولے نو زۀ پرې څنګه اِلزام ولګوم؟

۹د لوړو کاڼو نه زۀ هغوئ ګورم،

د غرُونو نه زۀ هغوئ وينم.

هغوئ هغه خلق دى چې يواځې ژوند تېروى،

هغوئ ته پته ده چې دوئ د نورو قومُونو نه بختور دى.

۱۰د اِسرائيل اولاد د شګو په شان دے،

څوک داسې شته چې شګې وشمېرى؟

پرېږده چې زۀ مړ شم د خُدائ پاک د خلقو په شان،

پرېږده چې د صادِقانو په شان په آرام مړ شم.“

۱۱بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”دا تا څۀ وکړل؟ ما تۀ د دې د پاره راوستلے يې چې زما په دُښمنانو لعنت ووائې، خو تا د هغوئ د پاره صِرف برکت غوښتلے دے.“ ۱۲هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به صِرف هغه څۀ وايم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته وائى.“

د بلعام دويم پېغام

۱۳بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”زما سره يو بل ځائ ته لاړ شه چې د هغه ځائ نه لږ شان اِسرائيليان ښکارى. اؤ د هغه ځائ نه تۀ په هغوئ لعنت ووايه.“ ۱۴بلق، بلعام د پِسګه د غرۀ په سر د ضُوفيم پټى ته بوتلو. هغۀ هلته هم اووۀ قُربان‌ګاه جوړې کړې اؤ يو غوَيے اؤ يو ګډ يې په هره يوه باندې پېش کړو. ۱۵بلعام بلق ته ووئيل، ”د خپلې سوزېدُونکې نذرانې سره ودرېږه اؤ هلته به خُدائ پاک ما ته راڅرګند شى.“ ۱۶مالِک خُدائ بلعام ته راڅرګند شو، ورته يې وئيل چې دا خبرې به کوې اؤ واپس يې بلق ته ولېږلو چې هغۀ ته دا پېغام ورسوى. ۱۷نو هغه واپس لاړو اؤ وې ليدل چې بلق د خپلې سوزېدُونکې نذرانې سره ولاړ وو اؤ د موآب مشران هم ورسره وُو. بلق ترې نه تپوس وکړو چې مالِک خُدائ څۀ وئيلى دى، ۱۸اؤ بلعام دا پېغام ورکړو : 

”د صفور زويه بلقه پاڅه،

اؤ چې زۀ درته څۀ وايم هغه واوره.

۱۹خُدائ پاک د بنيادم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى،

هغه بنيادم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى.

هغه چې کُومه وعده وکړى، نو هغه پُوره کوى،

هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.

۲۰ګوره! ما ته حُکم مِلاؤ شو چې د هغوئ د پاره برکت وغواړم،

اؤ چې کله خُدائ پاک برکت ورکړى، نو زۀ برکت واپس نۀ شم اخستلے.

۲۱زۀ د اِسرائيليانو په راتلُونکى وخت پوهېږم

په هغوئ به څۀ بدبختى يا مُصيبت نۀ راځى.

مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک د هغوئ مل دے،

هغوئ اِعلان کوى چې هغه يې بادشاه دے.

۲۲خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راويستلى دى،

هغوئ د يو ځنګلى غوَيى په شان طاقت لرى.

۲۳نۀ داسې جادُو شته اؤ نۀ داسې کوډې شته،

چې د اِسرائيليانو په قوم باندې وشى.

خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په باره کښې ووائى،

ګورئ! خُدائ پاک د هغوئ د پاره څۀ کړى دى.

۲۴د اِسرائيليانو قوم د يو تکړه زمرى په شان دے : 

چې د شلولو اؤ خرابولو نه مخکښې په آرام نۀ کښېنى،

چې تر څو يې د ښکار کړے شوى څيز وينه نۀ وى څښلې.“

۲۵بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”تا په اِسرائيليانو باندې د لعنت وئيلو نه اِنکار کړے دے، خو ګوره چې برکت هم ورله ونۀ غواړې!“ ۲۶بلعام جواب ورکړو، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې زۀ به هم هغه شان کوم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته وئيلى دى؟“

د بلعام دريم پېغام

۲۷بلق ووئيل، ”ما سره لاړ شه اؤ زۀ به تا يو بل ځائ ته بوځم. کېدے شى چې د خُدائ پاک خوښه وى چې په هغوئ باندې زما د پاره د هغه ځائ نه لعنت ووائې.“ ۲۸نو هغۀ بلعام د فعور غرۀ سر ته بوتلو چې صحرا ته مخامخ دے. ۲۹بلعام هغۀ ته ووئيل، ”دلته زما د پاره اووۀ قُربان‌ګاه جوړې کړه اؤ اووۀ غوَيى اؤ اووۀ ګډان ما له راوله.“ ۳۰بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وئيلى وُو اؤ يو غوَيے اؤ يو ګډ يې په هره يوه قُربان‌ګاه باندې پېش کړل.