د شمېر کِتاب

دوه ويشتم باب

د موآب بادشاه د بلعام راغوښتل

۱بنى اِسرائيلو مخکښې سفر کولو اؤ د موآب په مېدانُونو کښې يې د اُردن پورى غاړه يريحو ته مخامخ خېمې ولګولې. ۲کله چې د موآب بادشاه د صفور زوئ بلق خبر شو چې اِسرائيليانو په اموريانو باندې څۀ کړى وُو اؤ اِسرائيليان څومره بې‌شمېره وُو، ۳نو په هغۀ اؤ د هغۀ په ټولو خلقو د يرې نه وېښتۀ نېغ ودرېدل. ۴موآبيانو د ميديانيانو مشرانو ته ووئيل، ”زر به دا لښکر زمُونږ ګېر‌چاپېره هر څۀ تباه کړى، لکه چې يو آزاد غوَيے په فصل ورګډ شى.“ نو د بلق بادشاه ۵پېغام وړُونکى ولېږل چې د بعور زوئ بلعام راوغواړى، چې هغه د فرات سيند سره نزدې په پتور کښې وو. هغوئ هغۀ له د بلق نه دا پېغام راوړو :  ”زۀ غواړم چې تۀ خبر شې چې د مِصر نه يو لوئ قوم راغلے دے، هغوئ د زمکې مخ پټ کړے دے اؤ وائى چې زمُونږ وطن قبضه کړى. ۶هغوئ زمُونږ نه طاقتور دى، نو زۀ درته مِنت کوم چې زما د پاره په هغوئ لعنت ووايه. نو کېدے شى چې هغوئ له شکست ورکړو اؤ د وطن نه يې وشړُو. ما ته پته ده چې تاسو د چا د پاره برکت غواړئ نو هغه برکت مُومى اؤ چې په چا لعنت ووايئ نو هغه لعنتى شى.“ ۷نو د موآبيانو اؤ ميديانيانو مشرانو د لعنت غوښتلو قيمت واخستلو اؤ بلعام له لاړل اؤ د بلق پېغام يې ورته واورولو. ۸بلعام هغوئ ته ووئيل، ”تاسو نن شپه دلته تېره کړئ اؤ چې مالِک خُدائ ما ته څۀ هم ووائې نو هغه به سبا زۀ تاسو ته ووايم.“ نو د موآبيانو مشران د بلعام سره ايسار شول. ۹خُدائ پاک بلعام ته راغلو اؤ ورته يې ووئيل، ”دا تا سره خلق څوک دى؟“ ۱۰هغۀ خُدائ پاک ته ووئيل، ”د موآب بادشاه هغوئ ما ته رالېږلى دى، هغوئ وائى چې ۱۱کُوم خلق چې د مِصر نه راغلى دى هغوئ د ټولې زمکې مخ پټ کړے دے. هغه ما ته وائى چې د هغۀ د پاره په هغوئ لعنت ووايم، نو هغه به شکست ورکړى اؤ وبه يې شړى.“ ۱۲خُدائ پاک بلعام ته ووئيل، ”تۀ د هغوئ سره مۀ ځه اؤ اِسرائيليانو د پاره لعنت مۀ غواړه، ځکه چې ما هغوئ له برکت ورکړے دے.“ ۱۳په ورپسې سحر بلعام د بلق پېغام وړُونکو له ورَغلو اؤ ورته يې ووئيل، ”واپس خپل وطن ته لاړ شئ، مالِک خُدائ زۀ ستاسو سره تلو نه منع کړے يم.“ ۱۴نو د موآب مشران واپس بلق له لاړل اؤ هغۀ ته يې ووئيل چې بلعام د هغوئ سره د راتلو نه اِنکار وکړو. ۱۵نو بلق نور مشران ورولېږل، چې هغوئ د مخکښينو نه زيات اؤ ډېر عِزتمند وُو. ۱۶هغوئ بلعام له ورغلل اؤ د بلق دا پېغام يې ورته واورولو :  ”زۀ ستا مِنت کوم چې تۀ به خامخا ما له راځې! ۱۷زۀ به تا له لوئ اِنعام درکړم اؤ چې تۀ څۀ هم وائې نو زۀ به يې کوم. خو لږ راشه اؤ په دې خلقو زما د خاطره لعنت ووايه.“ ۱۸خو بلعام جواب ورکړو، ”کۀ بلق د خپل محل ټول سپين زر اؤ سرۀ زر هم ما له راکړى، نو زۀ د خپل مالِک خُدائ د يوې وړې نه وړې خبرې نافرمانى هم ونۀ کړم. ۱۹خو نن تاسو مُونږ سره شپه وکړئ، نو زۀ به پته ولګوم چې مالِک خُدائ ما ته نور څۀ وئيل غواړى اؤ کۀ نه.“ ۲۰په هغه شپه خُدائ پاک بلعام ته راغلو اؤ ورته يې ووئيل، ”کۀ چرى دا سړى تا له راغلل او درته يې ووئيل چې مونږ سره لاړ شه، نو بيا ځان تياره کړه اؤ ورسره لاړ شه، خو هغه څۀ کوه چې څۀ درته زۀ وايم.“ ۲۱نو په ورپسې ورځ بلعام خپله خره کته کړه اؤ د موآبيانو د مشرانو سره لاړو.

په بلعام اؤ د هغۀ په خرې باندې د يوې فرِښتې پېښېدل

۲۲خُدائ پاک د بلعام په تلو باندې غُصه وو، د بلعام سره خپل دوه خِدمت‌ګاران روان وُو اؤ بلعام په خپله خره باندې سور وو، نو د مالِک خُدائ فرِښته ورته په لاره کښې ودرېدله چې هغه ودروى. ۲۳کله چې خرې د مالِک خُدائ فرِښته وليده چې په لاره کښې ولاړه وه اؤ په لاس کښې يې تُوره نيولې وه، نو خرې لاره پرېښودله اؤ پټو ته لاړه. بلعام خره ووهله اؤ واپس يې لارې ته راوستله. ۲۴بيا د مالِک خُدائ فرِښته ورته هلته ودرېدله چرته چې د دوؤ انګُورو باغُونو په مېنځ کښې لار تنګه وه اؤ دواړو طرفُونو ته يې د کاڼو دېوال وو. ۲۵کله چې خرې د مالِک خُدائ فرِښته وليده، نو خره دېوال ته ښۀ ورنزدې شوه اؤ د بلعام خپه يې د دېوال سره راښکله. بلعام بيا خره ووهله. ۲۶د مالِک خُدائ فرِښته يو ځل بيا مخکښې لاړه، په داسې يو تنګ ځائ کښې ودرېدله چرته چې لاره دومره تنګه وه چې د اخوا ديخوا کيدو ځائ نۀ وو. ۲۷دا ځل، چې کله خرې فرِښته وليده، نو هغه څملاسته. بلعام غُصه شو اؤ د امسا سره د خرې په وهلو يې شروع وکړه. ۲۸بيا مالِک خُدائ خرې له د خبرو کولو طاقت ورکړو اؤ خرې بلعام ته ووئيل، ”ما تا سره څۀ بد کړى دى؟ تا زۀ دا درې ځلې ولې ووهلم؟“ ۲۹بلعام ورته ووئيل، ”ځکه چې تا زما نه کم عقل جوړ کړے دے! کۀ زما سره تُوره وے، نو ما به تۀ وژلې وې.“ ۳۰خرې ورته ووئيل، ”ولې زۀ څۀ هغه خره نۀ يم چې په کُومه باندې تا ټول عُمر سورلى کړې ده؟ مخکښې ما کله تا سره داسې کار کړے دے؟“ نو هغۀ ورته ووئيل، ”نه.“ ۳۱بيا مالِک خُدائ بلعام ته فرِښته څرګنده کړه چې هلته د خپلې تُورې سره ولاړه وه، اؤ بلعام ټيټ شو اؤ سر يې په زمکه ولګولو. ۳۲فرِښتې ترې نه تپوس وکړو، ”تا دا درې ځلې خپله خره ولې ووهله؟ زۀ ستا د ودرولو د پاره راغلې وم، ځکه چې تۀ څۀ کوې هغه زما خِلاف دى. ۳۳خو ستا خرې زۀ وليدم اؤ زما نه درې ځلې واوړېدله. کۀ هغه ګرځېدلې نۀ وے، نو ما به تۀ وژلے وے اؤ هغه خره به مې ژوندۍ پرېښې وه.“ ۳۴بلعام د مالِک خُدائ فرِښتې ته ووئيل، ”ما ګُناه کړې ده. ما ته پته نۀ وه چې تۀ زما د ايسارولو د پاره په لاره کښې ولاړه يې، خو کۀ ستا خوښه نۀ وى نو زۀ به نۀ ځم اؤ واپس به خپل کور ته لاړ شم.“ ۳۵خو فرِښتې ورته ووئيل، ”د دې سړو سره لاړ شه، خو صِرف هغه څۀ وايه څۀ چې زۀ درته وايم.“ نو بلعام د بلق د مشرانو سره لاړو.

د بلق بادشاه د بلعام سره مِلاوېدل

۳۶کله چې بلق خبر شو چې بلعام راروان دے، نو هغه ورَغلو چې په عار کښې ورسره مِلاؤ شى، دا ښار د ارنون د سيند سره د موآب په سرحد باندې وو. ۳۷بلق هغۀ ته ووئيل، ”ما چې په وړومبى ځل تۀ راوغوښتلې نو ولې رانۀ غلې؟ ستا خيال دا وو څۀ چې زۀ تا له اِنعام نۀ شم درکولے؟“ ۳۸بلعام ورته ووئيل، ”ولې زۀ تا له رانۀ غلم؟ زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو د هغې اِختيار نۀ لرم! زۀ به صِرف هغه وايم چې څۀ خُدائ پاک ما ته وائى.“ ۳۹نو بلعام د بلق سره د حُصات ښار ته لاړو، ۴۰چرته چې بلق څاروى اؤ ګډې حلال کړل اؤ څۀ غوښه يې بلعام اؤ هغه مشرانو له ورکړه چې د هغۀ سره وُو.

د بلعام وړومبے پېغام

۴۱په ورپسې سحر بلق بلعام بره بوتلو اؤ هلته نه ورته څۀ بنى اِسرائيل ښکاره شول.