د شمېر کِتاب

يوويشتم باب

د بنى اِسرائيلو کنعانيانو له شکست ورکول

۱کله چې د کنعان په جنُوبى حِصه کښې د عراد بادشاه واؤرېدل چې اِسرائيليان د اتهارِم په لاره راروان دى، نو هغۀ ورباندې حمله وکړه اؤ څۀ يې ترې نه ونيول. ۲بيا اِسرائيليانو د مالِک خُدائ سره دا وعده وکړه :  ”کۀ تۀ مُونږ په دې خلقو بريالى کړې، نو مُونږ به د هغوئ ښارونه پُوره تباه کړُو اؤ تا ته به وقف شى.“ ۳مالِک خُدائ د هغوئ آواز واؤرېدو اؤ په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو اِسرائيليانو هغوئ اؤ د هغوئ ښارونه تباه کړل اؤ په هغه ځائ يې حُرمه نُوم کېښودو.

د پيتلو مار

۴اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د سُور درياب په لار روان شول چې د ادوم نه ګېر‌چاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بې‌صبره شول ۵اؤ د خُدائ پاک اؤ مُوسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مُونږ ولې د مِصر نه راوويستلُو د دې پاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ ډوډۍ شته اؤ نۀ اوبۀ شته؟ نور مُونږ دا بې‌کاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے!“ ۶بيا مالِک خُدائ په خلقو باندې زهريله ماران راولېږل اؤ ډېر اِسرائيليان يې وچيچل اؤ اِسرائيليان مړۀ شول. ۷خلق مُوسىٰ له راغلل اؤ ورته يې ووئيل، ”مُونږ دا ګُناه کړې ده چې د مالِک خُدائ اؤ ستا خِلاف مو خبرې کړې دى. نو مالِک خُدائ ته سوال وکړه چې دا ماران لرې کړى.“ نو مُوسىٰ د خلقو د پاره دُعا وکړه. ۸مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل چې د يو زهريله مار نمُونه جوړ کړه اؤ په يوه ډاګه باندې يې ولګوه، نو هر څوک چې چيچلے شوے وى اؤ هغې ته وګورى نو روغ به شى. ۹نو مُوسىٰ د پيتلو نه مار جوړ کړو اؤ په يوه ډاګه باندې يې ولګولو. هر څوک به چې چيچلے شوے وو اؤ هغۀ به د پيتلو مار ته وکتل نو ژوندے به پاتې شو.

د بنى اِسرائيلو موآب ته سفر

۱۰بنى اِسرائيل وړاندې لاړل اؤ په اوبوت کښې يې خېمې ولګولې. ۱۱چې د هغه ځائ نه لاړل نو د موآبيانو د علاقې نَمرخاتۀ طرف ته د عى عباريم په صحرا کښې يې خېمې ولګولې. ۱۲بيا هغوئ د زرد په وادۍ کښې خېمې ولګولې. ۱۳هغوئ د هغه ځائ نه بيا لاړل اؤ د ارنون د سيند نه پورىې غاړه يې خېمې ولګولې په هغه صحرا کښې چې د اموريانو د علاقې پورې خوره وه. ارنون د موآبيانو اؤ اموريانو په مېنځ کښې د حد پُوله وه. ۱۴نو دا ځکه د مالِک خُدائ د جنګُونو په کِتاب کښې ليکلى دى ”د سوفه په علاقه کښې د واهيب ښار اؤ هغه واديانې، د ارنون سيند، ۱۵د واديانو ژور ځايُونه چې د عار ښار پورې خورې دى اؤ چې د موآب د حد پُولې ته رسېږى.“ ۱۶د هغې ځائ نه هغوئ هغه کوهى له لاړل چې د بير په نامه ياديږى، دا هغه کُوهے دے چې مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”خلق راغونډ کړه اؤ زۀ به هغوئ له اوبۀ ورکړم.“ ۱۷په هغه وخت اِسرائيليانو دا سندره ووئيله :  ”کُوهو! خپلې اوبۀ راوباسئ،

مُونږ ورته يوه سندره وايُو.

۱۸کُوهے شهزادګانو کنستلے دے

اؤ د خلقو د مشرانو سره

د بادشاهۍ د امسا سره

اؤ د هغوئ د امساګانو سره.“

هغوئ د صحرا نه متنه ته لاړل، ۱۹اؤ د هغې ځائ نه نحلى‌اېل ته اؤ د نحلى‌اېل نه بامات ته لاړل، ۲۰اؤ د بامات نه د موآبيانو په علاقه کښې وادۍ ته لاړل، د پِسګه د غرۀ د سر نه لاندې، چې مخ يې صحرا ته دے.

په سيحون بادشاه اؤ عوج بادشاه باندې فتح مُوندل

د ګردان کِتاب ۲ :  ۲۶‏ - ۳ :  ۱۱

۲۱بيا اِسرائيليانو د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى :  ۲۲”مُونږ پرېږده چې ستا په وطن کښې تېر شُو. اؤ مُونږ اؤ زمُونږ څاروى به د لارې نه نۀ اؤړُو اؤ نۀ به ستاسو پټو اؤ د انګُورو باغُونو ته ځُو اؤ مُونږ به ستاسو د کُوهو نه اوبۀ نۀ څښُو، په لويه لاره به سيدها روان يُو چې ستاسو علاقې نه ووځُو.“ ۲۳خو سيحون اِسرائيليانو له اِجازت نۀ ورکولو چې د هغۀ د علاقې نه تېر شى. هغۀ خپل ټول لښکر راجمع کړو اؤ په صحرا کښې يهض ته ووتل اؤ په اِسرائيليانو يې حمله وکړه. ۲۴خو اِسرائيليانو په جنګ کښې ډېر دُښمنان ووژل اؤ د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند پورې زمکه يې ترې نه ونيوله، خو د يبوق نه وروستو د عمونيانو د علاقې د حد پُوله ډېره مضبُوطه وه. ۲۵نو اِسرائيليانو د اموريانو ټول ښارونه ونيول، سره د حسبون اؤ چې ګېر‌چاپېره څومره ښارونه وُو اؤ په هغوئ کښې اوسېدل. ۲۶حسبون د اموريانو د بادشاه سيحون مرکزى ښار وو، سيحون د موآب پخوانى بادشاه خِلاف جنګ کړے وو اؤ د ارنون سيند پورې د هغۀ ټوله زمکه يې نيولې وه. ۲۷نو دا ځکه شاعران وائى، ”د سيحون بادشاه ښار ته، حسبون ته راشه، مُونږ دا آباد اؤ ودان غواړُو. ۲۸يوه ورځ د دې ښار حسبون نه د سيحون لښکر د اور په شان لاړو، هغوئ په موآب کښې د عار ښار وران کړو اؤ د پاسنى ارنون غرُونه يې دړې وړې کړل.

۲۹د موآب خلقو ستاسو د پاره دا څومره خرابه خبره ده!

د کموس عِبادت کوُونکو تاسو تباهۍ له راوستلے شوى يئ!

ستاسو خُدائ خلق مهاجر جوړ کړى دى اؤ ستاسو ښځې د اموريانو د بادشاه قيديانې شوې دى.

۳۰خو د هغوئ اولاد تباه شوے دے،

د حسبون نه واخله تر ديبُون پورې،

د نشيم نه واخله تر نُفح پورې، چې ميدبا ته نزدې دے.“

۳۱نو اِسرائيليان د اموريانو په علاقه کښې دېره شول، ۳۲اؤ مُوسىٰ کسان ولېږل چې په يعزير ښار باندې حمله کولو د پاره ښۀ لاره معلُومه کړى. اِسرائيليانو دا اؤ ګېر‌چاپېره ښارونه ونيول اؤ چې کُوم اموريان هلته اوسېدل هغه يې وشړل. ۳۳اِسرائيليان راوګرځېدل اؤ د بسن په لاره لاړل اؤ د بسن بادشاه عوج د خپل لښکر سره راووتلو چې په ادرعى کښې په هغوئ باندې حمله وکړى. ۳۴مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ به تا په هغۀ باندې، د هغۀ په ټولو خلقو اؤ د هغۀ په وطن باندې بريالے کړم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړه لکه څنګه چې دې سيحون سره کړے وو، سيحون په حسبون کښې د اموريانو بادشاه وو.“ ۳۵نو اِسرائيليانو عوج، د هغۀ زامن اؤ د هغۀ ټول خلق ووژل، هيڅ څوک يې ژوندى پرې نۀ ښودل اؤ بيا هغوئ د هغۀ وطن ونيولو.