د شمېر کِتاب

شلم باب

د بنى اِسرائيلو يو ځل بيا غورېدل

د هِجرت کِتاب ۱۷ :  ۱‏-۷

۱په وړومبۍ مياشت کښې د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو اؤ په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه اؤ دفن شوه. ۲چرته چې هغوئ خېمې لګولې وې هلته اوبۀ نۀ وې، نو خلق په مُوسىٰ اؤ هارُون باندې راغونډ شول ۳اؤ هغوئ وغورېدل چې :  ”دا به ښۀ وے چې مُونږ د خپلو بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ د خېمې په مخکښې مړۀ شوى وے. ۴تاسو مُونږ دې صحرا ته د دې د پاره راوستلى يُو چې دلته د خپلو څاروو سره مړۀ شُو؟ ۵تاسو مُونږ ولې د مِصر نه راوويستلُو اؤ دې خراب ځائ ته مو راوستلو چې دلته هيڅ هم نۀ کېږى. نۀ غله دانه، نۀ اينځر، نۀ انګُور اؤ نۀ انار شته. د څښلو اوبۀ هم نشته!“ ۶مُوسىٰ اؤ هارُون د خلقو نه لرې لاړل اؤ د خېمې د دروازې په خُله کښې ودرېدل. هغوئ پړمخې د عِبادت د پاره پرېوتل اؤ د مالِک خُدائ د حضُور سپين جلال هغوئ ته راڅرګند شو. ۷مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۸”هغه امسا واخله چې کُومه د تړون صندُوق مخې ته ده اؤ بيا تۀ اؤ هارُون ټول قوم راغونډ کړئ. هلته د هغوئ ټولو په مخکښې هغه ګټ ته ووايه اؤ د هغې نه به اوبۀ راووځى. نو داسې تۀ به د خلقو د پاره د ګټ نه اوبۀ راوباسې اؤ هغوئ اؤ د هغوئ ځناور به يې وڅښى.“ ۹مُوسىٰ لاړو اؤ امسا يې راواخستله، چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۱۰مُوسىٰ اؤ هارُون د ګټ په مخکښې ټول قوم راغونډ کړو اؤ مُوسىٰ ووئيل، ”اے باغيانو واورئ! آيا مُونږ ستاسو د پاره د دې ګټ نه اوبۀ راوباسُو څۀ؟“ ۱۱بيا مُوسىٰ امسا پورته کړه اؤ دوه ځله يې هغه ګټ پرې ووهلو اؤ ډېرې زياتې اوبۀ ترې نه راووتلې اؤ ټولو خلقو اؤ ځناورو وڅښلې. ۱۲خو مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ”تاسو په ما ايمان ونۀ لرلو چې زما مُقدس طاقت مو د بنى اِسرائيلو په مخکښې څرګند کړے وے، نو اوس تاسو به هغوئ هغه وطن ته بونۀ ځئ چې ما يې د ورکولو وعده کړې ده.“ ۱۳د دې ځائ نُوم د مريبه اوبۀ شو، ځکه چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف شکايت وکړو اؤ هغۀ ورته هلته وښودل چې هغه مُقدس دے.

د ادوم بادشاه بنى اِسرائيل تېرېدو ته نۀ پرېښودل

۱۴مُوسىٰ د قادِس نه ادومى بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ ورته ووئيل، ”دا پېغام ستاسو د خپلوانو، د اِسرائيليانو د طرف نه دے. تاسو ته پته ده چې په مُونږ کُوم تکليفُونه تېر شوى دى، ۱۵چې زمُونږ پلار‌نيکۀ څنګه مِصر ته لاړل، هلته مُونږ ډېر وخت اوسېدلو. مِصريانو زمُونږ د پلار‌نيکۀ اؤ زمُونږ سره بد سلُوک کولو، ۱۶اؤ مُونږ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو. اؤ هغۀ زمُونږ فرياد واؤرېدو اؤ يوه فرِښته يې راولېږله، چې د مِصر نه يې راوويستلُو. اوس مُونږ ستاسو د علاقې سره نزدې په يو ښار قادِس کښې يُو. ۱۷تاسو مِهربانى وکړئ اؤ مُونږ پرېږدئ چې ستاسو د وطن نه تېر شُو. مُونږ اؤ زمُونږ څاروى به د لارې نه يو خوا بل خوا نۀ اؤړُو، نۀ به ستاسو پټو يا د انګُورو باغُونو ته ورننوځُو اؤ نۀ به ستاسو د کُوهو نه اوبۀ څښُو. مُونږ به په هغه لويه لاره روان يُو اؤ ستاسو علاقې نه به ووځُو.“ ۱۸خو ادوميانو ورته ووئيل، ”تاسو د دې ځائ نه نۀ شئ تيريدلے! کۀ تاسو داسې وکړل، مُونږ به راووځُو اؤ په تاسو به حمله وکړُو.“ ۱۹بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مُونږ په لويه لاره روان يُو اؤ کۀ مُونږ اؤ زمُونږ څاروو ستاسو اوبۀ وڅښلې، نو مُونږ به د هغې پېسې درکړُو. مُونږ صِرف ستاسو په وطن کښې تېرېدل غواړُو نور هيڅ هم نه.“ ۲۰خو ادوميانو بيا ووئيل، ”تاسو مۀ تېرېږئ!“ اؤ هغوئ د يو طاقتور لښکر سره په بنى اِسرائيلو باندې حملې د پاره راغلل. ۲۱ځکه چې ادوميانو بنى اِسرائيل په خپله علاقه کښې تېرېدو ته نۀ پرېښودل، نو اِسرائيليان په بله لار لاړل.

د هارُون مرګ

۲۲د بنى اِسرائيلو ټول قوم د قادِس نه لاړل اؤ د حُور غرۀ ته ورسېدل، ۲۳چې د ادوم په سرحد باندې دے. هلته مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ۲۴”هارُون به هغه وطن ته ورننه نۀ وځى د کُوم چې ما بنى اِسرائيلو له د ورکولو وعده کړې ده، هغه به مړ شى، ځکه چې په مريبه کښې تاسو زما د حُکم نه بغاوت کړے وو. ۲۵هارُون اؤ د هغۀ زوئ اِلعازر بره د حُور غرۀ ته بوځه، ۲۶اؤ هلته د هارُون نه د اِمامانو لِباس وباسه اؤ اِلعازر ته يې ورواچوه. هارُون به هلته مړ شى.“ ۲۷مُوسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هغوئ د ټول قوم په مخکښې د حُور غرۀ ته وختل، ۲۸اؤ مُوسىٰ د هارُون نه د اِمامانو لِباس وويستلو اؤ اِلعازر ته يې ورواغوستلو. هارُون هلته د غرۀ په سر باندې مړ شو اؤ مُوسىٰ اؤ اِلعازر د غرۀ نه راکُوز شول. ۲۹د اِسرائيليانو ټول قوم ته پته ولګېده چې هارُون مړ دے اؤ دېرش ورځې هغوئ د هغۀ په غم غمژن وُو.