د شمېر کِتاب

نولسم باب

د سرې جوټې غوا ايرې

۱مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ۲”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايئ، چې هغوئ تاسو له يوه سره غوا راولى چې لنګتون يې نۀ وى کړے او هيڅ عېب په کښې نۀ وى اؤ يوې ورباندې هيڅ کله هم نۀ وى شوې، ۳اؤ هغوئ به هغه بيا اِلعازر اِمام له ورکړى. هغه به د خېمو نه بهر بوتلے شى اؤ د هغۀ په مخکښې به حلاله کړے شى. ۴اِلعازر به بيا د هغې څۀ وينه واخلى اؤ د خپلې ګوتې سره به اووۀ ځلې وينه خېمې ته مخامخ وشيندى. ۵ټوله غوا، سره د څرمنې، غوښې، وينې اؤ کولمو، به د اِمام په مخکښې وسوزولے شى. ۶بيا به هغه د دِيار لرګے، څۀ وېلنى اؤ يو سُور تار راوړى اؤ دا به په اور کښې واچوى چرته چې غوا سوزېږى. ۷د هغې نه پس، هغه به خپلې جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى، نو بيا هغه خېمو ته دننه راتلے شى، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وى. ۸چا چې غوا سوزولې وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى، خو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۹بيا هغه سړے کُوم چې پاک وى هغه به د غوا ايرې راغونډې کړى اؤ د خېمو نه بهر په يو پاک ځائ کښې به يې کېږدى، هلته به دا ايرې د بنى اِسرائيلو د قوم د پاره ساتلے شى چې د ناپاکۍ د لرې کولو اوبو تيارولو د پاره به اِستعمالېږى. دا رسم به د ګُناه د لرې کولو د پاره ادا کېږى. ۱۰چا چې ايرې راټولې کړې وى هغه به خامخا خپلې جامې وينځى اؤ تر ماښامه پورې به ناپاک وى. دا اصُول د راتلُونکى ټولو وختُونو د پاره دى، دا به د بنى اِسرائيلو اؤ د پردى وطن د خلقو د پاره وى چې د هغوئ سره اوسېږى.

د مړى سره لګېدل

۱۱هر څوک چې د مړى سره ولګې نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى. ۱۲هغه به خامخا په دريمه ورځ اؤ په اوومه ورځ خپل ځان د پاکوالى په اوبو باندې پاک کړى، نو هغه به پاک شى. خو کۀ هغه په دريمه ورځ اؤ په اوومه ورځ باندې خپل ځان پاک نۀ کړى، نو هغه به پاک نۀ وى. ۱۳هر څوک چې د مړى سره ولګې اؤ خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک وى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى اؤ هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۴کۀ يو سړے په خېمه کښې مړ شى، هر څوک چې د هغۀ د مرګ په وخت په خېمه کښې وى يا ورننوځى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى. ۱۵په خېمه کښې هر لوښے چې سر ورباندې نۀ وى هغه به هم ناپاک وى. ۱۶کۀ څوک داسې کس له ګوتې وروړى چې قتل شوے وى يا د کور نه بهر په خپل مرګ مړ وى يا کۀ څوک د بنيادم هډُوکى يا قبر له ګوتې وروړى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى. ۱۷کُومه غوا چې د ګُناه د لرې کولو د پاره سوزولے شوې وه د هغې نه لږې ايرې به د ناپاکۍ لرې کولو د پاره واخستلے شى اؤ په يو لوښى کښې به واچولے شى اؤ روانې اوبۀ په کښې واچوئ. ۱۸يو پاک سړے به وېلنے واخلى، په اوبو کښې به يې ډُوب کړى اؤ اوبۀ به په خېمه، د هغې په ټول سامان اؤ په هغه خلقو وشيندى چې کُوم هلته وى اؤ په هغه سړى باندې به اوبۀ وشيندى کُوم چې د بنيادم هډُوکى، مړى، يا قبر له ګوتې وروړې وى. ۱۹پاک سړے به په ناپاک سړى باندې په دريمه اؤ په اوومه ورځ باندې اوبۀ وشيندى. اؤ په اوومه ورځ به هغه ناپاک سړے پاک کړى، د نمرپرېواتو په وخت د خپلو جامو وينځلو اؤ په ځان اوبۀ اچولو نه پس به پاک شى. ۲۰هر څوک چې ناپاک شوے وى اؤ خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک پاتې شى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى اؤ نور به د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۲۱تاسو به دا اصُول په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې منئ. کُوم کس چې د پاکوالى اوبۀ شيندى نو هغه به هم خامخا خپلې جامې وينځى، هر څوک چې دې اوبو له ګوتې وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۲۲يو ناپاک کس چې څۀ څيز له هم ګوتې وروړى نو هغه به ناپاک وى اؤ نور هر څوک چې هغه څيز له ګوتې وروړى نو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.“