د شمېر کِتاب

اتلسم باب

د اِمامانو اؤ ليويانو ذِمه وارۍ

۱مالِک خُدائ هارُون ته ووئيل، ”تۀ، ستا زامنو اؤ ليويانو ته به خامخا د خپلو هغه بدو سزا مِلاؤ شى چې د هغه جُرم تعلُق زما د حضُور خېمې د خِدمت سره وى، خو د اِمامت په خِدمت کښې د څۀ ګُناه سزا به صِرف تا اؤ ستا زامنو ته ملاوېږى. ۲د ليوى قبيلې خپل خپلوان هم د ځان سره راوله، چې ستا سره په کار کښې مدد وکړى، په هغه وخت کښې چې تۀ اؤ ستا زامن په خېمه کښې خِدمت کوى. ۳هغوئ به ستا اؤ د خېمې د پاره خپلې ذِمه وارۍ پُوره کوى، خو هغوئ به په مُقدس ځائ کښې د مُقدس سامان سره يا د قُربان‌ګاه سره کار نۀ لرى. کۀ هغوئ داسې وکړل، نو تۀ اؤ هغوئ به ووژلے شئ. ۴هغوئ به تا سره کار کوى اؤ په خېمه کښې به د خِدمت خپلې ټولې ذِمه وارۍ پُوره کوى، خو چې چا ته اِجازت نۀ وى نو هغه کس به تا سره خِدمت نۀ شى کولے. ۵يواځې تۀ اؤ ستا زامن به د مُقدس ځائ اؤ د قُربان‌ګاه ذِمه وارۍ پُوره کوئ، نو داسې به زۀ بيا بنى اِسرائيلو ته نۀ په قهر کېږم. ۶زۀ هغه څوک يم چا چې ستا خپلوان ليويان ستا د پاره د يوې تُحفې په توګه د بنى اِسرائيلو نه خوښ کړى دى. هغوئ ما ته وقف دى، چې هغوئ په خېمه کښې خپلې ذِمه وارۍ تر سره کړى. ۷خو يواځې تۀ اؤ ستا زامن به د اِمامت هغه ذِمه وارۍ پُوره کوئ کُومې چې د قُربان‌ګاه اؤ د زيات مُقدس ځائ سره تعلُق لرى. دا ستاسو ذِمه وارۍ دى، ځکه چې ما تاسو له د اِمامت تُحفه درکړې ده. هر څوک چې حقدار نۀ وى اؤ نزدې راشى نو هغه به ووژلے شى.“

د اِمامانو برخه

۸مالِک خُدائ هارُون ته ووئيل، ”ګوره! زۀ تا له زما ټولې خاص برخې درکوم چې د نذرانو په توګه دې نۀ شى سوزولے. دا زۀ تا اؤ ستا اولاد له درکوم چې د همېشه د پاره ستاسو په حواله وى. ۹ډېرې مُقدسې نذرانې کُومې چې په قُربان‌ګاه نۀ سوزولے کېږى، هغه ستاسو دى :  د غلې نذرانې، د ګُناه نذرانې، د تاوان نذرانې. هر هغه څيز چې ما ته د مُقدسې نذرانې په توګه پېش کېږى هغه ستا اؤ ستا د زامنو دے. ۱۰تاسو به خامخا دا څيزُونه په يو مُقدس ځائ کښې خورئ اؤ صِرف نران دا خوړلے شى، دا مُقدس وګڼئ. ۱۱د دې نه علاوه، بنى اِسرائيل چې نورې خاص برخې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. زۀ دا د راتلُونکى ټولو وختُونو د پاره تا، ستا زامنو اؤ ستا لُوڼو له ورکوم. ستا د کورنۍ هر يو کس چې پاک وى نو هغه دا خوړلے شى. ۱۲زۀ د وړومبى پېداوار بِهترينه حِصه تاسو له درکوم کُومه چې بنى اِسرائيل ما ته هر کال پېش کوى :  لکه د زيتُونو تېل، د انګُورو شراب اؤ غله دانه. ۱۳دا هر څۀ ستاسو دى. د ستاسو د کورنۍ هر يو کس چې پاک وى نو هغه يې خوړلے شى. ۱۴په اِسرائيليانو کښې چې هر څيز ما ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى نو هغه به ستاسو وى. ۱۵هر يو وړومبے پېدا شوے ماشُوم يا ځناور چې بنى اِسرائيل يې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. خو تاسو به خامخا هر وړومبے پېدا شوے ماشُوم واپس اخلئ اؤ هر وړومبے پېدا شوے ځناور به هم واپس اخلئ کُوم چې ناپاک وى. ۱۶چې ماشُومان د يوې مياشتې شى نو هغوئ به په مُقرر شوى قيمت يعنې په پينځو د سپينو زرو سيکو باندې واپس اخستلے شى، دا به د منلے شوى معيار په مُطابق وى. ۱۷خو د غواګانو، ګډو اؤ چېلو وړومبے پېدا شوے بچے به واپس نۀ شى اخستلے، دا په پُوره توګه زما وى اؤ دا به قُربانيږى. وينه يې په قُربان‌ګاه باندې وشيندئ اؤ وازګه يې په اور تيارېدُونکې نذرانې په توګه وسوزوئ، د دې بُوئ په ما باندې ښۀ لګې. ۱۸د دې غوښه ستاسو ده، لکه د دې سينه اؤ د خاص نذرانې وروستنۍ خپه. ۱۹کُومې خاص برخې چې بنى اِسرائيل ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې تا، ستا زامنو اؤ ستا لُوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدُونکے تړون دے چې ما تا اؤ ستا اولاد سره وکړو.“ ۲۰مالِک خُدائ هارُون ته ووئيل، ”تا ته به هيڅ جائيداد نۀ ملاوېږى چې ستا ميراث شى اؤ د بنى اِسرائيلو وطن هيڅ حِصه به تا ته نۀ حواله کېږى. زۀ مالِک خُدائ، ستا د پاره کافى يم.“

د ليويانو برخه

۲۱مالِک خُدائ ووئيل، ”ما ليويانو له هره لسمه حِصه ورکړې ده کُومه چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى. دا د هغوئ د پاره زما د حضُور د خېمې د خِدمت کولو مزدُورى ده. ۲۲نور به بنى اِسرائيل خېمې ته نۀ نزدې کېږى ګنى هغوئ به ځان له په خپله د مرګ سزا ورکوى. ۲۳صِرف ليويان به د خېمې خيال ساتى اؤ د دې پُوره ذِمه وارى به تر سره کوى. دا قانُون به د همېشه د پاره ستاسو د اولاد د پاره هم وى. د اِسرائيليانو په وطن کښې به ليويانو ته هيڅ زمکه نۀ ملاوېږى چې خپله يې شى، ۲۴ځکه چې ما هغوئ له لسمه حِصه ورکړې ده کُومه چې بنى اِسرائيل ما ته د خاص برخې په توګه پېش کوى. نو دا ځکه ما هغوئ ته ووئيل چې د اِسرائيليانو په وطن کښې به د هغوئ جائيداد نۀ وى.“

د ليويانو لسمه حِصه

۲۵مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲۶چې ليويانو ته ووايه :  ”کله چې تاسو د بنى اِسرائيلو نه لسمه حِصه اخلئ کُومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى، نو تاسو به د دې لسمه حِصه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کوئ. ۲۷دا خاص برخه به د هغې نذرانې برابره ګڼلے شى کُومه نذرانه چې زميدار د نوى فصل اؤ د نوى انګُورو شرابو نه پېش کوى. ۲۸نو تاسو به مالِک خُدائ ته يوه خاص برخه هم پېش کوئ کُومه چې تاسو د بنى اِسرائيلو د لسمې حِصې نه اخلئ. دا برخه به تاسو د مالِک خُدائ د پاره هارُون اِمام له ورکوئ. ۲۹چې څۀ تاسو ته ملاوېږى نو د هغې د ټولو نه ښه حِصه مالِک خُدائ له ورکوئ. ۳۰دا اصُول ليويانو ته وښايه چې کله تاسو ډېره ښۀ حِصه ورکړئ، نو د هغې نه پاتې شوې د ځان د پاره کېښودے شئ، هم هغه شان لکه څنګه چې يو زميدار د نذرانې ورکولو نه پس باقى پاتې شوے پېداوار د ځان سره ساتلے شى. ۳۱تاسو اؤ ستاسو کورنۍ هغه پاتې شوې برخه په هر ځائ کښې خوړلے شئ، ځکه چې دا ستاسو د مُقدسې خېمې د خِدمت مزدُورى ده. ۳۲کۀ چرې تاسو د دې ښۀ حِصه مالِک خُدائ ته پيش کړى وى اؤ بيا تاسو دا خورئ نو تاسو ته به سزا نۀ ملاوېږى. هغه تحفى او قربانيانى چې قوم يې راوړى لازمى ده چې مُقدسې پاتې شى خو کۀ د دې د پيش کولو نه مخکښې تاسو دې نه کومه برخه وخوړه نو وبه وژلے شئ.“