د شمېر کِتاب

اُوولسم باب

د هارُون امسا

۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل چې، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې تا له دولس امساګانې درکړى چې د هرې قبيلې د مشر نه يوه يوه وى. د هر سړى نُوم د هغۀ په امسا باندې وليکه ۳اؤ په يوه امسا باندې د هارُون نُوم وليکه چې کُومه د ليوى قبيلې د پاره وى، چې د هرې ليوى قبيلې د مشر د پاره يوه يوه امسا وى. ۴دا امساګانې زما د حضُور خېمې ته يوسه اؤ د تړون صندُوق په مخکښې يې کېږده، چرته چې زۀ ستا سره مِلاوېږم. ۵بيا چې ما کُوم سړے خوښ کړے وى نو د هغۀ امسا به زرغُونه شى اؤ زۀ به د بنى اِسرائيلو، ستا خِلاف دا هر وخت غورېدل بند کړم.“ ۶نو مُوسىٰ بنى اِسرائيلو ته ووئيل چې داسې وکړئ اؤ د هغوئ هر يو مشر هغۀ له يوه امسا ورکړه، چې د هرې قبيلې د پاره يوه يوه وه، دا ټولې دولس وې اؤ په دې دولسو امساګانو کښې يوه امسا د هارُون وه. ۷بيا مُوسىٰ هغه ټولې امساګانې په خېمه کښې د مالِک خُدائ د تړون صندُوق په مخکښې کېښودې. ۸په ورپسې ورځ، کله چې مُوسىٰ خېمې ته دننه لاړو، نو هغۀ د هارُون امسا وليده چې د ليوى د پاره وه، هغه زرغُونه شوې وه، دې غوټۍ اؤ ګلُونه کړى وُو اؤ پاخۀ بادام يې نيولى وُو. ۹مُوسىٰ ټولې امساګانې يوړې اؤ بنى اِسرائيلو ته يې وښودلې، هغوئ ورته وکتل اؤ هر يو مشر خپله امسا واپس واخستله. ۱۰مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”د هارُون امسا واپس د تړون صندُوق په مخکښې کېږده. باغيانو بنى اِسرائيلو ته به دا د نښې په توګه کېښودلے شى، کۀ د هغوئ غورېدل بند نۀ شى نو هغوئ به مړۀ شى.“ ۱۱مُوسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۱۲بنى اِسرائيلو مُوسىٰ ته ووئيل، ”مُونږ برباد يُو، تباه يُو! ۱۳چې څوک هم د مالِک خُدائ خېمې ته نزدې ورشى، نو هغه به مړ شى، نو مُونږ خو ټول مرګِ حال يُو!“