د شمېر کِتاب

شپاړسم باب

د قورح، داتن اؤ ابيرام بغاوت

۱د اِضهار زوئ قورح، چې د قُهاتيانو د قبيلې ليوے وو، هغۀ د مُوسىٰ د مشرۍ خِلاف بغاوت وکړو. د روبين قبيلې نه يې درې سړى رابېل کړل :  داتن، ابيرام، چې د اِلياب زامن وُو اؤ اُون چې د پلت زوئ وو اؤ ورسره دوه نيم سوه نور بنى اِسرائيل هم وُو، دا مشهُور مشران چې قوم خوښ کړى وُو. ۳هغوئ د مُوسىٰ اؤ هارُون په مخکښې رابېل شول اؤ ورته يې ووئيل، ”تاسو د حد نه تېر شوى يئ! ټول قوم د مالِک خُدائ مُقدس خلق دى اؤ مالِک خُدائ زمُونږ د ټولو مل دے. نو، مُوسىٰ! تۀ ولې د مالِک خُدائ د قوم نه ځان اُوچت ګڼې؟“ ۴کله چې مُوسىٰ دا واؤرېدل، نو هغه د خفګان نه پړمخې پرېوتو. ۵اؤ قورح اؤ د هغۀ ملګرو ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مُونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى اؤ څوک مُقدس دى. اؤ هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کُوم يې خوښ کړے وى. ۶سبا سحر تۀ اؤ ستا ملګرى د اور وړلو لوښى واخلئ، بل سکارۀ په کښې واچوئ اؤ په هغې باندې د خوشبويۍ مصالحې واچوئ اؤ قُربان‌ګاه ته يې يوسئ. بيا به مُونږ وګورُو چې زمُونږ نه مالِک خُدائ څوک خوښ کړى دى. تاسو ليويان د حد نه تېر شوى يئ!“ ۸مُوسىٰ قورح ته ووئيل، ”اے ليويانو، واورئ! ۹تاسو دا وړه خبره ګڼئ چې د اِسرائيليانو خُدائ پاک تاسو د نور قوم نه جُدا کړى يئ، چې تاسو هغۀ ته نزدې شئ، د مالِک خُدائ په خېمه کښې خِدمت وکړئ اؤ چې د قوم مدد اؤ خِدمت وکړئ؟ ۱۰هغۀ تاسو اؤ نورو ليويانو ته دا عِزت درکړے دے اؤ اوس تاسو دا وايئ چې د هغۀ اِمامان هم شئ! ۱۱کله چې تاسو د هارُون خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې د مالِک خُدائ خِلاف غورېدل دى اؤ دا ستا اؤ ستا د ډلې سرکشى ده.“ ۱۲بيا مُوسىٰ داتن اؤ ابيرام راوغوښتل، خو هغوئ ووئيل، ”مُونږ نۀ درځُو! ۱۳دا څۀ وړه خبره ده چې مُونږ تا د هغه زرخېز اؤ آباد وطن نه د دې د پاره راويستلى يُو چې په دې صحرا کښې مو ووژنې؟ تۀ په مُونږ باندې رُعب اچول غواړې څۀ؟ ۱۴بله دا چې تا هغه وطن ته هم رانۀ وستلُو چې زرخېز اؤ آباد دے اؤ نۀ دې پټى اؤ د انګُورو باغُونه راکړل چې زمُونږ شى. دا خلق ړاندۀ دى څۀ چې نۀ پوهېږى؟ مُونږ نۀ درځُو!“ ۱۵مُوسىٰ ډېر غُصه شو اؤ مالِک خُدائ ته يې ووئيل، ”د دوئ نذرانې مۀ قبلوه. ما دوئ يو له هم څۀ تکليف نۀ دے ورکړے، اؤ ما د دوئ نه چرته د چرګى يو بچے هم نۀ دے بوتلے.“ ۱۶مُوسىٰ قورح ته ووئيل، ”سبا به تۀ اؤ ستا دوه نيم سوه ملګرى خامخا د مالِک خُدائ د حضُور خېمې ته راشئ، اؤ هارُون دې هم راشى. ۱۷د ستاسو هر يو کس به خپل د اور لوښے واخلى، د خوشبويۍ مصالحه به په کښې واچوى اؤ بيا به يې په قُربان‌ګاه باندې پېش کړى.“ ۱۸نو هر يو کس خپل د اور لوښے واخستلو، ژوندى سکارۀ اؤ د خوشبويۍ مصالحه يې په کښې واچوله اؤ د مُوسىٰ اؤ هارُون سره د خېمې د دروازې په خُله کښې ودرېدل. ۱۹بيا قورح ټول قوم راغونډ کړو اؤ هغوئ د خېمې د دروازې په خُله کښې مُوسىٰ اؤ هارُون ته مخامخ ودرېدل. ناڅاپه د مالِک خُدائ د حضُور سپين جلال ټول قوم ته راڅرګند شو، ۲۰اؤ مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ۲۱”تاسو د دې خلقو نه لرې شئ، چې سمدستى يې تباه کړم.“ ۲۲خو مُوسىٰ اؤ هارُون پړمخې پرېوتل اؤ وې وئيل، ”خُدايه پاکه! ټولو خلقو له ژوند تۀ ورکوې. کله چې يو کس ګُناه وکړى، نو تۀ ټولو ته په قهر کېږې څۀ؟“ ۲۳مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲۴”خلقو ته ووايه چې د قورح، داتن اؤ ابيرام د خېمو نه لاړ شى.“ ۲۵بيا مُوسىٰ داتن اؤ ابيرام له روان شو اؤ د اِسرائيليانو مشران هم ورسره شول. ۲۶هغۀ خلقو ته ووئيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ اؤ چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنى، د هغوئ د ټولو ګُناهونو په وجه به تباه شئ.“ ۲۷نو هغوئ د قورح، داتن اؤ د ابيرام د خېمو نه لاړل. داتن اؤ ابيرام بهر راوتلى وُو اؤ د خپلو خېمو د دروازو په خُلو کښې، د خپلو ښځو سره، د خپلو بچو اؤ د خپلو وړو ماشُومانو سره ولاړ وُو. ۲۸مُوسىٰ خلقو ته ووئيل، ”نو داسې به تاسو ته پته ولګې چې مالِک خُدائ زۀ د دې د پاره رالېږلے يم چې دا ټول کارُونه وکړم اؤ چې ما څۀ هم کړى دى نو هغه مې د ځان نه نۀ دى کړى. ۲۹کۀ دا سړى د خُدائ پاک د سزا نه بغېر په خپل مرګ مړۀ شى، نو بيا به مالِک خُدائ زۀ هم نۀ يم رالېږلے. ۳۰خو کۀ مالِک خُدائ يو لوئ عجيبه کار وکړى اؤ زمکه وشلېږى اؤ هغوئ تېر کړى، چې هغوئ قبر ته ژوندى لاړ شى، نو تاسو ته به پته ولګې چې دې سړو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے.“ ۳۱هغۀ چې څنګه خبرې ختمې کړې، نو د داتن اؤ ابيرام لاندې زمکه وشلېدله، ۳۲هغوئ يې تېر کړل، د هغوئ کورنۍ، سره د قورح د ټولو ملګرو اؤ چې هغوئ څۀ لرل هغه يې هم تېر کړل. ۳۳نو هغوئ قبر ته ژوندى لاندې لاړل، سره د هغه هر څۀ چې هغوئ لرل. زمکه په هغوئ باندې رابنده شوه اؤ هغوئ فنا شول. ۳۴هلته چې څومره اِسرائيليان وُو هغوئ چې کله د هغوئ ژړا واؤرېدله نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ چغې وهلې، ”تښتئ! زمکه به مُونږ هم تېر کړى.“ ۳۵بيا مالِک خُدائ يو اور راولېږلو اؤ هغه دوه نيم سوه سړى يې وسوزول کُومو چې خوشبوئى پېش کړې وه.

د سرکشۍ د پاره کفاره

۳۶بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۳۷”د هارُون اِمام زوئ اِلعازر ته ووايه چې کُوم سړى سوزېدلى دى چې د هغوئ د اور لوښى لرې کړى اؤ هغه سکارۀ دې د اور لوښو نه لږ لرې وولى، ځکه چې د اور لوښى مُقدس دى. ۳۸کله چې دا لُوښى د مالِک خُدائ په قُربان‌ګاه باندې پېش کېدل نو مُقدس شول. نو د دې سړو د اور لوښى واخله کُوم چې د خپلې ګُناه په وجه مړۀ شوى دى، وې ټکوه چې نرى نرى پترى شان ترې نه جوړ کړه اؤ د قُربان‌ګاه پټولو د پاره سر ترې نه جوړ کړه. دا به د بنى اِسرائيلو د پاره د خبردارۍ يوه نښه وى.“ ۳۹نو اِلعازر اِمام د اور لوښى واخستل اؤ د ټکولو د پاره يې ورکړل، د قُربان‌ګاه د پټولو د سر د پاره نرى نرى پترى ترې نه جوړ کړے شول. ۴۰دا د بنى اِسرائيلو د پاره يو خبردارے وو چې څوک د هارُون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قُربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى د دې د پاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنى هغه به د قورح اؤ د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلعازر له د مُوسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.

د هارُون خلق بچ کول

۴۱خو په ورپسې ورځ ټول قوم مُوسىٰ اؤ هارُون ته وغورېدو اؤ وې وئيل، ”تاسو د مالِک خُدائ خلق وژلى دى.“ ۴۲د هغې نه پس کله چې هغوئ ټول د مُوسىٰ اؤ هارُون خِلاف راغونډ شوى وُو، چې هغوئ د خېمې طرف ته وکتل نو وې ليدل چې وريځې خېمه پټه کړې وه اؤ د مالِک خُدائ د حضُور سپين جلال راڅرګند شوے وو. ۴۳مُوسىٰ اؤ هارُون لاړل اؤ د خېمې په مخکښې ودرېدل، ۴۴اؤ مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۴۵”د دې خلقو نه لرې شه اؤ زۀ سمدستى هغوئ تباه کوم!“ خو مُوسىٰ اؤ هارُون پړمخې پرېوتل، ۴۶اؤ مُوسىٰ هارُون ته ووئيل، ”خپل د اور لوښے واخله، د قُربان‌ګاه نه په کښې ژوندى سکارۀ واچوه اؤ په سکارو باندې لږه خوشبوئى واچوه. بيا خلقو له په منډه لاړ شه اؤ د هغوئ د پاره کفاره ادا کړه. شا به زر شه! مالِک خُدائ په قهر دے اؤ تباهى د مخکښې نه شروع شوې ده.“ ۴۷هارُون ته چې څنګه وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل، خپل د اور لوښے يې واخستلو اؤ د راغونډو خلقو مېنځ ته يې ورمنډه کړه. کله چې هغۀ وليدل چې تباهى شروع وه، نو هغۀ خوشبوئى په سکارو واچوله اؤ د خلقو د پاره يې کفاره ادا کړه. ۴۸هغه د مړو اؤ ژوندو په مېنځ کښې ودرېدلو اؤ تباهى بس شوه. ۴۹کُوم خلق چې مړۀ شول هغوئ په شمېر کښې څوارلس زره اؤ اووۀ سوه کسان وُو، دا د هغې نه علاوه وُو کُوم چې د قورح په سرکشۍ کښې مړۀ شوى وُو، ۵۰کله چې تباهى بس شوه، نو هارُون د خېمې د دروازې په خُله کښې مُوسىٰ ته راواپس شو.