د شمېر کِتاب

څوارلسم باب

د خلقو شکايتُونه کول

۱بيا ټوله شپه خلقو په چغو چغو وژړل. ۲هغوئ د مُوسىٰ اؤ هارُون خِلاف شکايت وکړو اؤ وې وئيل، ”دا به ډېره ښه وے چې د مِصر په وطن کښې يا په هغه صحرا کښې مړۀ وے! ۳مالِک خُدائ مُونږ هغه وطن ته ولې بوځى؟ مُونږ به په جنګ کښې ووژولے شُو اؤ زمُونږ ښځې اؤ بچى به ونيولے شى. دا به ښه نۀ وى څۀ چې واپس مِصر ته لاړ شُو؟“ ۴نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ! چې يو مشر خوښ کړُو اؤ مِصر ته واپس لاړ شُو.“ ۵بيا مُوسىٰ اؤ هارُون د هغه خلقو په وړاندې زمکې ته ټيټ شول. ۶اؤ د نون زوئ يشوَع اؤ کالب د يفُنه زوئ هغه دوه کسانو چې هغوئ هغه وطن کتلے وو، هغوئ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې ۷اؤ خلقو ته يې ووئيل، ”کُوم وطن چې مُونږ وکتلو هغه ډېر زيات ښۀ وطن دے. ۸کۀ مالِک خُدائ زمُونږ نه رضا وى نو هغه به مُونږ هلته بوځى، هغه وطن ته چې زرخېز اؤ آباد وى او مونږ له به يې راکړى. ۹د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت مۀ کوئ اؤ د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ کُوم چې هلته اوسېږى. هغوئ له شکست ورکول مُونږ ته آسان دى. مالِک خُدائ زمُونږ مل دے اؤ هغه خُدايانو له يې شکست ورکړے دے چې هغوئ يې بچ کول، نو مۀ يرېږئ.“ ۱۰ټول قوم وئيل چې هغوئ به سنګسار کړى، خو ناڅاپه خلقو وليدل چې د مالِک خُدائ د حضُور سپين جلال د خېمې د پاسه راڅرګند شو.

د حضرت مُوسىٰ د خلقو د پاره دُعا کول

۱۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”دا خلق به تر کُومې پورې زما نه نفرت کوى؟ اؤ په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګرچې د هغوئ په مېنځ کښې ما ډېرې مُعجزې کړې دى؟ ۱۲زۀ به په هغوئ وبا راولم اؤ هلاک به يې کړم، خو زۀ به تا د يو داسې قوم پلار‌نيکۀ جوړ کړم چې هغه به د دې خلقو نه لوئ اؤ طاقتور وى!“ ۱۳خو مُوسىٰ مالِک خُدائ ته ووئيل، ”تا د خپل طاقت سره دا خلق د مِصر نه راوويستل. کله چې مِصريان خبر شى چې تا د خپلو خلقو سره څۀ کړى دى، ۱۴نو هغوئ به د دې وطن اوسېدُونکو ته ووائى چا چې د مخکښې نه اؤرېدلى دى چې مالِکه خُدايه! تۀ زمُونږ مل يې، کله چې ستا وريځ زمُونږ د پاسه ولاړه وى نو تۀ مخامخ ښکارېږې اؤ چې تۀ زمُونږ په مخکښې د ورځې د وريځې په ستن کښې اؤ د شپې د اور په ستن کښې ځې. ۱۵اوس کۀ تۀ خپل ټول خلق ووژنې، نو چې کُومو قومُونو ستا په باره کښې اؤرېدلې دى نو هغوئ به ووائى ۱۶چې تا خپل خلق په صحرا کښې ووژل ځکه چې ستا طاقت نۀ وو چې هغوئ هغه وطن له بوځې چې تا د ورکولو وعده کړې ده. ۱۷نو اوس مالِکه خُدايه! زۀ سوال کوم چې مُونږ ته خپل طاقت اؤ هغه څۀ وښايه چې تا يې د ورکولو وعده کړې ده، کله چې تا ووئيل، ۱۸زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غُصه کېږم اؤ زۀ نۀ ختمېدُونکې مينه اؤ وفادارى ښايم اؤ زياتے اؤ بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګُناه کوى نو د هغوئ د ګُناه سزا به د دريم اؤ څلورم نسل پورې جارى وى. ۱۹اؤ اوس مالِکه خُدايه! زۀ تا ته سوال کوم چې د خپلې نۀ بدلېدُونکې مينې په مُطابق د دې خلقو ګُناه معاف کړه، هم هغه شان چې هغوئ د مِصر نه راوتل اؤ تر اوسه پورې يې معاف کوې.“ ۲۰مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”ستا د وېنا په مُطابق هغوئ ما معاف کړل. ۲۱خو زۀ دا وعده کوم چې بې‌شکه چې زۀ څنګه ژوندے يم اؤ چې څنګه زما د جلال نه زمکه ډکېږى، ۲۲د دې خلقو نه يو کس به هم هغه وطن ته ورننه نۀ وځى. هغوئ زما د حضُور د سپين جلال هغه مُعجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې اؤ په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر اِمتحان اخستلے دے اؤ زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے. ۲۳هغوئ به هيڅ کله هم هغه وطن ته دننه نۀ شى د کُوم چې ما د هغوئ د پلار‌نيکۀ سره لوظ کړے دے. هغه هيڅ څوک به هم ورننه نۀ وځى چا چې زما سپکاوے کړے دے. ۲۴خو زما خِدمت‌ګار کالب د نورو په شان نۀ دے اؤ هغۀ په پُوره توګه زما فرمانبردارى کړې ده، زۀ به دې هغه وطن له راولم کُوم چې هغۀ ليدلے دے اؤ هغه وطن به د هغۀ د اولاد شى ۲۵چې په کُومو واديانو کښې اوس عمالقيان اؤ کنعانيان اوسېږى. سبا واپس په صحرا کښې د سُور درياب طرف ته روان شئ.“

د شکايتُونو په وجه د مالِک خُدائ خلقو له سزا ورکول

۲۶مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ۲۷”دا خراب خلق به تر کُومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتُونه ډېر زيات اؤرېدلى دى! ۲۸اوس هغوئ له دا جواب ورکړه :  زۀ ژوندے مالِک خُدائ دا قسم کوم، چې زۀ به ستاسو د پاره هم هغه شان وکړم چې څنګه تاسو وئيلى دى. ۲۹تاسو به مړۀ شئ اؤ ستاسو لاشُونه به په صحرا کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. ځکه چې تاسو زما خِلاف شکايت کړے دے، د ستاسو يو کس به هم هغه وطن ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې د شلو کالو نه زيات وى. ۳۰ما دا وعده کړې وه چې تاسو به هلته اوسېږئ، خو د کالب اؤ يشوَع نه بغېر به هيڅ څوک هم نۀ ورننه وځى. ۳۱تاسو وئيلى وُو چې ستاسو ماشُومان به ونيولے شى، خو زۀ به هغوئ هغه وطن ته راولم چې تاسو يې مُخالفت کړے دے. ۳۲تاسو به دلته په دې صحرا کښې مړۀ شئ. ۳۳ستاسو بچى به څلوېښت کاله په صحرا کښې سرګردانه ګرځى، ستاسو د نافرمانۍ په وجه به کړېږى، تر دې پورې چې ستاسو آخرى کس هم مړ شى. ۳۴تاسو ته به څلوېښت کاله د خپلو بدو سزا ملاوېږى، د هغه څلوېښتو ورځو د هرې ورځې د پاره به يو کال وى کُومې چې تاسو د هغه وطن په کتلو کښې تېرې کړې دى. تاسو ته به پته ولګې چې زۀ ستاسو خِلاف يم! ۳۵بې‌شکه چې زۀ به تاسو خرابو خلقو سره داسې وکړم چې زما خِلاف راغونډ شوى يئ، په دې صحرا کښې به تاسو تباه شئ. زۀ، مالِک خُدائ دا وايم.“ ۳۶مُوسىٰ چې کُوم سړى د هغه وطن کتلو له لېږلى وُو چا چې غلط خبر راوړو چې د هغې په وجه خلقو د مالِک خُدائ خِلاف شکايت وکړو، نو مالِک خُدائ په دې جاسُوسانو باندې وبا راوستله اؤ هغوئ مړۀ شول. ۳۸په هغه دولسو جاسُوسانو کښې صِرف يشوَع اؤ کالب ژوندى پاتې شول.

د وطن د نيولو وړومبے کوشش

د ګردان کِتاب ۱ :  ۴۱‏-۴۶

۳۹کله چې مُوسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ وئيلى وُو، نو هغوئ ډېر غمژن شول. ۴۰بل سحر وختى هغوئ د غرُونو وطن ته روان شول، هغوئ ووئيل، ”اوس به مُونږ هغه وطن ته لاړ شُو چې د کُوم په باره کښې مالِک خُدائ مُونږ ته وئيلى دى. مُونږ دا منُو چې مُونږ ګُناه کړې ده.“ ۴۱خو مُوسىٰ ورته ووئيل، ”نو تاسو ولې د مالِک خُدائ نافرمانى کوئ؟ تاسو به کامياب نۀ شئ! ۴۲تاسو مۀ ځئ. مالِک خُدائ ستاسو مل نۀ دے اؤ ستاسو دُښمنان به تاسو له شکست درکړى. ۴۳کله چې تاسو د عماليقيانو اؤ کنعانيانو سره مخامخ شئ، نو تاسو به په جنګ کښې ووژلے شئ، مالِک خُدائ به ستاسو مل نۀ وى، ځکه چې تاسو د هغۀ د فرمانبردارۍ نه اِنکار کړے دے.“ ۴۴خو هغوئ زړَور روان وُو چې د غرُونو وطن ته وخېژى، اګرچې نۀ د مالِک خُدائ د تړون صندُوق اؤ نۀ مُوسىٰ د خېمو نه ورسره تلے وو. ۴۵بيا عمالقيان اؤ کنعانيان لاندې راغلل کُوم چې هلته اوسېدل اؤ بنى اِسرائيلو له يې شکست ورکړو اؤ د حرماه پورې ورپسې وُو.