د شمېر کِتاب

ديارلسم باب

جاسُوسان

د ګردان کِتاب ۱ :  ۱۹‏-۳۳

۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل چې، ۲”د دولسو قبيلو د هرې يوې قبيلې نه يو يو مشر خوښ کړه اؤ هغوئ د جاسُوسانو په توګه ولېږه چې د کنعان وطن وګورى، کُوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“ ۳نو مُوسىٰ هغوئ د فاران د صحرا نه د مالِک خُدائ د حُکم په مُطابق ولېږل، چې د هغوئ ټولو سره د بنى اِسرائيلو مشران سړى وُو. ۴د هغوئ نومُونه دا وُو :  د روبين قبيلې نه، سموع زوئ د زکور، ۵د شمعُون قبيلې نه، سافط زوئ د حورى، ۶د يهُوداه قبيلې نه، کالب زوئ د يفُنه، ۷د يساکار قبيلې نه، اِجال زوئ د يُوسف، ۸د اِفرائيم قبيلې نه، هوسيع زوئ د نون، ۹د بنيامين قبيلې نه، فلتى زوئ د رفُو، ۱۰د زبولون قبيلې نه، جدى‌اېل زوئ د سودى، ۱۱د منشه قبيلې نه، جدى زوئ د سُوسى، ۱۲د دان قبيلې نه، عمى‌اېل زوئ د جملى، ۱۳د آشر قبيلې نه، ستُور زوئ د ميکااېل، ۱۴د نفتالى قبيلې نه، نحبى زوئ د وُفسى، ۱۵د جاد قبيلې نه، جيواېل زوئ د ماکى. ۱۶دا هغه سړى دى چې مُوسىٰ د هغه وطن د جاسُوسۍ د پاره ولېږل. هغۀ د نون د زوئ هوسيع نُوم يشوَع ته بدل کړو. ۱۷کله چې مُوسىٰ هغوئ لېږل، نو هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د دې ځائ نه د صحرا په لار لاړ شئ اؤ بيا د کنعان غريزى علاقى ته ورننوځئ. ۱۸وې ګورئ چې هغه څۀ رنګه وطن دے، چې کُوم خلق په کښې اوسېږى، هغوئ تکړه دى اؤ کۀ کمزورى دى، لږ دى اؤ کۀ ډېر دى. ۱۹وې ګورئ چې هغه زمکه ښه ده اؤ کۀ ښه نۀ ده اؤ چې هغه خلق په خېمو کښې اوسېږى يا په داسې ښارُونو کښې اوسېږى چې دېوالُونه ترې نه تاؤ وى. ۲۰وګورئ چې هغه زمکه زرخېزه اؤ کۀ خواره ده اؤ ونې بُوټى په کښې شته اؤ کۀ نشته. اؤ تکړه شئ چې هلته کُومه مېوه کېږى لږه ترې نه راوړئ.“ دا هغه مُوسم وو چې انګُور په پخېدو شروع وُو. ۲۱نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل اؤ هغه وطن يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے. ۲۲هغوئ اول د هغه وطن جنُوبى برخې ته ننوتل اؤ حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى اؤ تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو اؤ د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو. ۲۳هغوئ د انګُورو غُنچۍ وادۍ ته راغلل اؤ هلته هغوئ يوه څانګه راماته کړه چې د انګُورو يوه غُنچه ورباندې وه اؤ دومره درنه وه چې دا دوو سړو په يو ډانګ باندې يو خوا بل خوا راځوړنده کړه اؤ يو يې وړله. هغوئ څۀ انار اؤ اينځر هم يوړل. ۲۴په هغه وادۍ باندې ”د انګُورو غُنچه“ نُوم کېښودے شو ځکه چې بنى اِسرائيلو هلته د انګُورو غُنچه شُوکولې وه. ۲۵هغه وطن د څلوېښتو ورځو د کتلو نه پس، جاسُوسان راواپس شول ۲۶اؤ مُوسىٰ، هارُون اؤ د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسُوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو اؤ هغه مېوه يې ورته وښودله چې کُومه يې راوړې وه. ۲۷هغوئ مُوسىٰ ته ووئيل، ”مُونږ هغه وطن وکتلو چې زرخېز اؤ آباد وو اؤ دا يې لږه شان مېوه ده. ۲۸خو د هغه ځائ اوسېدُونکى تکړه دى اؤ د هغوئ ښارونه غټ دى اؤ د ښارُونو نه يې دېوالُونه تاؤ دى. اؤ د دې نه علاوه، مُونږ هلته د دېوانو اولاد هم وليدو. ۲۹عمالقيان د هغه وطن په صحرا کښې اوسېږى، حِتيان، يبوسيان اؤ اموريان د غرُونو په وطن کښې اوسېږى، اؤ کنعانيان د مديتران سمندر اؤ د اُردن سيند سره اوسېږى.“ ۳۰کالب هغه خلق غلى کړل کُومو چې د مُوسىٰ خِلاف شکايتُونه کول اؤ وې وئيل، ”راځئ چې په هغه وطن حمله وکړُو اؤ وې نيسُو، ځکه مُونږ ښۀ تکړه يُو او ورباندې برے مُوندے شُو.“ ۳۱خو هغه سړو ووئيل کُوم چې د کالب سره تلى وُو، ”نه! مُونږ تکړه نۀ يُو چې حمله ورباندې وکړُو، هغه خلق زمُونږ نه زيات طاقتور دى.“ ۳۲نو هغوئ د بنى اِسرائيلو په مېنځ کښې د هغه وطن په باره کښې غلط خبر خور کړو کُوم چې هغوئ ليدلے وو. هغوئ ووئيل، ”په هغه وطن کښې دومره څۀ هم نۀ پېدا کېږى چې د هغه ځائ اوسېدُونکى خلق يې وخورى. کُوم خلق چې مُونږ وليدل ټول لوړ لوړ وُو، ۳۳اؤ هلته مُونږ دېوان هم وليدل، چې د عناق اولاد دے. مُونږ ته خپل ځانُونه داسې معلُومېدل لکه چې ملخان يُو اؤ مُونږ به هغوئ ته خامخا هم داسې ښکارېدلُو.“