د شمېر کِتاب

يوولسم باب

د بنى اِسرائيلو په بيابان کښې شکايت کول

۱نو کله چې خلقو د خپلو تکليفُونو په باره کښې مالِک خُدائ ته شکايتُونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واؤرېدل، نو هغه سخت غُصه شو اؤ په خلقو يې اور راولېږلو اؤ اور د هغوئ خِلاف بل وو اؤ د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله. ۲خلقو مُوسىٰ ته د مدد د پاره چغې کړې، هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو اؤ اور قلار شو. ۳نو د هغه ځائ نُوم تبيعره شو، ځکه چې هلته د مالِک خُدائ اور د هغوئ کېمپ سوزولے وو.

د حضرت مُوسىٰ اؤيا مشران خوښول

۴د پردى وطن څۀ مُسافرو د بنى اِسرائيلو سره سفر کولو. د هغوئ غوښې ته ډېر زيات زړۀ وشو اؤ هم داسې په خپله بنى اِسرائيلو هم شکايت شروع کړو اؤ وې وئيل :  ”کاش! چې لږه غوښه خو وے! ۵په مِصر کښې چې مُونږ کُوم کبان غوښتل هغه مو خوړل اؤ مُونږ ته مُفت مِلاوېدل. هغه بادرنګ، هِندوانې، ګندانه، پياز اؤ اُوږه راياده کړئ چې مُونږ به خوړل؟ ۶خو اوس مُونږ د دې نه پوزې له راغلُو، د خوړلو نور هيڅ نشته خو بس دا من دى چې هره ورځ زمُونږ مخې ته پراتۀ وى.“ ۷من د دڼيا د تُخم په شان واړۀ وُو اؤ رنګ يې زېړ بخن وو. ۸دا د شپې د پرخې سره د خېمو نه ګېر‌چاپېره پرېوتو. ورپسې سحر به خلق د دې راټولولو د پاره تلل، دا به يې په لنګرۍ کښې ټکول يا يې ترې نه په مېچن کښې اوړۀ جوړول اؤ بيا به يې يشول يا به نرۍ ډوډۍ يې ترې نه پخولې. د دې خوند داسې وو لکه چې ډوډۍ د زيتُونو تېلو سره پخې شوې وى. ۱۰مُوسىٰ د ټولو خلقو شکايتُونه واؤرېدل چې هغوئ ډلې ډلې د خپلو خېمو په دروازو کښې ولاړ وُو. هغه پرېشان وو ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر وو، ۱۱اؤ هغۀ مالِک خُدائ ته ووئيل، ”تۀ زما سره دومره بد سلُوک ولې کوې؟ تۀ زما نه ولې ناراضا يې؟ تا د دې ټولو خلقو ذِمه وارى ما له ولې راکړې ده؟ ۱۲هغوئ خو ما نۀ دى پېدا کړى اؤ نۀ زما بچى دى! زۀ دې ولې د يوې خِدمت‌ګارې په شان شم چې د پيو ماشُوم هغه وطن ته يوسم چې تا يې د هغوئ د پلار‌نيکۀ سره وعده کړې ده؟ ۱۳زۀ دې ټولو خلقو له غوښه د کُوم ځائ نه ورکړم؟ ځکه چې هغوئ ما ته ژاړى اؤ زما نه غوښه غواړى. ۱۴زۀ يواځې د دې ټولو خلقو ذِمه وارى نۀ شم اخستلے، دا بوج زما د پاره ډېر درُوند دے. ۱۵کۀ تۀ زما سره هم دغه شان سلُوک کوې، نو په ما رحم وکړه اؤ ما ووژنه، کۀ تۀ زما نه رضا يې، نو ما د خپل غم ليدلو نه وساته.“ ۱۶مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”د اِسرائيليانو اؤيا مشران راجمع کړه چې هغوئ د مشرانو په توګه منلے شوى وى، هغوئ ما له زما د حضُور خېمې ته راوله اؤ هغوئ ته ووايه چې هغوئ هلته ستا سره ودرېږى. ۱۷زۀ به لاندې راشم اؤ هلته به ستا سره خبرې وکړم اؤ چې ما کُوم رُوح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم اؤ هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى اؤ چې د دې خلقو ذِمه وارى واخلى، نو دا ذِمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى. ۱۸اوس خلقو ته ووايه، چې د سبا د پاره ځانُونه پاک کړئ، تاسو ته به د خوړولو د پاره غوښه مِلاؤ شى. مالِک خُدائ ستاسو ژړا اؤرېدلې ده چې تاسو وئيل چې کاش زمُونږ سره لږه غوښه وے اؤ چې زمُونږ حالت په مِصر کښې ښۀ وو. اوس به مالِک خُدائ تاسو له غوښه درکړى اؤ تاسو به يې خورئ. ۱۹دا به تاسو نۀ صِرف يو دوه، پينځۀ يا لس شل ورځې خورئ، ۲۰بلکې ټوله مياشت به يې خورئ، چې ستاسو د پوزو نه بهر راووځى اؤ زړۀ به مو ترې موړ شى. هم داسې به وشى ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے کُوم چې دلته ستاسو په مېنځ کښې دے اؤ تاسو هغۀ ته دا شکايت کړے دے چې مُونږ ولې مِصر پرېښودلے دے.“ ۲۱مُوسىٰ مالِک خُدائ ته ووئيل، ”دلته زما سره شپږ لاکهه خلق دى اؤ تۀ وائې چې تۀ به هغوئ له د يوې مياشتې غوښه ورکړې؟ ۲۲څاروى اؤ ګډې دې د هغوئ د پاره حلالې کړے شى څۀ؟ آيا په سمندر کښې ټول کبان به د هغوئ مړولو د پاره کافى وى؟“ ۲۳مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”زما د طاقت څۀ حد شته؟ تۀ به زر وګورې چې ما څۀ وئيلى دى چې هغه کېږى اؤ کۀ نۀ کېږى!“ ۲۴نو مُوسىٰ بهر ووتلو اؤ چې مالِک خُدائ څۀ وئيلى وُو هغه يې خلقو ته ووئيل. هغۀ اؤيا مشران راجمع کړل اؤ د خېمې نه ګېر‌چاپېره يې ودرول. ۲۵بيا مالِک خُدائ په وريځو کښې لاندې راغلو اؤ د هغۀ سره يې خبرې وکړې. کُوم رُوح يې چې مُوسىٰ له ورکړے وو د هغې نه يې لږ واخستلو اؤ هغه اؤيا مشرانو له يې ورکړو. کله چې په هغوئ باندې رُوح راغلو نو هغوئ د لږ وخت د پاره د پېغمبرانو په شان خبرې کولې خو د دې نه پس بيا داسې ونۀ شول. ۲۶د هغه اؤيا مشرانو نه دوه مشران، اِلداد اؤ ميداد، په خېمو کښې پاتې وُو اؤ د مالِک خُدائ د حضُور خېمې ته تلى نۀ وُو. اؤ په هغوئ باندې رُوح نازل شو اؤ هغوئ په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې شروع کړې. ۲۷يو ځوان منډه کړه چې مُوسىٰ ته ووائى چې اِلداد اؤ ميداد په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې کوى. ۲۸بيا د نون زوئ يشوَع، کُوم چې د مُوسىٰ د ځوانۍ د وخت نه مدد کوُونکے وو، هغۀ مُوسىٰ ته ووئيل، ”زما نېکه هغوئ منع کړه.“ ۲۹مُوسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ په ما غېرت کوې څۀ؟ زۀ غواړم چې مالِک خُدائ خپل رُوح خپلو ټولو خلقو ته ورکړى اؤ ټول د پېغمبرانو په شان شى!“ ۳۰بيا مُوسىٰ اؤ د اِسرائيليانو مشران واپس کېمپ ته لاړل.

مړَزان

۳۱ناڅاپه مالِک خُدائ يوه هوا راوستله چې هغې د سمندر د طرف نه مړَزان راوړل، چې د زمکې نه يو ګز اُوچت الوتل. دا په خېمو باندې اؤ د خېمو نه ګېر‌چاپېره هر طرف ته لرې لرې پورې کښېناستل. ۳۲نو په هغه ټوله ورځ اؤ شپه اؤ په دويمه ټوله ورځ، خلقو مړَزان راونيول، هيچا هم د زرو کيلو نه کم نۀ وُو رانيولى. هغوئ دا د وچولو د پاره د ټولو خېمو نه ګېر‌چاپېره خوارۀ کړل. ۳۳کله چې د هغوئ سره ښۀ ډېره غوښه وه، نو مالِک خُدائ خلقو ته په قهر شو اؤ په خلقو يې يوه لويه وبا راولېږله. ۳۴د هغه ځائ نُوم ”د لالچيانو قبرونه“ شو، ځکه چې هغوئ هلته هغه خلق ښخ کړل د کُومو چې غوښې ته زړۀ شوے وو. ۳۵خلقو د هغه ځائ نه حصيروت ته سفر وکړو اؤ هلته اوسېدل.