د شمېر کِتاب

لسم باب

د سپينو زرو بيګل

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲”د ټکيدلے شوو سپينو زرو نه دوه بيګلې جوړې کړه چې د خلقو په يو ځائ راغونډولو اؤ د خېمو د وړلو د خبر د پاره اِستعمالېږى. ۳کله چې دواړه بيګلې وغږېږى، نو ټول قوم به زما د حضُور د مُقدسې خېمې په دروازه کښې ستا نه ګېر‌چاپېره راغونډ شى. ۴خو چې کله صِرف يو بيګل وغږېږى، بيا به صِرف د قبيلو مشران ستا نه راغونډېږى. ۵کله چې بيګل په لنډ آواز وغږېږى، نو د نَمرخاتۀ په طرف قبيلې به خېمې وړى. ۶کله چې په دويم ځل بيګل وغږېږى، نو د جنُوب طرف ته قبيلې به خېمې يوسى. چې بيګل په لنډ آواز غږېږى نو خېمې به وړلے شى، ۷د قوم د راغونډولو د خبر د پاره به دواړه بيګلې غږولے شى. خو دا آواز به لنډ نۀ وى. ۸د هارُون اِمامان زامن به بيګل غږوى. دا قانُون به په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې منلے شى. ۹کله چې ستاسو په وطن کښې جنګ وى اؤ دُښمن په تاسو باندې حمله کوى، نو په لنډ آواز به د خطرې بيګل وغږوئ. زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، به ستاسو مدد وکړم اؤ ستاسو د دُښمنانو نه به مو بچ کړم. ۱۰د خوشحالۍ په ورځو کښې، د مياشتې په ليدو اؤ ستاسو په نورو مُقررو اخترُونو کښې، کله چې تاسو سوزېدُونکې نذرانې اؤ خپلې د سلامتۍ نذرانې پېش کوئ نو تاسو به دې باندې بيګلې غږوئ. د بيګل آواز به ما ته ستاسو سره لوظ راپه ياد کړى، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“

د بنى اِسرائيلو د سينا بيابان نه سفر شروع کول

۱۱د دويم کال د دويمې مياشتې په شلمه ورځ د هغې نه پس چې بنى اِسرائيل د مِصر وطن نه راوتلى وُو، د مالِک خُدائ د حضُور د خېمې نه وريځ اُوچته شوه، ۱۲اؤ بنى اِسرائيل د سينا د بيابان نه په سفر روان شول. وريځ د فاران په صحرا کښې ايساره شوه. ۱۳هغوئ د مُوسىٰ په ذريعه د مالِک خُدائ د حُکم په مُطابق سفر شروع کړو، ۱۴اؤ هر ځل چې هغوئ تلل، نو هغوئ به هم په هغه ترتيب باندې وُو. څوک چې د يهُوداه قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو هغوئ ډله په ډله اول روان شول، د هغوئ مشر نحشون زوئ د عميناداب وو. ۱۵نتنى‌اېل زوئ د ضُعر د يساکار قبيلې مشر وو، ۱۶اؤ اِلياب زوئ د حيلون د زبولون قبيلې مشر وو. ۱۷بيا به خېمه راکُوزه کړے شوه اؤ د جيرسون اؤ مرارى قبيلې به روانې شوې، چې هغوئ به خېمه وړله. ۱۸بيا، څوک چې د روبين قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، هغوئ به ډله په ډله، روان شول، د هغوئ مشر اليصور زوئ د شدِيُور وو. ۱۹د شمعُون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورى‌شدى وو، ۲۰اِلياسف زوئ د عواېل د جاد قبيلې مشر وو. ۲۱بيا به قُهاتيان روان شول، هغوئ به مُقدس سامان وړلو، چې هغوئ به کُوم وخت د خېمو بل ځائ ته ورسېدل، نو خېمه به بيا ودرولے شوې وه. ۲۲بيا، څوک چې د اِفرائيم قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، هغوئ به ډله په ډله روان شول، د هغوئ مشر اليسمع زوئ د عميهود وو. ۲۳د منشه قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور وو، ۲۴اؤ د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى وو. ۲۵په آخِر کښې، څوک چې د دان قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، چا چې د ټولو لښکرو د وروستو نه حِفاظت کولو، هغوئ ډله په ډله روان شول، د هغوئ مشر د عمى‌شدى زوئ اخيعزر وو. ۲۶د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران وو، ۲۷اؤ د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان وو. ۲۸نو داسې، بنى اِسرائيل ډله په ډله، په دې ترتيب روان وُو، چې کله به هم هغوئ خېمې وړلې اؤ سفر يې کولو. ۲۹مُوسىٰ خپل اوښى حوباب ته ووئيل چې د يترو ميديانى زوئ وو، ”مُونږ هغه ځائ ته په سفر روانېږُو چې مالِک خُدائ وئيلى دى چې هغه به يې مُونږ له راکړى. هغۀ وعده کړې ده چې هغه به اِسرائيليان مالدار کړى، نو زمُونږ سره لاړ شه اؤ مُونږ به تا سره ښېګړه وکړُو.“ ۳۰حوباب ووئيل، ”نه، زۀ واپس خپل وطن ته ځم چې د خپلو خلقو سره يم.“ ۳۱مُوسىٰ ورته ووئيل، ”زۀ تا ته مِنت کوم چې زمُونږ نه مۀ ځه، تا ته پته ده چې مُونږ به په صحرا کښې چرته خېمې ولګوُو اؤ تۀ به مُونږ ته لار ښائې. ۳۲کۀ تۀ زمُونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مُونږ له څومره برکتُونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“

د خلقو سفر شروع کول

۳۳کله چې خلق د مالِک خُدائ د غرۀ سينا نه روان شول، هغوئ درې ورځې سفر وکړو. د مالِک خُدائ د تړون صندُوق به همېشه د هغوئ نه مخکښې تلو چې د هغوئ د پاره د دَمې کولو ځائ پېدا کړى. ۳۴چې هغوئ به چرته خېمې وړلې، نو د ورځې به د مالِک خُدائ وريځ د هغوئ د پاسه وه. ۳۵چې کله به هم د تړون صندُوق روان شو، نو مُوسىٰ به وئيل، ”مالِکه خُدايه! پاڅه، خپل دُښمنان خوارۀ وارۀ کړه اؤ هغه خلق چې څوک ستا نه نفرت کوى هغوئ دې ته مجبُور کړه چې وتښتى.“ ۳۶اؤ چې کله به د تړون صندُوق ودرېدلو، نو هغۀ به وئيل، ”مالِکه خُدايه! بې‌شمېره بنى اِسرائيلو ته راواپس شه.“