د شمېر کتاب
اول باب
د بنى اِسرائيلو اوله مردمشمارى
۱د دويم کال د دويمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د بنى اِسرائيلو د مِصر وطن پرېښودُو نه پس، د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ د خپل حضُور په مُقدسه خېمه کښې مُوسىٰ ته ووئيل، ۲”تۀ اؤ هارُون د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو اؤ کورَنو مردمشمارى وکړئ. د هغه ټولو سړو نومُونه وليکئ ۳چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى اؤ چې جنګ کولے شى. ۴د هرې قبيلې نه يو يو مشر راوغواړه چې ستا مدد وکړى.“ ۵دا هغه سړى دى چې د خپلو قبيلو مشران دى، کُوم چې ستاسو د ملګرتيا د پاره د قوم نه خوښ کړے شوى دى : د روبين د قبيلې نه اليصور د شدِيُور زوئ، د شمعُون د قبيلې نه سلومىاېل د صورىشدى زوئ، د يهُوداه د قبيلې نه نحشون د عميناداب زوئ، د يساکار د قبيلې نه نتنىاېل د ضُعر زوئ، د زبولون د قبيلې نه اِلياب د حيلون زوئ، د اِفرائيم د قبيلې نه اليسمع د عميهود زوئ، د منشه د قبيلې نه ګملىاېل د فداهصور زوئ، د بنيامين د قبيلې نه ابِدان د جدعونى زوئ، د دان د قبيلې نه اخيعزر د عمىشدى زوئ، د آشر د قبيلې نه فجعىاېل د عکران زوئ، د جاد د قبيلې نه اِلياساف د دعواېل زوئ، د نفتالى قبيلې نه اخيرع د عينان زوئ. ۱۷د دې دولسو سړو د مدد سره مُوسىٰ اؤ هارُون، ۱۸د دويمې مياشتې په اوله ورځ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو اؤ د ټولو خلقو نومُونه يې د قبيلو اؤ کورَنو په مُطابق وليکل. د هغه ټولو سړو نومُونه وليکلے شول اؤ وشمېرلے شول چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وُو، ۱۹هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. د سينا په بيابان کښې، مُوسىٰ خلق وشمېرل. ۲۰هغه ټول سړى چې عُمر يې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وو اؤ چې جنګ يې کولے شو نو د هغوئ نومُونه د قبيلو اؤ کورَنو په مُطابق وليکلے شول، شروع د روبين د قبيلې نه وشوه، چې د يعقُوب مشر زوئ وو. ټول شمېر دا دے : د روبين اولاد شپږ څلوېښت زره اؤ پينځۀ سوه کسان وُو، د شمعُون اولاد يو کم شپېتۀ زره اؤ درې سوه کسان وُو، د جاد اولاد پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه اؤ پنځوس کسان وُو، د يهُوداه اولاد څلور اؤيا زره اؤ شپږ سوه کسان وُو، د يساکار اولاد څلور پنځوس زره اؤ څلور سوه کسان وُو، د زبولون اولاد اووۀ پنځوس زره اؤ څلور سوه کسان وُو، د اِفرائيم اولاد څلوېښت زره اؤ پينځۀ سوه کسان وُو، د منشه اولاد دوه دېرش زره اؤ دوه سوه کسان وُو، د بنيامين اولاد پينځۀ دېرش زره اؤ څلور سوه کسان وُو، د دان اولاد دوه شپېتۀ زره اؤ اووۀ سوه کسان وُو، د آشر اولاد يو څلوېښت زره اؤ پينځۀ سوه کسان وُو، د نفتالى اولاد درې پنځوس زره اؤ څلور سوه کسان وُو. دا ټول په شمېر کښې شپږ لاکهه درې زره اؤ پينځۀ سوه پنځوس کسان وُو. ۴۷د ليويانو نومُونه د نورو قبيلو سره نۀ وُو ليکلے شوى، ۴۸ځکه چې مالِک خُدائ مُوسىٰ ته وئيلې وُو چې، ۴۹”کله چې تۀ د هغه سړو مردُم شمارى کوې چې جنګ کولے شى، نو د ليوى قبيله په کښې مۀ شامِلوه. ۵۰خو ليويان زما د حضُور مُقدسې خېمې اؤ د دې د ټول سامان مشران مُقرر کړه. هغوئ به خېمه اؤ د دې سامان وړى، خِدمت به کوى اؤ د دې نه ګېرچاپېره به خېمې لګوى. ۵۱هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته وړئ نو ليويان به مُقدسه خېمه راټولوى اؤ په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مُقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى. ۵۲اؤ نور بنى اِسرائيل به ډله په ډله خېمې ودروى، هر يو سړے به د خپلې ډلې سره وى اؤ د خپلې جنډې لاندې به وى. ۵۳خو ليويان به د مُقدسې خېمې د حِفاظت د پاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“ ۵۴نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ مُوسىٰ ته حُکم کړے وو.
|